کور / کتاب / د قرآني رياضي په نوم کتاب چاپ سو

د قرآني رياضي په نوم کتاب چاپ سو

قرآني رياضي د پښتو د تکړه محقق، ليکوال او ژباړن ښاغلي ډاکټر نثاراحمد صمد هغه نوی اثر دئ، چي په دې وروستيو کي په کاناډا کي د افغان رسالې له خوا په څلور سوه اته مخونو کي په ښکلي صحافت د زرو ټوکو په تيراژ چاپ او خپور سو.



 په نوموړي کتاب کي د قرآنکريم بېلابېل موضوعات د رياضي د علم له پلوه په علمي او اکاډيميکه توګه څېړل سوي او دا پکښې څېړل سوې چي لوی خدای د خپل کتاب ټول موضوعات، کلمات، آيتونه او سورتونه د ياد سوي علم له مخي په تول پوره او بشپړ ثابت کړي، چي دا پخپل ځان کي د دغه وروستي آسماني کتاب حقانيت ثابتوي.


 په پښتو ژبه کي د دغه ډول علمي او اکاډيميک اثر ليکل يوه لويه او غنيمت خبره ده، چي په دې لاره کي افغانان بايد د کتاب د ليکوال ښاغلي ډاکټر نثاراحمد د زحمت او خوارۍ کښلو او په دې لاره د دغه ډول يوه بکر اثر رامنځته کولو مرهون واوسي، ځکه په پښتو کي لا تر اوسه په دغه ډول وضاحت او کيفيت د يوې ځانګړې موضوع لپاره کوم مستقل اثر نه و موجود.


 د نوموړي کتاب د تر لاسه کولو لپاره د لاندي ادرسونو څخه استفاده وکړئ:



افغان رساله – ټورنټو – کاناډا


Web: www.afghanpost.com


E-mail: afghanpost@rogers.com


Tel: (905) 472 – 9081 Fax: (905) 472 – 4684



علامه رشاد خپرندويه ټولنه – کندهار- افغانستان


m_rohyal2006@hotmail.com


ګرځنده ټليفون: ۷۰۰۳۲٦۰۱۱ (۰) ۰۰۹۳


روهيال