کور / تازه خبرونه / كندهاركې پوليسوپركوچنۍ ماشومي دتيري په تور يوتن ونيو

كندهاركې پوليسوپركوچنۍ ماشومي دتيري په تور يوتن ونيو

دکندهارپوليسوپه لويه وياله سيمه کې يوتن پرېوې ماشومي انجلۍ باندې دجنسي تيري په تورنيولى .
داپه تيره يوه مياشت کې په کندهارکې دوهمه ورته پېښه ده چې رامنځ ته کيږي .
تردې مخکې دښارپه ( ده خټي )سيمه کې هم دورته پېښي په توريو٥٥ کلن کس پوليسونيولى وو.
دکندهارپوليس چارواکې وايې چې تورن کس يې لمړى دانجلۍ دموردشکايت پربنسټ نيولى اوترصحي معايناتوورسته جوته سوه چې تورن کس پرماشومي انجلۍ جنسي تيرى کړى .
دکندهاردامنيې قومندانۍ مرستيال سمونوال محمدشاه فاروقي په يوه خبري ناسته کې ماشومه انجلۍ اوتورن کس خبريالانوته وښودل .
دنوموړي په خبره چې تورن کس ٢٢ کاله عمرلري اوماشومه انجلۍ ١٠ کلنه ده چې دلويې ويالې په لسمه حوزه کې دواړه په ګاونډکې ژوندکوي .
دامنيې قومندانۍ مرستيال زياته کړل چې دوى خپل تحقيقات بشپړه کړي اوموضوع به څارنوالي ته معرفي کړي .
بلخوادزيان مني سوي انجلۍ موروايې چې دوى ديوې غريبي کورنۍ غړي دي اوله عدلي ارګانونوڅخه غوښتنه کوي چې دپېښي دقيقه پلټنه وکړي اومجرم ته سخته قانوني سزاورکړي .
داه په کندهارکې پرماشومانودتيري دوهمه پېښه ده چې رامنځ ته کيږي .
تردې مخکې دکندهار ښارپه (ده خټي )سيمه کې هم يو٥٥ کلن کس پريوې ماشومي انجلۍ دجنسي تيري په تورپوليسونيولى وو.
دبشري حقونوچارواکو پرکوچنيانودجنسي تيري دقضيوپه اړه خپله اندېښنه ښودلې اوپرعدلي ادارويې ږغ کړى چې دماشومانوله حقونوڅخه دسرغړاوي پېښي جدي وپلټي اومجريمين يې ترقانوني مجازاتولاندې راولي .