ايران : د کراټې په سياليو کښي افغان ټېم اول مقام وګاټه

د لراوبر اداره | اگست 29th, 2009


د هرات ولایت د کراټې تیم د ایران په هیواد کې د کراټې په سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ.

دغه سیالي د ایران په ګډون د ‍۱۲ هیوادونو د کراټه بازانو تر مینځ په لاره اچول شوي وه چې پکې افغان لوبغاړو دوه د سرو زرو، دوه د سپینو زرو او دری د برونزو مډالونه تر لاسه کړل.

د هرات د کراټې ټیم چارواکو وویل چې افغان کراټه کاران په دغو سیالیو کې ښه وځلیدل او د ګډون کونکو هیوادونو خاصه پاملرنه یې ځان ته را واړوله.

Copyright Larawbar 2007-2024