کور / راپور / د کرزي کمپاينر يو ليکوال په خپلو عسکرو وډباوه

د کرزي کمپاينر يو ليکوال په خپلو عسکرو وډباوه

په کندهار کې د حامدکرزي کمپاينر او د کندهار ولايتي شورا اوسني وکيل او ولايتي شورا ته کانديد بسم الله افغانمل، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون کارکوونکی او ځوان ليکوال عبدالرسول نوښت په خپلو عسکرو تر هغه وروسته سخت وډباوه چې هغه د ټاکنو په ورځ د ده په ګټه د درغليو په اړه د اسنادو ټولولو هڅه کړې وه.

د سې شنبې مازديګر مهال ښاغلى عبدالرسول نوښت د بسم الله افغانمل له خوا د روژه مات د مېلمستيا په نوم د هغه کور ته وغوښتل شو، کله چې هغه ورغلی و، نو د روژه مات پر ځای افغانمل اول سپکې سپورې ورته وويلې، وروسته يې پر خپلو وسلوالو ساتونکو د هغه د وهلو امر کړی و، هغوی هم د ښکنځلو په بدرګه د ښاغلي افغانمل د کور په منځ کې راچپه کړی او تر هغه يې په سوکانو، لغتو او د توپک په کونداغونو وهلی و چې ښه ورباندې ستړي شوي، وروسته يې ولچک لاسونو او پښو ته وراچولی او امنيه قوماندانۍ ته يې سپارلی و.

عبدالرسول نوښت چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا د ميوند ولسوالۍ په کلا ښامير سيمه کې د ټاکنو د مرکز کارکوونکی و، هلته يې ليدلي وو چې ولسي خلک د خپلو رايو اچولو لپاره مرکز ته نه راځي، خو د کمېسيون کارکوونکي کندهار ولايتي شورا ته د کانديد افغانمل په شمول د څو تنو نورو کانديدانو په ګټه درغلي کوي او د هغو ليسټونو له مخې صندوقونو ته پرله پسې رايې اچوي، چې مخکې لا د رايې اچولو د کارډونو مسلسل نمبرونه پرې ليکل شوي وو. خو د پوليسو قوماندان له نوښت څخه ټليفون اخيستی و او پينځه ساعته يې تر سوځوونکي لمر لاندې دوړو ته کښېنولی او هم يې ګواښ ورته کړی و چې که يې چېرې کوم حرکت کړی و، نو به يې څنګ ته له پراته سپي سره وتړي.

ښاغلی نوښت توانېدلی و چې ١٩ پاڼې هغه ليسټونه ترلاسه کړي چې د رايې ورکولو د کارکوونکو مسلسل نمبرونه په کمپيوټر پر ليکل شوي او د کمېسيون کارکوونکو ته، د بسم الله افغانمل په شمول د ځينو نورو کانديدانو په ګټه د کارونې لپاره سپارل شوي وو، پر همدغه اساس د نوموړي کمېسيون له خوا هغه ته د کار حق الزحمه هم نه وه ورکول شوې.

ښاغلی نوښت وايي کله چې دی د کندهار امنيه قوماندانۍ ته وسپارل شو نو امنيه قوماندان ښه چلند ورسره وکړ، د خپل کار په دفتر کې يې روژه مات ورکړ. قوماندان هم د بسم الله افغانمل دغه کړنه قانون ضد بللې وه او ښاغلی نوښت يې تر روژه مات وروسته خوشي کړی و.

دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې ټيک همدغه مهال هلته په کابل کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د لسو فيصدو شمېرل شويو رايو د نتايجو په اعلان سره ولسمشرۍ ته ولاړ نوماند حامدکرزی تر نورو سيالانو مخکې ښيي.

بسم الله افغانمل پنځه کاله مخکې د کندهار ولايتي شورا ته د کندهار د فرهنګيانو کانديد و، چې دوى په خپلو رايو سره بريالى کړ، خو په اوسنيو ټاکنو کې افغانمل د فرهنګيانو او ليکوالو ملاتړ له ځان سره نه لري او په کمپاينونو کې يې هم د پنځه کاله مخکې غوندې حضور کمرنګه و.

تر دې مخکې ښاغلي افغانمل پر اوسنۍ ادارې او چارواکو سخت انتقادونه کول، خو کله چې د کمپاينونو شپې رانژدې شوې، په خپله افغانمل د ښاغلي کرزي په ګټه غونډې جوړې کړې او نور ځوانان يې هم هڅول چې دا ډول نورې غونډې جوړې کړي.

له ښاغلي نوښت سره د دې چلند په اړه بسم الله افغانمل له خبرو کولو ډډه وکړه.