کور / هراړخیز / دښځو ازادي، او د ټولنې په جوړښت کې دهغې اغیز (۲۲)

دښځو ازادي، او د ټولنې په جوړښت کې دهغې اغیز (۲۲)

نقاب :

هر څوک چې د قرآن ددغه آیت الفاظ او دهغې متفقه تفسیر او په نبوې عهد کې د هغې تعامل وګوري نو هغه ته به ددې حقیقت نه دانکار مجال پاته نه شي چې په اسلامي شریعت کې ښځو ته د پردیو څخه د مخونو دپټولو حکم شوې او دا حکم پخپله د نبې کریم صلي الله علیه وسلم په وخت کې پلي شوې و .

نقاب که په لفظي توګه په قران کریم کې نه شته خو معنې او حقیقت یې په خپله د قران کریم وړاندیز دې .

په هغې پاکې هستۍ چې قران کریم نازل شو او دهغې د سترګو تر مخه مسلمانو ښځو دغه عمل د خپل کور نه بهر دخپل لباس یوه برخه و ګرځوله په همغې وخت کې هم ددې نوم نقاب و . هو ! دا هماغه نقاب (Veil) دې چې په اروپا کې ورته ډیر زیات سپک کتل کیږي او یوازې فکر او تصور یې هم په فرنګي ضمیر یو دروند بار تمامیږی او هلته ورته د ظلم ، تنګ فکرۍ او وحشت علامه ویل کیږي ، بلې ! دا هماغه څیز دې چې نوم یې دکوم شرقي ولس د ناپوهۍ او تمدني وروسته والي په یادولو کې تر ټولو لمړۍ اخستل کیږي اویا کله چې دا وینا کیږي چې هغه شرقي ولس د تمدن اوتهذیب په لور پر مختګ کړی نود ټولو تر مخه چې کومه خبره په پوره انشراح او انسباط سره کیږي هغه همدا ده چې ددې یا دهغې ولس څخه نقاب له منځه ولاړ .

اوس نو تاسې د شرم څخه سر ښکته کړئ ځکه چې دا کار وروسته نه دې ایجاد شوې بلکه دا پخپله د قرآن ایجاد دې او محمد صلي الله علیه وسلم دغه کار رائج کړې او عملي کړی یې هم دې. خو یوازې د شرم نه د سر د ټیټولو څخه څه نه جوړیږي . شتر مرغ چې ښکاري وویني او سر په شګو کې پټ کړې نو دښکاري وجود له منځه نه ځې که تاسې هم سر ټیټ کړئ نو خامخا به ټیټ شې خو د قرآن آیت له منځه نه ځې او نه د تاریخ څخه ثابت شوې پیښې له منځه تلائ شي .که دتاویلاتو په واسطه په دې باندې پرده واچول شي نو دا د «شرم داغ » به نور هم زیات و ځلیږي ، کله چې دغرب څخه د مرعوبیت له مخې ستر او پرده او مخ پټول د «دشرم داغ » ګڼئ نو دهغې د لرې کولو له پاره اوس یوازې یوه لاره ده او هغه داده چې دهغې اسلام څخه د برائت اعلان وکړئ چې د نقاب ، څادر ، پلو، ستر او ستاسې په نظر دداسې نورو سپکو او بې هوده شیانو حکم کوي . ځکه تاسې د ترقۍ او پر مختګ غوښتونکې یاست . تاسې ته تهذیب او تمدن په کار دې . نو تاسې ته هغه دین کله داتباع وړ دې چې ښځې د محفل او مجلس د شمعې کیدو څخه بندوي ، هغوې ته دحیا، پردې او عزت تعلیم ورکوي. د کور ملکه د کور نه پرته ، دهر سړي له پاره د ساعت تیرۍ د الې د جوړیدو څخه منه کوی . ښه نو په داسې مذهب کې «ترقي» له کومه شوه !!! دداسې دین د تهذیب سره څه اړیکې !!! ځکه د تهذیب له پاره خو اړینه ده چې ښځه …. نه ،لیډي صاحبه، د بیرون وتلو څخه دوه ساعته دمخه د ټولو مصروفیتونوڅخه ځان فارغ کړي او یوازې په خپل تزئین او ارایش کې مصروفه شي. خپل ټول جسم معطر کړي . د رنګ او موډ له اړخه او د اخري درجې جاذبوکالیو په اغوستنې او دمختلفو پاشونکو (Sprys) غازونو په واسطه د خپل مخ او غومبرو ښایست را تازه کړی او شونډی په ( لپ سټک ) باندې مزینې کړي ، د تورو وریځو لیندۍ جوړه او خمارې سترګې د غشو ویشتلو له پاره چمتوکړي . او کله چې ددې ټولو نخرو په وسله سنبال له کوره دباندې را ووځي نو شان یې داوي چې په خپله هره نخره د زړونو واګې دځان په لور را کاږي او دا اواز پورته کوي چې «ځاې همدغه ځاې دې » خو ددې سره یې بیا هم دځان ښودنې د ذوق تسکین نه پوره کیږی نو آئینه او دسینګار سامان تل د ځانه سره ګرځوي تر څو هر لږ ساعت وروسته په ښکلا او سنیګار کې دواقع شوې کمۍ تلافی وکړای شی.

لکه چې مونږ په وار وار ویلي چې د اسلام او غربي تهذیب په مقاصدو کې ډیر زیات توپیر دې او هغه وګړي سخت په غلطۍ کې دي چې د غرب له آنده داسلامې احکامو تعبیر او تشریح کوي. ځکه په غرب کې چې د شیانو د قدرو قیمت کوم معیار موجود دې نو د اسلام معیار د هغه نه بلکل مختلف دې .

هغه شیان چې غرب یې ډیر مهم او د ژوند هدف بولي د اسلام له آنده هغه هیڅ اهمیت او ارزښت نه لري اوهغه څه ته چې اسلام اهمیت ورکړي هغه دغرب له آنده بې ارزښته دي . اوس نو څوک چې د غربي معیار قایل دی نو هغوې ته داسلام هر څه د اصلاح او ترمیم وړ ښکاري . کله چې هغه داسلامي احکامو د تعبیر له پاره کیني نو دهغې په تحریفولو لاس پورې کړې او د تحریفولو وروسته یې هم په خپل عملی ژوندکې په هیڅ توګه نه پلې کوي . ځکه چې په هر قدم کې د قرآن اوسنتو تصریحات دهغه له پاره خنډونه را پیدا کوی .

دداسې وګړي له پاره دعملی لارو په جزئیاتو باندې د نظر کولو څخه مخکې دا کتل په کار دي چې دکومو مقاصدو او اهدافو له پاره چې دغه طریقي اختیار شوي هغه پخپله تر کومه ځایه د قبول وړ دي؟ او که چیرې هغه دمقاصدو سره اتفاق نه شي کولې نو دمقاصدو د حصول په لارو چارو باندې د بحث کولو او دهغې د مسخ کولو او تحریفولو هسې عبث زحمت ولې کاږي؟ ولې هغه دین نه پریږدي چې مقاصد او اهداف یې له یوه سره غلط ګڼي او که چیرې د هغې د مقاصدو سره اتفاق وي نو هغه بحث یوازې په دې کې پاته کیږی چې دهغه اهدافو او مقاصدو له پاره چې کومه طریقه خپله شوې ده هغه مناسبه او یا نا مناسبه ده او دغه بحث په اسانۍ سره پر مخ تلاې شی ، خو دا طریقه یوازې شریف او نیک خلک اختیارولې شی ، پاتې شو منافقین ، دوې د الله تعالې په مخلوق کې تر ټولو ارزل مخلوق دې ، دهغوې سره همدغه ښه ښکاریږی چې په یوه شي دعقدې درلودلو دعوی کوي خوپه حقیقت کې په بل شی باندې باور لري .

د نقاب او پردې په موضوع باندې چې څومره بحث اوڅیړنه کیږی هغه په حقیقت کې په همدغې نفاق باندې بنا ده . هغوې خپل ټول زور په دې مصرفوي چې داثابته کړي چې د پردې دغه اوسنې شکل داسلام څخه تر مخه ولسونو کې رایج و او د جاهلیت دغه میراث د نبي صلي الله علیه وسلم د زمانې نه ډیره موده وروسته په مسلمانان کې وویشل شو ، د قران یو څرګند آیت او د نبي صلي الله علیه وسلم ود وخت د یو ثابت شوي عمل او د صحابه رضې الله عنهم او تابعینو دتشریحاتو په مقابل کې دتاریخی څیړنو د ثابتولو ددغه زحمت د پورته کولو ضرورت څه دې ؟ یوازې په دې خاطر چې دژوندانه هغه اهداف چې د هغوې تر مخه وو او دي او یا هغه چې په غرب کې عام مقبولیت لری ؟ ددوې په ذهن کې د ترقۍ او تهذیب هغه تصور ناست دې چې دغرب څخه راوړل شوې. څرنګه چې د برقې اغوستل او د نقاب اچول د غربي تهذیب د مقاصدو خلاف دي او دهغې د تصوراتو سره هیڅ کله جوړ نه شي پیدا کولې نو په دې خاطر د تاریخي څیړنو په زور د هغه شي د له منځه وړلو هڅه کوي چې د اسلام په قانون کې ثبت دي ، دا ښکاره منافقت چې د نورو ډیرو مسایلو تر څنګ ددې موضوع په هکله هم کیږی ددې اصل علت همغه بې اصولي ، دعقل کمښت او داخلاقي جرئت نشتوالې دې چې مونږ یې مخته یادونه وکړه که داسې نه وای نو داسلام د پیروۍ ددعوې تر څنګ به یې د قران په مقابل کې د تاریخ ددرولو خیا ل هم په ذهن کې نه را ته ، یا خو به یې (که مسلمان پاتې کیدل یې غوښتل) خپل مقاصد د اسلام په مقصدونو باندې بدلول. ، او یا به په ډانګ پییلې توګه دهغه دین څخه جدا کیدل چې دهغوې د ترقۍ دمعیار له مخې دترقۍ مانع او خنډ دې .

هغوې چې د اسلامي قانون په اهدافو باندي پوهیږي او دهغې تر څنګ څه عام عقل(Common Sense) هم لري نو د هغوې له پاره په دې پوهیدل څه ستونزمن کار نه دې چې ښځو ته په ښکاره مخونو د وتلو عامه اجازه ورکول دهغې اهدافو په خلاف دي چې اسلام ورته دومره ارزښت ورکړې . د یوه انسان کوم شې چې بل انسان ډیر زیات اغیزمن کوي هغه دهغې مخ دې. د انسان پیدایشي ښایست یا په بل عبارت د انساني ښکلا تر ټولو لوې ښکارندوې دهغې مخ دې ، نظرونه یوازې دښکلي مخ په لور ګرځي ، جذبات تر ټولو زیات هماغه راپاروي ، د جنسي کشش تر ټولو قوې عنصر هماغه دې ، په دې خبرې د پوهیدو له پاره د رواني علومو ژورې کتنې ته هم اړتیا نه شته ، خپل زړه ته و وینئ ، د خپلو سترګو څخه فتوا واخلئ دخپلو روانی جذباتو جایزه واخلئ اووینئ ، د منافقت خبره پریږدئ. ځکه که منافق د لمر وجود هم د خپل مقصد په خلاف تصور کړي نو د ورځې په رڼا کې به ووایې چې لمر وجود هم نه لري ، خو که د صداقت نه کار واخلئ نو تاسې به په دې اعتراف وکړئ چې په جنسي کشش کې (Sex apeal) د جسم د ټولو ښایسته ځایو څخه د فطري ښکلاو ډیره برخه الله تعالې د مخ په جوړښت کې ایښې ده. که چیرې تاسې د کومې نجوني سره واده کول غواړئ نو تاسې هغه ووینئ او اخري پریکړه کوئ نو رښتیا ووایاست چې دکوم ځاې په کتلو به تاسې خپله پریکړه وکړئ ، دهغې د کتلو یو شکل دادې چې د مخ پرته نوره په مکمله توګه ستاسې تر مخ وي او دویم شکل دا کیداي شي چې یوازې خپل مخ تاسې ته په یوه کوچنۍ کړکۍ کې و ښایي .

ووایاست چې ددواړو شکلونو څخه به کوم شکل ته تاسې ترجیح ورکړئ ؟ رښتیا ووایاست چې ایا د ټول جسم په نسبت به د مخ حسن ستاسې نظر ځان ته نه را نه کاږي؟

ددې حقیقت د منلو وروسته مخته ولاړ شئ اووګورئ چې که په ټولنه کې د جنسې بې لاریو او دبې ځایه تحریکاتو مخنیوي هدف نه وي نو بیا د مخ معنې څه ده ؟ ایا تیونه ، مټان ، پنډۍ او ورنونه ټول ښکاره پریښول په کار دي ؟ لکه څرنګه چې نن په غربي تهذیب کې دي ، په دغه صورت کې د قیودو او حدودو د وضع کولو هغه اړتیا هم نه شته چې د حجاب داسلامي قانون په لړ کې یې تاسې تر اوسه مطالعه وکړه. خو که اصل خبره ددغه طوفان مخه نیوول وي نو ددې څخه به دحکمت خلاف بله ستره خبره نه وي چې د هغې د مخنیوي په خاطر وړو وړو دروازو ته قلفونه واچوئ او تر ټولو لویه دروازه بلکل پرانستې پریږدئ .

اوس تاسې پوښتلې شئ چې کله داسې ده نو اسلام په نا ببره حالاتو کې او داړتیاو په وخت کې د مخ د لووڅوولو اجازه ولې ورکړې لکه چې تاسې پخپله مخته بیا ن کړي دي ؟ ددې ځواب دادې چې د اسلام قانون غیر معتدل او یو اړخیزنه دې ، هغه که له یوه اړخه د اخلاقي ښیګڼو لحاظ کوي نو د بله اړخه د انسان د واقعي اړتیاو هم خیال ساتي او دهمدغې دواړو تر منځ یې په ډیر احتیاط سره توازن او تناسب جوړ کړې . هغه د اخلاقي فتنو مخنیوي هم کوي او تر څنګ یې په کوم وګړي داسې بندیزونه هم نه لګوي چې د هغې په اساس هغه خپلې ریښتونې اړتیاوې پوره نه کړاې شي . همدا علت دې چې هغې د ښځې له پاره دمخ او نقاب په هکله هغسې قطعي احکام نه دې ورکړې لکه څنګه یې چې دستر او د زینت د پټولو په خاطر ورکړي و . ځکه چې د ستر او زینت د پټوالې څخه د ژوندانه د اړتیاو په پوره کولو کې هیح ډول ستونزه نه راپیدا کیږی خو دمخ او لاسو تل پټوالې ښځې د خپلو اړتیاو په پوره کولوکې د ستونزو سره مخ کوي په دي خاطر دښځو له پاره عمومي لاره دا ټاکل شوې ده چې پرمخ دې نقاب یا پلو را ښکته کړي او په دې قاعده کې د (الا ماظهر منها ) د استثناء څخه دا اساني را پیدا کړل شوې چې که په حقیقت کې د مخ د ښکاره کولو اړتیا پیدا شي نو ښکاره کولایې شي په دې شرط چې د حسن ښودانه ترې مقصد نه وي بلکه د اړتیاو رفع کول ترې هدف وي او د بله اړخه چې دفتنې د خپریدو کوم خطرات شته دهغې مخنیوي یې په دې ترتیب سره وکړ چې د نارینه و له پاره یې د نظر د ټیټولو حکم وکړ تر څو چې که کومه با عفته ښځه د خپلو اړتیاو له پاره مخ ښکاره کړي نو دهغوې نظر پرې و نه لږیږي او هغې ته د قصدې لیدلو څخه ځان و وژغوري .

که د پردې په دغه احکامو تاسې فکر وکړئ نو تاسې ته به په ډاګه شی چې اسلامي پرده کوم جاهلي رسم نه دې بلکه یو عقلي قانون دې. جاهلي رسم یو جامد شئ وي په هغه کې چې کومې طر یقي په کوم شکل رواج و موند نو هغه په همغه حال پاته کیږي او تغیر په کې نه راځي. کوم شې چې یو ځل پټ کړل شې نو هغه د تل له پاره پټ پاته کیږی ، تاسې به په مرګ ویده شئ مګر د هغې را څرګندول به شوني نه وي . ددې پر خلاف په عقلي قانون کې نرم والې او ملایمت وي ،په هغې کې د حالاتو مطابق سختوالي او نرمولاې راتلاي شي او د موقع او ځاې په اعتبار سره دهغې په عامو قواعدو کې استثنایي صورت هم ایښودل کیداې شی ، دداسې قوانینو پیروې د ړندو په څیر نه کیږي ، بلکه د عقل او تمیز اړتیا ورته لیدل کیږي ، د پوهې او عقل پیروان پخپله پریکړه کولاي شي چې چیرته ددغې عامې قاعدې پیروي کول په کار دي ؟ او په کوم ځاې کې د قانون له آنده ریښتونې اړتیا شته چې د استثنایې حالاتو د رخصت څخه یې ګټه پورته کول روا دي . بیا هغه پخپله دا فکر کولاې شي چې په کوم ځاې کې د هغې د رخصت نه څومره ګټه وا خسل شي او د ګټې د اخیستلو په وخت کې د قانون دموخو څه ډول خیال و ساتل شي. په دې ټولو چارو کې د یوه نیک نیته مؤمن زړه تر ټولو ښه مفتي کیدای شې .

لکه څنګه چې نبې کریم صلي الله علیه وسلم فرمایلي:

[استقت قلبک ] او [دع ما حاک في صدرک] ( د خپل زړه نه فتوا واخله او د کوم شي په اړه چې دې زړه کې شک پیدا شي هغه پریږده .)

همدا علت دې چې د اسلام سهي پیروي د جهالت او ناپوهۍ سره نه کیږي . دا عقلي قانون دې او د هغې د پیروۍ له پاره په هر قدم کې د شعور اوپوهې اړتیا ده .

بیرون ته د وتلو قوانین :

د لباس او ستر د حدودو د ټاکلو وروسته چې د ښځو په هکله کوم اخري حکم راغلي هغه داې :

[و قرن في بیوتکن و لاتبرجن تبرج الجهیلة الاولې….. «الاحزاب ۳۳»]

( په خپلوکورونو کې د عزت او وقار سره ناستې اوسئ او د جاهلیت د زمانې په څیر په ځان جوړولو او ښایسته کولو بهر مه اوځئ. )

.[و لایضربن بأرجلهن لیعلم ما یخفین من زینتهن ….] «النور ۳۱»

(او د تګ په وخت کې دې خپل پښې په ځمکه نه وهي ترڅو هغه زینت چې یې پټ کړې را څرګند شی . )

[فلا تخضعن بالقول فیطمع الذي في قلبه مرض ]

( په پسته او نرمه ژبه داسې خبری مه کوئ چې دکوم وګړي په زړه کې که نارروغي «خرابي » پرته وی ، در څخه طمع پیداشي )

د «وقرن» په قرائت کې اختلاف دې ، د مدیني عامو قاریانو او ځینې کوفیانو د قاف په فتح (َ)سره لوستې دې چې مصدر یې «قرار» راځي په دې اساس یې ژباړه داسې هم کیږي : « په خپلو کورنو کې قرار و نیسئ یا ناستې اوسئ » خو د بصري او کوفی نورو قاریانو قاف په کسر(ِ) سره لوستې چې مقصد یې ترې و قار دې نو په دې اساس ژباړه یې دا ډول کیږی : « په خپلو کورنو کې د وقار او عزت سره ناستې اوسئ »

د «تبرج» دوه معناوې دي یو د زینت او محاسنو را څرګندول اودویم دتګ په وخت کې ناز او نخرې کول ، کاږه واږه او په مستۍ سره تلل ، خپل امیل د سر ټیګه ، غوږوالۍ او غاړه ښکاره کول. یعنې داسې تګ چې یو ډول داد ترې را څرګندیږي . په دې آیت کې دواړه معناوې ترې اخستل شوي .په لمړنې جاهلیت کې به ښځې ښه په ډول او سینګار سره راوتلې لکه چې اوس د نوي جاهلیت په دور کې هماغسې راوځي ، اوبیا به یې تګ هم قصدا هماغسې کاوه چې هر قدم یې د ځمکې په سر نه بلکه دلیدونکو په زړونو باندې ایښوده . یو مشهور تابعې او دقران مفسر قتاده بن دعامه وایې [ ددې حالت د پوهیدو له پاره کوم تاریخي بیان ته اړتیا نه شته کومې داسې ټولنې ته ولاړ شئ چې غربي ډوله ښځې هلته تګ راتګ کوي ].

د لمړي جاهلیت د تبرج حال تاسې هملته په خپلو سترګو کتلای شئ . اسلام دهغه نه منه کړې هغه وایې چې تر هر څه لمړۍ ستاسې د قیام او اوسیدو ځاې ستاسې کور دې د کورنه بهر د مسؤلیتونو څخه تاسې په دې خاطر خلاصې کړل شوي یاست چې تاسې په سکون او وقار سره په خپلو کورونو کې ناستې اوسئ او دکورني ژوند فرائض ادا کړئ خو که چیرې اړتیا پیدا شي نو دکور نه بهر وتل هم ستاسې له پاره روادي . خو د وتلو په وخت کې به دخپل عصمت لحاظ ساتئ چې نه ستاسې په کالیو کې داسې کشش وي چې د نارینه و سترګې ستاسې په لور متوجه کړي او نه د حسن دښکاره کولو له پاره تاسې دداسې بې صبرۍ نه کار واخلۍ چې په لاره د تللو په وخت کې کله مخ را لوڅ کړئ او کله لاسونه را بربنډ اود نمایش له پاره جوړ کړئ او نه په تګ کې کومې داسې نخرې وکړئ چې سترګې پخپله تاسې واخلي . داسې زیورات هم مه اچوئ چې اواز یې د نورو د راجذبیدو سبب ګرځي . هو ! که چیرې د خبرو اړتیا راغله نو خبرې کوئ خو د خوند نه د ډک اواز د راویستلو هڅه مه کوئ. ددغه اصولو او قواعدو په نظر کې نیولو په اساس تاسې دخپلو اړتیاو د پوره کولو له پاره بیرون وتلائ شئ .

دا وه د قرآن تعلیم او ښوونه . راځئ چې اوس په حدیثو نظر واچوو او وګورو چې نبي کریم صلي الله علیه وسلم د همدغې ښوونې مطابق د ښځو له پاره په ټولنه کې کومې لارې ټاکلي دي او صحابه کرامو رضی الله عنهم اجمعین او دهغوې بیبیانو په هغه څه ډول عمل کړې دې .

دضرورت له پاره دکوره څخه د وتلواړتیا:

په حدیث شریف کې راغلي دي چې د حجاب د احکامو دنازلیدو تر مخه د سیدنا عمر رضي الله عنه د رسول الله صلې الله علیه وسلم څخه غوښتنه وکړه چې یا رسول الله ! د خپلو بیبیانو له پاره پرده و ټاکئ !

یو ځل ام المؤمنین سیدة سوده رضی الله عنها بنت زمعه د شپې بیرون را ووتله حضرت عمرر رضي الله عنه هغه وکتله او ور غږ یې کړ چې سوده ! مونږ ته و پیژندلې ، دهغې څخه دهغه مقصد داو چې څه ډول دکورنو څخه دښځو وتل منه کړل شي .

ددې وروسته چې د حجاب احکام نازل شول نو سیدنا عمر رضی الله عنه پرې خوشحاله شو ، هغه به ښځې دکورنو څخه په را وتلو ترټلې ، یو ځل بیا سیدة سودة رضی الله عنها سره هماغسې پیښه تکرار شوه ، هغه دکوره را ووتله او سیدنا عمر رضی الله عنه ورته په قهر شو . هغې سیدنا رسول الله صلي الله علیه وسلم

ته شکایت وکړ نو نبي اکرم صلي الله علیه وسلم ورته ووفررمایل : [قد اذن الله لکم ان تخجن لحووائجکن…] ( الله تعالې تاسې ته د خپلو اړتیاو په خاطر دکورو نه د وتلو اجازه درکړې ) ددې نه څرګنده شوه چې د «وقرن في بیوتکن » دحکم قرآني اهداف دا نه دی چې ښځې دې د کور د حدودو څخه هیڅکله هم خپلې پښې بیرون نه ږدی ، د اړتیاو او ضرورتونو په خاطر دهغوې د بیرون وتلو له پاره پوره پوره اجازه ورکړل شوې خو دا اجازه نه غیر مشروط ده او نه غیر محدود.

ښځو ته ددې اجازه نه شته چې په پوره ازادۍ سره چیرته یې چې خوښه وي و ګرځي او د سړیو په غونډو کې یې چې چیرته زړه و غواړی ګډون وکړي . د حالاتو او اړتیا و څخه دشریعت مقصد هغه حاجات او اړتیاوی دي چې د هغه له رویه وتل او بیرون کار کول د ښځو له پاره حتمې وي . ښکاره ده چې د ټولو ښځو له پاره په ټولو وختونو کې د راوتلو او نه راوتلو او په هر وخت کې دهغې درخصت او نه رخصت حدود ټاکل ممکن نه دي خو شارع چې د ژوند په عامو حالاتو کې دښځو د رواتلو له پاره کوم اصول ټاکلي او د حجاب په حدودو کې یې لږ څه زیاتوالې یا کموالې کړې د هغې څخه د اسلامي قانون د روح او دهغې د رجحان اندازه کیداې شي چې د هغې دتوضیح له پاره مونږ د مثال په توګه څو موضوعات تر څیړنې لاندې نیسو .

مسجد ته د تللو اجازه او دهغې حدود:

دا په ډاګه ده چې په اسلام کې تر ټولو مهم فرض لمونځ دې او د لمانځه له پاره په مسجدکې حاضریدل او په جَمعه لمونځ کولو ته ډیر اهمیت ورکول شوي دې . خو د جَمعې د لمانځه له پاره چې کوم احکام د سړیو له پاره دی دهغې برعکس د ښځو له پاره هغه لمونځ افضل او غوره ګڼل شوې چې په کور کې اود خلوت او تنهایې په حال کې اداء کړاې شي . امام احمد رحمة الله او طبراني د ام حمید ساعدیه څخه یوحدیث را نقل کړې او لیکلي یې دي چې :

[ قالت یا رسول الله صلي الله علیه وسلم آتی احب الصلوة معک قال قد علمت صلتک فی بیتک خیر لک من صلاتک فی حجرتک خیر من صلوتک فی دارک وصلوتک فی دارک خیر من صلوتک فی مسجدک وصلوتک فی مسجدک خیر من صلوتک فی مسجد الجمعة].

( هغې عرض وکړ ، اې د الله رسوله ! زړه می غواړي چې له تاسره یو ځاې لمونځ ادا کړم . ورته یې و فرمایل ماته معلومه ده مګر( دکوټې ) په یوه کونج کې لمونځ کول تاته د هغه نه غوره دي چې ته پخپله حجره کې لمونځ وکړې او په حجره کې لمونځ کول تا ته د هغه نه غوره دي چې ته ېې د کور په انګړ کې وکړې او د کور په انګړ کې لمونځ کول تاته د هغه نه غوره دي چې ته یې د کلي په مسجد کې وکړې او دکلي په مسجد کې لمونځ کول تاته دهغه نه غوره دي چې ته یې په جامع مسجد کې ادا کړې .

[ ….ښځې ته چې په دومره خلوت کې د لمانځه د داد کولو هدایت دکوم مصلحت په اساس ورکړل شوې دې هغه پخپله ښځې ښه درک کولاې شی . په میاشت کې څو ورځې داسې را ځي چې ښځې ته په کې مجبورا د لمانځه پریښوول په کار دي او په دې ډول هغه خبره راڅرګندیږي چې یوه حیاناکه ښځه یې خپل پلار او ورنو ته هم د ویلو څخه شرم محسوسوي . ډیرې ښځې دهمغې شرم په واسطه د لمانځه پریښوونکې کیږی ، شارع دهغه خبره محسوس کړې هدایت یې کړې چې په پټه او په پوره تنهایي سره په یوه کونج کې خپل لمونځ اداء کړي تر څو چې هیچا ته دا نه وي معلومه چې ته څه وخت او چیرته لمونځ کوې او څه وخت یې نه کوې . خو دا یواځې هدایت دې ، تاکید او حکم نه دې ، ښځې په کورونو کې ځّانته جماعت درولاې شي او ښځه د هغوې امامت کولاې شي .

[ ام ورقه بن نوفل ته سیدنا رسول الله صلي الله علیه وسلم اجازه ورکړې وه چې د ښځو امامت دې کوي «ابوداود» د دار قطني او بهیقي روایت دې چې عایشې رضی الله عنها به د ښځو امامت کاوه او د صف په منځ کې به دریده او لمونځ به یې ورکاوه . ددې څخه دا را په ډاګه کیږی چې کله چې کومه ښځه د ښځو د جماعت امامت کوي نو هغه دامام په څیر د صف نه مخته نه بلکه د صف په منځ په دریدو سره دغه دنده تر سره کولې شی . ] په همدغه مضمون په ابوداود کې یو حدیث د ابن مسعود ر ضی الله عنه څخه روایت شوې دې چې په کې سیدنا محمد صلي الله علیه وسلم فرمایلي دي:

[ صلوة المراة فی بیتها افضل من صلوتها فی حجرتها و صلوتها فی مخدعها افضل من صلوتها فی بیتها «باب ماجاء فی خروج»

( ښځې ته په خپل کور کې د لمونځ کولو څخه دا غوره او بهتره ده چې په خپلې کوټې کې لمونځ وکړي او هغې ته په هغه خپل پټ ځاې کې لمونځ کول په کور کې د لمونځ د ادا کولو څخه غوره دي )

ګورئ دلته ترتیب بلکل سرچپه دې ، د نارینه و له پاره تر ټولو ادنې درجه لمونځ هغه دې چې په تنهایې کې یې وکړې او تر ټولو ښه ورته هغه دې چې د لوې او سترې جَمعې سر ه یې ادا کړي . خو د ښځې له پاره په ډیر زیات خلوت او یوازیتوب کې لمونځ تر هر بل لمونځ بهتره دې او دغه پټ لمونځ ته نه یوازې د جماعت په لمانځه ترجیح ورکړل شوې بلکه دهغې لمانځه څخه ورته نور هم افضل ویل شوي دي چې د هغې څخه د مسلمان لپاره بل ستر نعمت نه شته . یعنې د نبوي مسجد دهغه جماعت څخه هم ، چې امام یې په خپله د انبیاو امام محمد صلي الله علیه وسلم و. اخر ددې توپیر او امتیاز علتونه څه دي ؟ همدا دې که نه چې شارع د ښځې د بیرون راوتل نه خوښوي او په جماعت کې یې دښځو او نرود خلط کیدو څخه مخنیوي کړې خو لمونځ یو مقدس عبادت دې او مسجد یو مقدس ځاې . حکیم شارع د جنسونو د اختلاط نه د مخنیوي په خاطر د خپلې خوښې څرګندونه د فضیلت او نه فضیلت په توپیر سره په ډاګه کړې خو دداسې پاکیزه کار له پاره یې داسې پاک ځاې ته دښځو د راتګ مخنیوې نه دې کړې . په حدیث کې چې دغه اجازه په کومو الفاظو سره راغلي هغه د شارع په بې مثله حکیمانه شان باندې دلالت کوي فرمایی :

[ لا تمنعوا اماء الله مساجد الله اذا استاذنت امراة احدکم الی المسجد فال یمنعها« بخاري و مسلم »]

( د الله تعالې بندګانې «ښځې » د الله تعالې مسجدونو ته د ورتلو څخه مه منه کوئ کله چې ستاسو څخه دکوم یوه بیبي مسجد ته د تللو اجازه وغواړی نو تاسو هغوې مه منه کوئ.

[لاتمنعوا نساءکم المساجد و بیوتهن خیر لهن «ابوداود»]

( خپلې ښځې مسجدونو ته د تللو څخه مه منه کوئ خو دهغوې کورونه د هغوې له پاره ډیر غوره دي .) ددې الفاظو څخه دا په ډاګه کیږی چې شارع خو ښځې مسجدو ته دتللو څخه نه منه کوی ځکه چې مسجد ته د لمانځه له پاره تګ څه بدکار نه دې چې ناروا ورته وویلې شي خو مصالح ددې غوښتنه نه کوي چې په مساجدو کې د نر او ښځو جماعت یو ځاې ودریږي .په دې اساس هغوې ته یې د ورتللو اجازه خو ورکړې خو دایې نه دې ویلې چې ښځې مسجدونو ته ولیږئ ، یا یې د خپلو ځانونو سره راوړئ بلکه یوازې همدومره یې ویلي دي چې که چیرې هغوې افضل لمونځ پریږدي او د ادنې لمونځ له پاره مسجد ته راځي او ددې له پاره اجازه وغواړي نو مه یې منه کوئ . سیدنا عمر رضی الله عنه چې د اسلام د روح ډیر راز پیژندونکې و د شارع دغه حکمت یې ښه پیژ انده لکه چې په موطا کې راغلي دي چې د هغه ښځه عاتکه بنت زید به تل دهغه سره په جنجال کې وه . امیر المؤمینین عمر رضی الله عنه نه غوښتل چې هغه دې مسجد ته ولاړه شی خو هغې به په تللو اصرار کاوه کله به چې هغې اجازه غوښتله نو هغه به په سهي ډول په نبوي حکم عمل کاوه او خاموشه به پاته کیده . مقصد به یې داو چې زه تانه منه کوم خو په ډانګ پییلې توګه به یې اجازه هم نه ورکوله .

او هغه به هم په خپله خیره پښه ولاړه وه ، ویل به یې په الله تعالې سوګند چې زه به ځم ، تر هغې چې په څرګندو الفاظو باندې منه نه کړل شم [ … دا یوازې دعمر رضی الله عنه د ښځې حال نه و ځکه په نبوې دور کې ډیرې زیاتې ښځې د جمعې د لمانځه له پاره مسجد ته تللې . په ابوداود کې راغلي چې په نبوي مسجد کې به زیات وخت د ښځو دوه دوه صفونه جوړیدل . ]

مسجد ته دتللو شرایط:

مسجد ته د تللو سره څو شرائط هم ټاکل شوي دي دهغوې څخه لومړی شرط دادې چې ښځې دې د ورځې په وختونو کې مسجد ته ولاړې نه شی . بلکه یوازې په هغو لمونځونو کې دې ګډون وکړي چې په تیاره کې اداء کیږي یعنې د ماسختن او سهار لمونځونه :

[ عن ابن عمر رضی الله عنه قال قال رسول الله صلي الله علیه وسلم ائذنوا للنساء بالیل الې المساجد «ترمذي»]

( د ابن عمر رضی الله عنه نه روایت دې چې رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل چې : د شپې په وخت کې ښځوته اجازه ورکړئ چې مسجدونو ته ولاړې شي. )

[قال نافع مولی ابن عمر کان احتصاص الیل بذالک لکونه استرو اخفی ]

( دسیدنا عمر رضی الله عنه شاګرد نافع وایي چې د شپې تخصیص یې په دې خاطر ورکړې چې د شپې په تیاره کې په ښه توګه پرده خوندي پاته کیږي )

[ عن عایشة رضی الله عنها قالت کان رسول الله صلي الله علیه وسلم لیصلی الصبح فینصرف النساء متلففات بمروطهن مایعرفن من الغلس ]

( سیدة عایشة رضی الله عنها فرمایی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د سهار لمونځ په داسې وخت کې کاوه چې ښځې به د لمانځه وروسته په خپلو څادرونو کې داسې را تاوې وې چې په تیارې کې به نه پیژندل کیدې . )[ د تر مذي په یوه حدیث کې دا هم راغلي چې د لمانځه د ادا کولو وروسته به نبې اکرم صلی الله علیه وسلم او ټول نارینه لمونځ کونکې تر هغې ناست پاته کیدل تر څو به چې ښځې په مکمله توګه نه وې را وتلې .] دوېم شرط یې دادې چې مسجد ته به د زینت سره نه را ځی او نه به د راتګ په وخت کې خوشبوي استعمالوي . عایشة رضی الله عنها فرمایې چې یو ځل رسول الله صلی الله علیه وسلم په مسجد کې ناست و چې د مزینه د قبیلې یوه ډیره سینګار کړل شوې ښځه د نازو نخرو سره راغله ، نو نبي کریم صلی الله علیه و سلم سمدستي و فرمایل چې:

اې خلکو ! خپلې ښځې د زینت ، سینګار او نازو او نخرو سره مسجد ته د را تللو څخه منه کړئ « ابن ماجه باب فتنه النساء»

دریم : د خوشبوي په هکله فرمایې چې په کومه شپه چې تاسې په لمانځه کې د شرکت له پاره راځئ نو په هغې شپه د راتګ په وخت کې هیڅ ډول عطر مه استعمالوئ بلکه په ساده لباس کې راشئ هغه ښځه چې عطر استعمالوي او لمانځه ته راشي نو دهغې لمونځ نه کیږي «موطا باب خروج النساء الی المساجد»

څلرم شرط دادې چې ښځې دې د سړیو په صفونو کې ځان نه ورګډوي او نه دې مخکې صفونو کې دریږي هغوې باید د سړیو د صفونو وروسته و دریږي لکه چې فرمایي:

[ خیر صفوف الرجال اولها او شرها اخرها و خیر صفوف النساء اخرها و شرها اولها ]

( د نارینه و له پاره بهترین صف لمړۍ صف دې او بدترین صف وروستې صف دې او د ښځو له پاره بهترین مقام په اخري صفونو کې او بدترین مقام په لمړیو صفونو کې دې )

دجماعت د لمانځه په هکله سیدنا رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه قاعده ټاکلې ده چې: ( ښځې او نردې په یوه ځاې په ګډ دریدو سره لمونځ نه ادا کوي که څه هم هغه میړه او ښځه او یا مور او زوې هم وي .)

د انس رضی الله عنه وینا ده چې زما نیا ملیکه رضی الله عنها سیدنا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته میلمستیا وکړه له خوراک او څښاک وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه له پاره و درید زه او یتیم « دا غالبا چې د سید انس رضی الله عنه د ورور نوم دې » د محمد صلی الله علیه وسلم پسې وروسته ودریدو او زمونږ نیا ملیکه رضی الله عنا زمونږ نه وروسته د ودریدا « ترمذي»

د سیدنا انس رضی الله عنه څخه یوبل روایت دې چې فرمایې رسول الله صلی الله علیه وسلم زمونږ کور کې لمونځ ادا کړ زه او یتیم د هغې پسې و دریدو او زمونږ مور ام سلیم رضی الله عنها زمونږ پسې وروسته ودریده « بخاري »

د ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دې چې یو ځل رسول الله صلي الله علیه و سلم د لمانځه له پاره راپورته شو زه دهغې تر څنګ و دریدم او بي بي عایشة رضی الله عنها زمونږ پسې و دریده « نسایي باب موقف الامام اذا کان معه صبی او امراة »

پنځم شرط دادې چې ښځې دې په لمانځه کې اواز نه پورته کوی قاعده دغسې ټاکل شوې چې که چیرې امام څه اشتباه وکړي نو دهغې دتنبیه کولو له پاره سړې سبحان الله وایې او ښځې دې لاس و ټکوي «بخاري»

ددې ټولو حدودو او قیودو تر څنګ چې کله سیدنا عمر رضی الله عنه ته په مسجد کې دښځو ا و نرو د خلط کیدو اندیښنه پیدا شوه نو هغې مسجد کې دښځو له پاره یو ځانته دروازه ولګوله او سړې یې په هغې دروازې د تللو څخه منه کړل « ابو داود باب اعتزال النساء لې المساجد عن الرجال ».

په حج کې دښځو له پاره اصول :

د اسلام دویمه ستره ټولنیزه فریضه د حج تر سره کول دي. دا د نارینه و په څیر په ښځو هم فرض دې مګر د امکان تر حده یي ښځې د طواف په وخت کې د نارینه و سره له ورګډیدو څخه منه کړی دي په بخاري کې د عطار څخه روایت دې چې په نبوي دور کې به ښځو د نارینه و سره یو ځاې طواف کاوه خو یوله بله سره به یې له ورګډوډیدو څخه ځان ژغوره «باب طواف النساء»

په فتح الباري کې د ابراهیم نخعي څخه روایت دې چې سیدنا عمر رضی الله عنه به د طواف په وخت کې دښځو او نرو د ګډو ډیدو څخه مخنیوي کاوه ، یو ځل هغه رضی الله عنه یو سړې دښځو په ډله کې وکوت نو ویې نیوه او په دُرّو یې وواهه « فتح الباري دریم ټوک ۳۱۲م مخ»

په موطا کې راغلي چې عبد الله بن عمر رضی الله عنه به خپله ښځه او کوچنیان د مزدلفي څخه وختي منی ته لیږل ترڅو چې د خلکو د راتګ تر مخه د سهار د لمانځه او رَمي (شیطان ویشتلو ) څخه فارغه شي . همدا راز د سیدنا ابوبکر رضی الله عنه لور اسماء ر ضی الله عنها به د سهار په تیاره کې منې ته تشریف یوړ ځکه چې د نبې کریم صلی الله علیه وسلم په عهد کې د ښځو له پاره همدغه دستور و « موطا ابواب الحج باب تقدیم النساء والصبیان »

د جُمعې او اخترونو په لمونځونو کې د ښځو ګډون :

په اسلام کې چې څومره اهمیت د جُمعې او اخترونو لمونځونه لري هغه بیان ته اړتیا نه لري ، دهغې د اهمیت په نظر کې نیولو په اساس شارع ددې غونډو له پاره په ځانګړې توګه هغه شرط له منځه وړي چې په عامو لمونځونوکې یې پر ښځو عاید کړې و . یعنې دا چې دورځې دې په جماعت کې نه شریک کیږی که څه هم د جَمعې لمانځّه له پاره دغه ډول صراحت شوې چې ښځې د جَمعې د فرضیب څخه مستثنی دي « ابوداود باب الجمعة »

په اخترونو کې هم دښځو ګډون ضروري نه دې خو که هغوې غواړي نو د جُمعی د لمونځونو د نورو شرایطو دپه نظر کې نیولو سره په دغو لمونځونو کې هم ګډون کولې شي . د حدیث څخه دا ثابته ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به پخپله خپلې بیبیانې د اخترونو د لمونځونو له پاره بوتللې .

[عن ام عطیة قالت ان رسول الله صلی الله علیه وسلم کان یخرح الا بکار و العواتق و زوات الخدور و الحیض فی العیدین فاما الحیض فیعترلن المصلی و یشهدن دعوة المسلمین « ترمذي . باب خروج النساء فی العیدین»

د ام عطیه رضی الله عنها څخه روایت دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به ځوانې او پیغلي نجوني اوپه کور کې ناستې او په میاشتنۍ ناروغتیاو ککړې ښځې هم په اخترونو کې له ځان ه سره لمانځه ته وړلې. کومې ښځې به چې د لمانځه وړ وي هغوې به لمونځ کاوه او کومې به چې د لمانځه وړ نه وې نو هغوې به په ځانته ځاې کې ناستې وې اوپه دعاکې به یې ګډون کاوه .)

[عن ابن عباس رضی الله عنه ان النبی صلی الله علیه وسلم کان یخرج بناته و نسائه فی العیدین « ابن ماجه ، با ب خروج النساء فی العیدین»

( د ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دې چې نبې کریم صلی الله علیه وسلم به خپلې لوڼي او بیبیانې د اخترونو لمونځو نو له پاره له ځانه سروه بوتلې .)

د قبرونو زیارت او د جنازې په لمونځونو کې ګډون :‎

د یوه مسسلمان د جنازې په لمانځه کې ګډون کول کفایي فرض دې او د هغې په اړوند چې کوم تاکیدې احکام راغلي د پوهو خلکو څخه پټ نه دي خو دا ټول د نارنیه و له پاره دي . ښځې یې په جنازو کې د ګډ‌ون څخه منه کړې دي ، که څه هم په دې ممانعت کې سختي نه شته او کله کله یې اجازه هم ورکړې خو د شارع دارشاداتو څخه په ډاګه کیږي چې په جنازو کې د ښځو ګډون کول د کراهت نه خالي نه دي. په بخاري کې د ام عطیه رضی الله عنها څخه روایت دې چې:

[نهینا عن اتباع الجنائز و لم یعزم علینا] «باب اتباع النساء الجنازه »

( مونږ یې د جنازو سره دتللو څخه منه کړي یو خو په سختۍ سره نه )

په ابن ماجه او نسایي کې روایت دې چې رسو ل الله صلي الله علیه وسلم په یوې جنازې کې شریک و او یوه ښځه په نظر راغله ، سیدنا عمر رضی الله عنه هغه ورټله ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :[یا عمر دعها]( اې عمره! پریږده یې !)

په ډاګه ده چې دا ښځه به د مړي د خپلوانو څخه وه ،او د غم د ډیروالي په خاطر به د جنازې سره تلله ، نبې کریم صلي الله علیه و سلم د هغې د جذباتو او احساساتو مراعات وکړ او سیدنا عمر رضی الله عنه یې د هغې د ترټلو نه منه کړ.

دقبرونو دزیارت کولو هم هدغه حال دې ،ښځې ډیرې نرم زړې وي ، د خپلو مړو خپلوانو غم د هغوې په زړونو کې ډیر وي نو د هغوې جذبې او احساسات په مکمله توګه تر پښو لاندې کول د شارع له نظره درست کار نه دې خو دایې په ډانګ پيیلې فرمایلې چې قبرونو ته د ښځو ډیر زیات ورتلل منه دي .

ترمذي کې د ابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دې چې :

[ لعن رسول الله صلی الله عیله وسلم زوارات القبور ] « باب ماجاء فی اکراهیة زیارة القبور »

( رسول الله صلی الله علیه وسلم قبرونو ته ډیرې زیاتې ورتلونکو «ښځو » باندې لعنت ویلې دې . )

سیدة عایشه رضی الله عنها د خپل ورور عبدالرحمن بن ابی بکر قبر ته ولاړه او ویې ویل :[ والله لو شهدتک مازرتک ] ( په الله سوګند که چیرې زه ستا د وفات په وخت کې موجوده واې نو اوس به ستا د قبر زیارت ته نه واې راغلې«ترمذي باب ماجاء فی زیارت القبور للنساء»)

د انس بن مالک رضی الله عنه څخه روایت دې چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم یوه ښځه د قبر تر څنګ ناسته په ژړا و لیده نو هغه یې منه نه کړه بلکه یوازې یې دا ورته وویل چې [ اتقي الله و اصبري ] (د الله څخه وویریږه او صبر وکړه )

په دې احکامو غور وکړئ « لمونځ یو مقدس عبادت دې ، مسجد یو پاک مقام دې، په حج کې انسان د ډیرو پاکو فکرونو سره د الله تعالې په دربار کې حاضریږي . قبرونو ته په ورتګ او جنازه کې د حاضریدو څخه د انسان مخې ته د مرګ فکر ار ژوندې کیږي او د غم او الم وریځې پرې خپریږي ، دا ټولې هغه پیښې او فرصتونه دي چې جنسي جذبات په کې بلکل له منځه تللې وي او که پاته هم وي نو د نورورپاکو جذباتو تر اغیز لاندې راځي . خو ددې تر څنګ بیا هم شارع په دغسې ټولنو او غونډو کې د نارینه و او ښځو ګډوډ او خلط کیدل نه خوښوي ، د ځاې ، موقع ، داهدافو د پاکوالي او د ښځو د جذباتو د رعایت په ساتلو سره خو هغوې ته د وتلو اجازه ورکړل شوې او په ځینو وختونو کې یې پخپله له ځانه سره وړي خو د حجاب له پاره یې دومره بندیزونه پرې لګولي تر څو د فتنې د راپیدا کیدو ډ‌یر لږ احتمالات هم پاته نه شي ، بیا د حج نه اخوا د ټولو نورو اموراتو په هکله یې فرمایلې چې په هغوې کې دښځو ګډون نه کول ډیر غوره دي .دکوم قانون چې دغسې رجحان وي ایا تاسې د هغې څخه دا توقع او امید کولې شئ چئ هغه دې په مکتبونو او لیسو کې ، په دفترونو اوکارخانو کې ، په پارکونو او تفریح ځایو کې، په تیاترونو او سینماګانو کې ، په قهوه ځایو او نڅا ځایونو کې او …. د نر او ښځو اختلاط ته اجازه ورکړي ؟

پاته په درویشتمه او اخري برخه کې ولولئ….