په دی نیږدی راتلونکی کی به په هرات ولایت کی د بی سرپرسته روانی ناروغانو لپار دتداوی یو مجهز مرکز جور شی .
دهرات لایت سیمیز چارواکی وای په غه مرکز کی به پر دی سربیره ګدایان، معتادان، او لوړسنه بی کوره خلک هم وساتل شی.
دهرات ولایت دوالی ویاندنقیب آروین وای : په پیل کی به دهرات ولایت دارالمجانین به دهیواد په کچه ټول دغه کسان به راټول او تر پوښښ لاندی به یی ونیسی او دولت به دغه مرکزی دارالمجانین تقویت کړی .
دم ګری په دغه دارالمجانیین کی نیږدی ۱۰۰ تنه عقلی اوعصبی ناروغان بستر دی چی ۱۵ په سلو کی هرات ولایت او نور دهیواد دنور ولایتونو نه دی .
په هرات ولایت کی دیو مکتب دبنسټ دبره کیښودل شو
دیو ښونځی دبڼسټ دبره دهرات ولایت په زنده جان ولسوالی کی کیښودل شو چی ددغه مکتب په جوړه ولو سره به ددی سیمی د۸۰۰ زدکونکو ستونزی حل شی.
دهرات ولایت دمعارف چارواکی وای دغه ښونځی د ۱۰۵ زره آمریکایی دالرو په پانګی اچونی دمعارف دکیفیت د ارتقا د پروګرام دبودجی نه به جورشی.
دهرات ولایت دمعارف اداری معاون بصیراحمد آروین طاهری وای دغه مکتب چی لس درسی صنفونه لری د زنده جان ولسوالی په قلعه ریگ کی به په اتو میاشتو کی بشپړ شی .
طا هری زیاتوی:( ددغه مکتب به جوړولو سره به ددی ولسوالی تر ۸۰۰ دیرو زده کونکو دځای او صنف ستونځی به حل شی .)
د مسلکی ښوونکو، دکتاب او دمناسب ځای کموالی دهرات ولایت د مهمو ستونزونه بلل کیږی .
ددی ولایت دمعارف چارواکی وای که څه هم په روان لمریز کال کی لس مکتبونه په دی ولایت کی جور او پرانیستل شوی دی خو بیا هم په دی ولایت کی ۳۰ په سلو کی زده کونکی تر خیمو لاندی زدکړی کوی