کور / تازه خبرونه / فراه : وسلوالو پر پر پشت رود بريد کړئ

فراه : وسلوالو پر پر پشت رود بريد کړئ

د فراه ولایت پر پشت رود ولسوالی باندی دطالب وسله والو په یو برید کی ۱۹ تنه طالبانو ته مرګژوبله اووښتې .

دسیمیز چارواکو په وینا طالبانو دپشت رود ولسوالی د تصرف هوډ درلود چی دامنیتی ځواکنو د کلک مقاومت سره مخامخ شول.

دفراه ولایت امنیه قومندان مل پاسوال فقير احمد عسكر وای دغه نښته پرون سهار هغه وخت را مینځ ته شوه چی طالب اورپکو پشت رود ولسوالی یی تر وسله وال برید لاندی ونیوله.

ښاغلی عسکر زیاتویی چی ددی نښتی په لړ کی شپږ طالبان وژل سوي او دیارلس نور ټپیان شوی دی .

دده په وینا په یو عسکر هم په دی نښته کی تپی شوی دی چی صحی وضعیت یی د اندیښنی وړ ندی.

دفراه ولایت امنیه قومندان وای ددغه نښتی په لړ کی دطالبانو دو اکمالاتی موټرونه د ائتلافی ځواکنو په هوای برید کی دوسلو سره یوځالی له مینځ تللی دی .

فراه دهیواد دهغو ولایتونو په شمیر کی راځی چی طالب اورپکی پراخ شتون پکی لړی.

ددی ولایت د تیری اونی په نښتو کی تر دری ډېر طالبان او ۱۰ امنیتی سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتی ده او دری طالبان هم ژوندی نیول شوی دی .