کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په کابل کې خبریدونکو ورځپاڼو نن تر ډیره د انتخاباتو په اړه شوي شکایتونه او د هغو په ځواب کې غبرګونونه راخستي او پدې ترڅ کې يې د هیواد روانې امنیتي وضعې ته هم کتنه کړې.

په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندني مطلب کې يې رانغاړلي دي.

ویسا:

دې خپلواکې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره دا خبر ورکړې، چې ملګري ملتونه د لومړي ځل لپاره په کابل کې د یوې نړیوالې غونډې د جوړولو هڅه کوي.

ورځپاڼې په دوام کې د بهرنیو ډیپلوماټانو په حواله لیکلي دي، چې په کابل کې دداسې یوې غونډې جوړول به د افغانانو په وړاندې د خپل دولت اقتدار لوړ کړي.

ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې دا خبر هم ورکړې، چې په هرات کې د ایراني وسلو او د بي ایم یو توغندیو یو انبار نیول شوې، چې طالبانو ته استول شوي وو.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغان ولسمشر او د امریکا د ځانګړي استازي ترمنځ د لیدنې په اړه خپرو شویو راپورونو ته په اشارې لیکلي دي، چې خپلواکي تر هر څه مهمه ده.

هیواد:

دې د دولتي ورځپاڼې یو ځلې بیا په افغانستان کې د انتخاباتو په اړه د شویو انتقادونو په ځواب کې د برتانیې د وتلي سیاستوال پډي اشدوان څرګندونې راخستې او لیکلي دي، چې د په انتخاباتو دا انتقادونه یوازې له طالبانو سره مرسته کوي.

ورځپاڼې په دوام کې د اشدوان په حواله لیکلي دي، چې په افغانستان کې د ناکامۍ اساسي علت حامد کرزی نه بلکه دوی دي او هغه ځکه، چې دوی و نشواې کولې، چې په ګډه عمل وکړي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې هم د انتخاباتو په اړه د لویدیځ د ځینو چارواکو او همداراز د ځینو کورنیو کړیو لخوا شوي انتقادونه د افغان ولس سپکاوې بللې، چې د ورځپاڼې په وینا د افغانانو لپاره د زغم وړ ندې.

اراده:

دې خپلواکې ورځپاڼې په یو مطلب کې په کابل کې د برتانیې د سفیر په وروستیو څرګندونو ، چې پکې په افغانستان کې ددوی د ځواکونو اوږد مهاله پاتې کیدو ته اشاره شوې تبصره کړې او لیکلي دي، چې پلرونو مو څه وکړل، چې تاسې به يې وکړۍ.

ورځپاڼې د خپل وروستي مخ په یو مطلب کې د افغانستان او عراق په حالاتو تبصره کړې او دا خبر يې هم ورکړې، چې د افغانستان سرحدي سیمو ته له عراقه وسلوال راځي.

ورځپاڼې پخپل یو څیړنیز مطلب کې په افغانستان کې د امنیت ټینګښت له اقتصادي ودې سره تړلې بللې او لیکلي دي، که څه هم د اوباما په نوي ستراتیژۍ کې د افغانستان بیا رغونه او اقتصادي په سر کې ځاې لري خو تراوسه ورته ځانګړې پاملرنه نده شوې.

اصلاح او انیس:

دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

انیس هم پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د انتخاباتو په اړه د لویدیځو مشرانو په وروستیو څرګندونو، چې د ورځپاڼې په وینا د سوړ جنګ ناوړه بیلګه ده تبصره کړې او لیکلي دي، چې دا هڅې د افغان ولس بریا نشي زیانمنولې.

خو اصلاح بیا د افغان ولسمشر او د برتانیې د صدراعظم ترمنځ د ټلیفوني خبرو په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي، چې پدې خبرو کې ګورډن براوون له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

افغانستان ټایمز:

دې انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې دا غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د زیاتولو پر ځاې باید د افغان خواکونو بیاوړې کولو ته لومړیتوب ورکړاې شي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغان ځوانانو روان حالت څیړلې، چې د ورځپاڼې په وینا د ودې په حال کې دې.

د ورځپاڼې نننې کارټون په ښارونو د توغندیو حملو ته ځانګړې شوې او پکې دا ښودل شوې، چې دا توغندي د بیسو د ترلاسه کولو لپاره په ښارونو توغول کیږي.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې په افغانستان کې روانې پیښې څیړلي او لیکلي دي، چې د افغانستان زخم کوم مرحم نلري.

ورځپاڼې دا خبر هم ورکړې، چې دافغانستان او پاکستان لپاره د امریکا او اروپايي ټولنې ځانګړي استازي له انتخاباتو وروسته د افغانستان د حالت د څیړلو لپاره غونډه کوي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د ناټو حضور څیړلې او لیکلي دي، چې دا حضور اوس د افغانانو نه بلکه د ناټو اړتیا ده.