کور / تازه خبرونه / هالنډ: لوبه پيل سوه ، اوس به افغانستان ۲۳۲ منډي جوړوي

هالنډ: لوبه پيل سوه ، اوس به افغانستان ۲۳۲ منډي جوړوي

لوبه نن له پروګرام سره سمه پيل سوه ، هالنډيانو ۲۳۱ منډي جوړي کړې، د تفريح وروسته دلته په امستردام کي هوا باراني سوه ، که څه هم ټينګ باران لا تر اوسه نه دی سوی ، خو د احتمالي باران د وريدو له امله لوبه ځنډول سويده او او هغه ځوانان چي تماشې او د افغان لوبډلي ملاتړ او تشويق ته راغلې ده اوس په اتڼ بوخته ده .


لوبه لا اوس هم نه ده شروع سوې ، د لوبغاړي کارکوونکوي بيرته له ميدانه هغه غټي پلاستيکي ټوټې ليري کوي چي مخکي يې د لوبي ځای له بارانه په ساتلی و .


د افغانستان د کرکيټ لوبډلي کوچ حاجي کبير خان وايي چي هوا بده نه ده ، ددې پوښتني په ځواب کي چي ۲۳۱ منډي هدف خو به د افغانستان د لوبډلي لپاره ډير لوړ نه وي ، هغه وخندله او ويې ويله ، نه ، موږ خو له دې لوړ هدف ته هم تياری لرو ، انشالله چي لوبه نن د افغانستان په ګټه پای ته رسيږي . نوروز منګل ، ريس احمدزی ، شاهپور او احمدشا نن ټوله خوښ ښکاري .


نن له يوې خوا رسمي ورځ ده ، له بلي خوا تر دوه مياشتنيو رخصتيو وروسته ښوونځي بيرته شروع سوي دي خو بيا هم زيات شمير افغانان د لوبي نندارې ته راغلي دي ، زياتره يې له ځانونه سره د افغانستان بيرغونه ليږدوي ، ځينو د تور ، سور او زرغون رنګه جوړ سوي کالي اغوستي دي او په ډيره ليوالتيا د خپل هيواد په ګټه د نننۍ لوبي پای ته رسيدو په تمه دي . دا هم څو تازه عکسونه چي د لوبي له ميدانه مخامخ پر ليکه کيږي .


 


 


 








 

 


 


 


 


 


 افغان کرکټ ملي ټېم – امستلفېن – هالنډ – رواني سيالۍ



د افغان کرکټ ملي ټېم انځوريز البم د لراوبر د عکسونو په برخه کښي  کتلائ سئ !