کور / شعر / خدايه

خدايه

ما په زړه ” دويي ” وژلې نه ده خدايه
تا په دې مينه راكړې نه ده خدايه
تاته ځكه زما د غم  اندازه نه سي
تاد خداى مينه ليدلې نه ده خدايه
زه د مرګ له ميني ، ستا په وينا بېل سوم
لا د ژوند ښكلا راغلې نه ده خدايه
ستا د ذات په دود به څنګه ابدي سم!
تا په ما بقا كرلې نه ده خدايه
هيڅ چاره يې له ټاكلي جبره نسته
سوخته آه!چي  ژوند راكښلې نه ده خدايه
زه به خود، د سرو غرمو سخترې وړمه
تا پر ما سايه شنه كړې نه ده خدايه
هره ورځ پر ځان خېمه سم اُښكلن غم ته
ما په خود لمبه وژلې نه ده خدايه
موږ د وينو وركولو عادت پرېښود
موږ د خاك مينه پاللې نه ده خدايه



                   التباس،


             [نثري نظم ]


 ښايسته خدايه!
ته او زه ، لمر، او سمندر
فقط د مراتبو په حواله سره
تقسيم ښكارو
ګڼه څومره سره يو يوُ! 



تاثر  h.taseer@gmail.com