د ننګرهار ولايت له پوهنې رياست سره د كمپيوټرو مرسته وشوه .
د سيمه ايز حكومت دارى دپراختيا ادارې( L.G.C.D ) موسسى لخوا نن د وږي په ۸ مه د ننګرهار ولايت له پوهنې رياست سره د شپږ پايو كمپيوټرونو مرسته وكړه.
په هغه غونډه كې چې له همدې امله نن د پوهنې رياست د غونډو په تالار كې جوړه شوې وه د پوهنې رئيس د نوموړى مؤسسې له دغې مرستې مننه وكړه او په دې برخه كې د سيمه ايز حكومت دارى د لازياتو همكاريو غوښتونكى شو.
دغه ۶ پايې كمپيوټر چې دوه پرينټر هم ورسره دي، درى يې د پوهنې رياست لخوا به د ولسواليو د پوهنې مديريتونو ته تسليم كړاى شى.