د نورستان ولايت په منګراج ولسوالۍ كې د منګراج ليسې لپاره د دوهم باب ودانۍ د جوړيدو چارې هم پاى ته ورسيدې او تمه ده چې د تودو سيمو د ښوونځيو له پيل سره سمه به رسماَ پرانيستل شي.
د سنګراج ليسې دغه يو پوړيزه ودانۍ چې د سيمه ايزو خلكو لخوا په وړيا توګه وركړل شوې دوه جريبه ځمكه كې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده په يوه وخت كې د ۸۰۰ زده كوونكي ځايولى شي.
دغه ودانۍپر ۱۰ درسي خونو سربيره يوه اداري خونه، تحويلخانه او د غونډو يو تالار هم لري چې د سويډن هيواد لخوا د ۱۶۵۰۰۰ زرو امريكايي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.
د يادولو وړ ده چې يادې شوې ليسې تر دې وړاندې يوازې ۸ درسي خونې درلودې چې د نيمايي زده كونكو لپاره يې سرپناه برابره كړې وه.