کور / هراړخیز / په دوو کلونو کي ٦ ودونه کوونکي انجينر ونيول سو .

په دوو کلونو کي ٦ ودونه کوونکي انجينر ونيول سو .

ژباړه : احمد شاه پاڅون

د هندستان په ممبئ ښار کي پوليسو يو کس نيولى چي ورباندي د جعل سازۍ او زياتو ودونو تور دى هغه په دوو کلونو کي نژدې د ٦ ښځو سره واده کړى .

تشار واګهمري چي په ((ائر انډيا)) کي انجينر دى خپل ټولي ميرمني يې د يوې او بلي څخه خبري کړي هم ندي .
ليکن دهغه شپږمه ميرمن هوښياره و ختل د شک کولو په صورت کي يې پلټنه پيل کړه او کله چي هغوې ته دا څرګنده سوه چي مېړه يې له مخکني نه واده لري نو هغې پوليس په دې موضوع خبرکړل.

تشار تر ٢٩ اګست پوري د پوليسو په ولکه کي وو . تر اوسه هغه منلې چي درې ودونه يې کړي خو يوه يې هم نده غولولې .

د پوليسو په وينا تشار خپلي هري ميرمني ته بيل بيل ويلي چي هغه طلاق اخستى او هغوى ته يې يو جعلي قانوني طلاق پاڼه هم ښودلې ده .

د ممبئي د پوليسو مشر ار ايم واټکر بي بي سي سره د خبرو پر مهال وويل د حيراني وړ خبره دا ده چي د تشار يوې ميرمني هم ددې خبري د باوري کولو لپاره هڅه نده کړې ،ايا تشار چي هغوى ته د طلاق کومه خبره کړې هغه سمه ده او که څنګه .

د ښاغلي واټکر په خبره ( تشار به خپلي هري ميرمني ته دا ويل چي چرته په سفر ځي ليکلن تلى به د خپلي بلي ميرمني کور ته )

د پوليسو په وينا د تشار ځني ميرمني ښه لوستي دي او په دندو بوختي دي .

ليکن د هغه شپږمه ميرمن د سفر په خبره کي شکي سوې وه او د پلټني په پايله کي څرګنده سوه چي هغه له پخوا څخه واده کړى دى .

چي کله موضوع تر پوليسو ورسيده نو دا هم څرګنده سوه چي تشار نور ودونه هم لري .

د ځينو راپورنو پر اساس واګهمري د کال ٢٠٠٦ څخه تر اوسه د ١٤ ښځو سره ودونه کړي خو پوليس وايي چي دوى يوازي د ٦ ودونو په اړه معلومات لري .

واګهمري د ممبئي پوليس سټيشن دباندي رويټرز تلويزون سره د خبرو پرمهال شکايت وکړ چي د هندو او مسلمان سره په جلاجلا ډول معامله تر سره کيږي ( مسلمان چي څومره غواړي ودونه کولاى سي ، خو هندوانو ته ددې اجازه نسته زموږ په وړاندي دا ډول قانون ولي دى ؟)

هغه وويل : ما دوى ( خپلي ميرمني ) د جنسي لذت لاسته راوړلو لپاره ندي مجبوري کړي او نه مي هم هغوى غولولي . ما تر اوسه درې ځلي واده کړى