کور / تازه خبرونه / تخار : سويډنۍ مؤسسې د كمپيوټرنو مرسته وکړل

تخار : سويډنۍ مؤسسې د كمپيوټرنو مرسته وکړل

د وږي۵مه

د سويډن مؤسسې د تعليم او تربيې څانګې نن د وږي په ۵ مه د تخار ولايت له پوهنې رياست سره د شپږ پايو كمپيوټرونو او جنراتورونو مرسته وكړه.

په هغه غونډه كې چې له همدې امله نن د پوهنې رياست د غونډو په تالار كې جوړه شوې وه د پوهنې رئيس د سويډن مؤسسې له دغې مرستې مننه وكړه او په دې برخه كې د سويډن مؤسسې د لازياتو همكاريو غوښتونكى شو.

دغه ۶ پايې كمپيوټر چې په پرينټر سربيره شپږ عدده جنراتورونه هم ورسره دي، درى يې د پوهنې رياست او يو- يو يې د رستاق، ورسج او اشكمش ولسواليو د پوهنې مديريتونو ته تسليم شول.