کور / سياسي / د افغانستان حالات خطرناک خو ګټندوی دي

د افغانستان حالات خطرناک خو ګټندوی دي

منبع : « سی ټی وی » خبری څانګه ( کاناډا )
نېټه : ۲۰۰۹/۸/۳۱


د افغانستان د روانی جګړې په اړه نوې عالی ارزوَنه وایی چی حالات « خطرناک » دي خو « ګټندوی » دي .


په افغانستان کی د امریکایی او ناټویی ځواکونو لوی قوماندان امریکایی جنرال سټینلی مک کریسټل پر تیرو دوو میاشتو باندی خپله ستراتیژیکی کتنه سرته ورسوله .


په هغه اعلامیه کی چی ناټو په دوشنبه خپره کړه ، ویل سوي چی د ده دا راپور پنتاګون او د ناټو قوماندانۍ ته لیږل کېدونکی دی .



مک کریسټل د راپورونو له مخی ویلی چی « حالات په افغانستان کی ګواښمن دي ، خو برﺉ تر لاسه کېدونکی دی او یوه اصلاحی ستراتیژی ، تعهد او تصمیم او د هڅو د ډیرښت یو موټی والی غواړی . »


په دې اعلامیه کی ناټو ویلی چی د کریسټل په ارزونه کی د نورو پوځونو غوښتنه شامله نه ده یعنی هغه مسأله چی په بېل ډول به بحث ورباندی کیږی .


د دې راپور نور ډیر جزییات به په دوشنبه خپاره سی ، خو تمه کیږی چی د افغانستان لپاره به یوه بشپړ نوې سوې ستراتیژی غوره کیږی .



مک کریسټل چی ۱۰۰۰۰۰ پوځیان قومانده کوی ، په جون کی د ولسمشر بارک اوباما لخوا د دې مأموریت لپاره غوره سو . نوموړﺉ د هغه راهیسی چی د دې لوړ مقام لپاره نوموَل سوی ، پر همدې ارزونه کار کوی .



د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګېټس ځکه د دې ارزونی هدایت ورکړی چی د طالبانو د حملو او د امریکایی پوځیانو د ډېرښت په څپو کی د افغانستان پر امنیتی حالاتو غېږ راوګرځوی . په اګسټ کی هلته د امریکایی پوځیانو تلفات د دې اته کلن جنګ لوړ ترین حد یعنی ۴۷ کسو ته رسیدلي دي .



د ناټو دا وینا چی په دوشنبه خپره سوې ، وایی چی د مک کریسټل ارزونه په دې خاطر ده چی د اوباما اهداف تر لاسه کړی چی هماغه د جنګیالیو د « توانایی او تکل » لږول او هم د افغانستان د پوځ او حکومت د ودې او پرمختګ ملاتړ دی .



دا راپور پر داسی یو مهال خپریږی چی افغان او ناټویی هېوادونه د افغانستان د هغو انتخاباتو نتیجې ته یورنګه اندېښنه لری چی د اګسټ پر شلمه وسول .


تر اوسه خو فعلی ولسمشر حامد کرزی تر نورو مخته دی خو د خپل عمده سیال یعنی عبدالله عبدالله څخه دومره ډیر هم وړاندی نه دی چی قاطعیت دې ولری .



د فساد او رایو د تقلب په هکله خورا زیاتو تهمتونو دغه انتخابات بدرنګه او تاوانی کړي دي .


یو مثال یی دا دی چی یوې امریکایی هلیکوپتر چی د رایو څخه ډک بکسونه یې انتقالول ، هغه یې تصادفأ د هېواد په یوه غرنۍ سیمه کی وغورځول . پای