کور / تازه خبرونه / افغان حاجيان له افغان دولته بېړنۍ مرسته غواړي

افغان حاجيان له افغان دولته بېړنۍ مرسته غواړي


 افغان جاجيانو په سعودي عربستان کي بند پاتي دي او د خورا زياتو مشکلاتو سره مخامخ دي.
د حاجي امين الله په نوم يو تن افغان حاجي لراوبر ويبپاڼي ته په مخامخ اړيکه کي وويل :(( د افغان ولس مشر حامد کرزي نه غوښتنه کوي چي د جاجيانو انتقال لپاره دي د isaf , NATO نه لويئ الوتکي وغواړي چي افغان حاجيان وطن ته  اتنقال کړي))


 د کندهار ولايت اوسيدونکي يوه تن حاجي داد محمد هم له لراوبر ويبپاڼي غوښتنه وکړه چي ددوی ږغ د چارواکو او مسولينو تر غوږو ورسوو ، هغه وويل:((  قسم په خدای  چي د افغان حاجيانو دبدي ورځ او ښيرا به د مسئولينو  ژوند او اخرت ور په عذاب کړي)) .

له مدينې منورې څخه د لراوبر ويبباڼي همکار وايي چي افغان جاجيان د مکې شريفي نه وروسته اوس په مدينه کي هم راګير دي او د  8 ورځو حتمي موده يې اوس  12 ورځو ته رسيدلې ده .


دا په داسي حال کي ده څو ورځي مخکي د کام اير شرکت مسولينو ژمنه کړې وه چي يوه لويه الوتکه يې په کرايه نېولې ده او هره ورځ به 1000  زر تنه افغان حاجيان افغانستان ته لېږدوي ، خو دغه لويي الوتکي تر اوسه نه دي کارول سوي . له ډيرئ افغان حاجيانو سره د خرڅ پيسې ختمي سوي دي ، دوئ شکايت کوي چي کورنۍ يې په افغانستان کي هره ورځ ددوی د ورتګ لاري څاري او انتظار کوي . يو شمېر نور وايي چي له دوی سره د خپلو کورونو سره د اړيکو نيولو ( ټيلفون ) خرڅ هم نه دی پاته سوی .


افغان حاجيان د افغانستان د حج او اوقافو مسئولين او کام اير شرکت پر چاراکو تور لګوي چي له دوی سره پر خپلو ژمنو درېدلي نه دي ، او پر دولت ږغ کوي چي ددوی ستونزو ته دي مستقيم جواب ووايي .