کور / تازه خبرونه / میدان وردګ : فدايي درغلۍ د اولس سپکاوی وباله

میدان وردګ : فدايي درغلۍ د اولس سپکاوی وباله

د میدان وردګ ولایت والي دهغه نوماندو اوازې دیومطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې ناسمې وبللی چې ګواکې په ټاکنو یې درغلي کړېده نن دمیدان وردګ ولایت والي،امنیي قوماندان او دټاکنوخپلواک کمیسیون مشر دیو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې دیو شمېر هغه کاندیدانو تورونه او اوازې په کلکه رد کړی چې ګواکی په ټاکنو کې یې درغلي کړېده.

والي فدایي دیوې پوښتنې په ځواب کې وویل هغه اوازې چې په دې ورستیو کې دځینو کاندیدانو لخوا په رسنیو کې خپرې شوې ملطق بې بنسټه او په حقایقو ولاړې نه دي، دمیدان وردګ ولایت څه باندې(۶۰) زرو شریفو خلکو په ټاکنو کې ګډون کړې، د اتورونه په حقیقت کې د ولسونو سپکاوی اودملي یوالي پرضد یو خطرناک کمپاین دی. ښاغلي والي زیاته کړه همدغه کاندیدان چې اوس تورنه لګوي، دټاکنو وړاندې یې څو ځله له مانه غوښتنه کړې وه چې دهغوۍ په ګټه کمپاین وکړم خو زما ځواب تل ناپیلتوب او بې طرفي وه، والیان یوازې د ټاکنو دښه ترسره کیدو لپاره د زمینه جوړونکي دي.

فدایي وویل، دټاکنو په اړه د څارنې او شکایتونو اوریدلو کمیسیون شتون لري نوماندان دي مهرباني وکړي او خپل شکایتونه دي دمستندو دلایلوسره یوځای ثبت کړي ترڅو هغوۍ پرې تصمیم ونیسي، خو دشکایتونو اوریدلو کمیسیون څخه هم یوه هیله لرم چې دنه ثبوت په صورت کې دي تور لګوونکو نوماندانو سره دټاکنو دلومړی مادی مطابق قانوني عمل وشي همدارنګه ښاغلي والي دروستۍ پوښتنې په ځواب کې هغه راپورنه په کلکه رد کړل چې په دې وروستیوکې په ځینو کورنیو اوبهرنیو رسینوکې داسې راپورونه ورکړل شوې دي چې ګواکی هغو کسانو چې رایي ورکړې دهغوۍ نه ګوتې غوڅې شوې دی ،هغه وویل داسې هیڅ کومه پیښه په میدان وردګ ولایت کې نه ده ترسره شوې او که ترسره شوې وي ثبوت دی وړاندې کړي، داډول ناسمې اوازې دهېواد دښمنانو کار دی،همدارنګه دټاکنو خپلواک کمیسیون مشرنعمت الله دمیدان وردګ ولایت په ټولو ولسوالیوکې دشفافو ټاکنو څخه یادونه وکړه او شوې اوازې یې ناسمې وګڼلې،دامنیي قوماندان جنرال مظفرالدین هم په ټول ولایت کې دټاکنو په اړه دپراخو امنیتي تدابیرو څخه یادونه وکړه او په ټاکنو کې یې د درغلیوپه اړه اوازې ناسمې وګڼلې او زیاته یې کړه که چیرته دغو کاندیدانو زیاتې رایي ترلاسه کړې وی نو داډول تورونه به یې نه لګول.