کور / تازه خبرونه / ښوونكو ته د تدريسي لارو چارو سیمينار پاى ته ورسېد

ښوونكو ته د تدريسي لارو چارو سیمينار پاى ته ورسېد

د وږي۵ مه

د لغمان ولایت د قرغيو ولسوالۍ اړونده ښوونځيو ۴۲ ښوونكو ته د تدريسي لارو چارو په اړه هغه سیمينار نن د وږي په ۳مه پاى ته ورسيد چې ۱۳ورځې وړاندې ورته دائر شوي وو.

دغه وركشاپونه چې نارينه ښوونكو ته جلا او ښځينه هغو ته جلا تنظيم شوي وو مالي لګښت يې د افغان پرمختيايي مؤسسې A.D.A له لوري وركول كيدو چې پكې ۲۲ نارينه او ۲۰ تنه ښځينه ښوونكو ګډون كړى وو.

په عين وخت كې د دغه ولايت د پوهنې رئيس نن د وږي په ۵ مه د دغه ولايت د پوهنې رياست له كاركوونكو څلورو ولسواليو د پوهنې له مديرانو سره د ښوونې د بهبود په اړه غونډه وكړه او هغوى يې خپلو مسؤليتونو ته ځير كړل.

د پوهنې ټولو مسؤلينو رئيس ته ډاډ وركړ چې په دغه ولايت كې د نوي تعليمي كال له پيليدو سره سم به د پوهنې د كيفيت لوړولو لپاره هر راز هلې ځلې كوي.