دهلمند ولايت د سواد زده كړى دښوونکو لپاره یو ورکشاپ په لاره واچول شو .
د هلمند ولایت: نن د وږى دمياشتى په ۸ نيټه، د هلمند ولایت د سواد زده كړى د ښوونكو لپاره دصحت ترعنوان لاندى۵ ورځنۍ سیمينار د نوموړى ولايت دانجونو په مركزى ليسه كى په لاره واچول شو.
نوموړی ورکشاپ د ولايتى بيارغاونى تيم په مالی مرسته او د پوهنی ریاست په همکاری ددی ولایت دمرکز او ګرشك ولسوالی د دسواد زده كړى دكورسونو ۱۸۳ تنو ښوونكو ګدون كړى چی له مخی به یی دصحت په هكله معلومات ترلاسه کړی.
دیادونی وړدی چی دى ته ورته ورکشاپونو پرانستل به د ښوونکو د پوهی د لوړولو په کچه کی مثبتی اغیزی وشیندی .