کور / تازه خبرونه / هرات : د يو نوي ښوونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره كيښودل شوه

هرات : د يو نوي ښوونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره كيښودل شوه

دهرات ولایت: نن دوږى دمياشتي په ۸ نيټه، دهرات ولايت دزنده جان ولسوالى دقلعه ريګ دلومړنى ښوونځى ودانى دبنسټ ډبره دنوموړی ولايت دپوهنى مسئوولينو لخوا په داسى حال كى چى دسيمى ديو شمير قومی مشرانو، استادانو او شاګردانو ګدون درلود كيښودل شوه.

دنوموړى ښوونځى تعمير په پاخه او اساسی ډول په يوه پوړکی ددوه جريب ځمكى په ساحه كٰى دپوهنى وزارت دپرمختيايي بودجى څخه د ۱۰۵۶۲ زره امريكايي دالرو په مجموعی لګښت د ۸ مياشتو په موده كى جوړيږى، چى ۱۰ درسی خونی،۳ ادارى خونى، داحاطى ديوار، ژور څاه، ۵ تشنابه اونور ضروري ملحقات لری.

د يادونی وړده چی د نوموړى تعمير په جوړه ولو سره د۴۰۰ تنو زده كوونكو ستونزى دسرپناه دنشت والي له امله ليرى شى.

ديادونى وړده چى دزنده جان په ولسوالى كى ۱۸۰۰۰ تنه انجونى اوهلكان زده كوونكى په ۱۹ بابه ښوونځى كى په زده كړه بوخت دى .