کور / تازه خبرونه / میدان وردګ : د نرخ ولسوالۍ د ۳۸ جوماتونو سره مرستې وشوې

میدان وردګ : د نرخ ولسوالۍ د ۳۸ جوماتونو سره مرستې وشوې

د میدان وردګ ولایت دمقام لخوا د نرخ ولسوالۍ د(۳۸) بېلابېلو جوماتونو سره د(۶۰۸۰۰) زره امریکايي ډالرو په ارزښت د سولر،فرش او لوډسپیسکرو مرسته وشوه .

راغلو قومي مشرانو او علماء ته ښاغلي فدایي په خپلو خبرو کې ووېل چې دافغانستان اسلامي جمهوري دولت تل هڅه کوي چې دیني مدرسو او جوماتونو ته ځانکړې پاملرنه وکړي او په دې برخه دا زموږ عملي قدم ایښودونه ده، قومي مشرانو په داسې حال کې چې دجوماتونو لپاره ورکړل شوې مرستې یې له ځان سره لیږدولې ډیرخوښ معلومیده .

دوۍ د میدان وردګ ولایت والي نه مننه وکړه چې تل یې دقومي مشرانو غوښتنو او نظرونو ته درناوې کړې دی، قومي مشرانو زیاته کړه چې د دیني مدرسو او جوماتونو په اړه مو چې کله ستونزې دوالی صیب سره شریکي کړې نو هغه ډاډ راکړه چې په دې برخه کې به حتماٌ اګړندي ګامونه اخلي او دغه ستونزو ته به دپای ټکی ګدي چې نن یې خپله کړې ژمنه عملي کړه ، موږ ولسونو د ټول ګټو پروژو په تطبیق کې دښاغلي والي صیب سر ه هر ډول قربانیوته تیار یو.