کور / تازه خبرونه / كندهارۍ مېرمنو دڅلورم روژه ماتې دخونړۍ پېښي پرځاى وير وكړ

كندهارۍ مېرمنو دڅلورم روژه ماتې دخونړۍ پېښي پرځاى وير وكړ

د كندهار د وروستۍ خونړۍ چاودنې وير ځپلو مېرمنو د يوه احتجاجيه لاريون په ترڅ كې جګړه په كلكه وغندله او د سولې غوښتونكې سوې.
په دغه لويه چاودنه كې، چې د روژې پر څلورمه د روژه مات پر مهال وسوه، دري څلوېښت ملكي خلك ووژل سول او اويا نور ټپيان سول.
لسګونه وير ځپلې مېرمنې، چې په دغه خونړۍ چاودنه كې يې د كورنۍ غړي له لاسه وركړي وو، نن د چاودنې په سيمه كې د احتجاج په توګه واټونو ته راوتلې وې.
دغو مېرمنو، له ژړا څخه په ډك ږغ دغه ناځوانمردانه پېښه په كلكه وغندله او دا يې يو بې ساري غيرانساني او غيراسلامي عمل وباله.
لاريون كوونكو د سولې په پلوۍ او د جګړې پر ضد شعارونه وركړل، وروستۍ چاودنه يې وغندله او عاملينو ته يې د درنې سزا غوښتنه وكړه.
د لاريون كوونكو مېرمنو څخه يوې مېرمنې، چې په لوړ ږغ يې ژړل او سر به يې كله لوڅ او كله پټ كړ، وويل چې دا څه حال دى، ټول ځوانان يې ولاړل يا شهيدان او يا هم معيوبين سول.
يوې بلې مېرمنې وويل چې دوى نور سوله غواړي، جګړه او ناارامي نه غواړي، ځكه نااراميو او چاودنو له هر څه بې برخې كړي او د نه زغمونكي وير پر ټغر يې كښېنولې دي.
له دغومېرمنوڅخه يې زياتره په روحي ناروغۍ اخته سوي
د طالبانو په شمول هېڅ يوې ډلې د دغې خونړۍ چاودنې مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.
كه څه هم ددغې پېښې دڅېړنې په موخه له پلازمېني څخه دكورنيوچارودوزيرپه مشرۍ يوه پلاوى كندهارته سفروكړخولايې دپېښي جزيات ندي په ډاګه كړي