کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / خبريالان ولې وژنو؟

خبريالان ولې وژنو؟

خبريالان د ټولنې هغه پاړكى دى، چې تل اور او جګړو ته وردانګي څو د خپلو هېوادوالو غږ تر نړۍ پورې ورسوي، همدا خبريال دى چې نن ورځ يې له نړۍ څخه يو كلى جوړ كړى او نن ورځ چې د نړۍ په هر ګوټ كې كومه پېښه رامنځ ته كېږي د همدې خبريال په واسطه ټوله نړۍ ورڅخه خبرېږي. كه خبريال نه وي نو نړۍ تياره ده، بيا به په نړۍ كې هېڅوك هم د ظالم له ظلم او مظلوم له بې وسۍ څخه خبر نه شي. نو تر څو پورې به مو خبريالان د بېلابېلو پېښو قرباني كېږي او بيا به يې وروسته چارواكي هېڅ پوښتنه هم نه كوي. وړمه ورځ يو ځل بيا د ژورنالېزم په نړۍ كې د وير ټغر پرانيستل شو او تكړه ليكوال او خبريال جان الله هاشم زاده يې د ژوند له نعمت څخه بې برخې كړ، د هغه ماشومان يې يتيمان كړل د هغې مېرمن يې كونډه كړه. جان الله هاشم زاده له پژواك خبري آژانس سره د يو خپلواك خبريال او له شمشاد سره د پېښور د برخې مسول په توګه كار كاوه، هاشم زاده يو تكړه ليكوال و، چې د هېواد په دردمنو حالاتو به يې تل مقالې او راپورونه ليكل. خو همدغه په خپل هېواد او خپل وطن مين ليكوال او خبريال اوس له موږ سره نشته، هغه په ډېر مظلومانه توګه ووژل شو.

خبريال هغه څوك دى چې تل د خلكو د وير او ماتم په ټغر د هغوى د حال اخيستو لپاره ناست وي، تل هڅه كوي هغه واقعيتونه ټولې نړۍ ته په ډاګه كړي چې په نړۍ كې هېڅوك هم د هغې واقعيتونو په اړه مالومات نه لري. خبريال تل د خپل ولس او خپلو خلكو احوال اخلي، خبريال هغه څوك نه دى چې د نېشه يي توكو په كاروبار كې ښكېل وي، خبريال هغه څوك نه دى، چې د كابل او نور ړنګو ښارونو په شان د ډېرو ړنګو كنډوالو په ړنګولو كې يې برخه اخيستې وي، خبريال هغه څوك نه دى، چې ټوپك په لاس كې ولري بلكې هغه يوازې قلم لري داسې قلم چې نړۍ ته ټكان وركوي، خبريال هغه څوك نه دى چې په نړۍ كې د ميلياردونو يتيمانو د پلرونو په وژلو دې تورن وي. بلكې خبريال د دې ټولو پېښو د اصلي لاملونو پلټونكى، د دې ډول قربانيانو د حال او احوال اخيستونكى او تل بې پرې دى. هېڅ كله هم خبريال په ډلو ټپلو پورې ښكېل نه دى.

نو چې داسې ده ولې د خبريالانو ژوند ته درناوى نه كېږي، ولې چارواكي او واكمنان د خبريالانو د ساتنې لپاره هڅه او هاند نه كوي، ولې د دوى ژوند ته د قدر په سترګه نه كتل كېږي بالاخره ولې مو هره ورځ خبريالان د پېښو قرباني كېږي.

دا يوازې هاشمزاده شهيد نه دى چې د داسې پېښې قرباني كېږي تېر كال د بي بي سي تكړه خبريال صمد روحاني چې تل به يې د نېشه يي توكو په اړه حقيقتونه په ډاګه كول، د هلمند په ولايت كې په نامعلوم ډول ووژل شو، چې تر ننه يې هم چارواكو پوښتنه ونه كړه، تر ننه هم د روحاني شهيد د مړينې لامل څرګند نه شو، تر ننه هم چا دا ونه منله چې روحاني يې په شهادت رسولى، په همدې ډول جاوېد جوجو په كندهار او اكمل په كابل كې ووژل شول چې تر ننه يې هم چا پوښتنه ونه كړه.

نو چې داسې ده، زما د ټولې نړۍ چاپي، غير چاپي، غږيزو او تصويري رسنيو ته دا سلا ده، چې د دريو ورځو لپاره په ټوله نړۍ كې خپلې هر ډول خپرونې بندې كړي، هلته به بيا ټولې نړۍ ته څرګنده شي چې خبريال څوك دى د نړۍ د خلكو دوست او كه دښمن، خبريال د دوى په ګټه دى او كه په تاوان؟

آن زما په دې اړه د ټولې نړۍ له هر ډول رسنيو څخه دا غوښتنه ده چې په كال كې درې ورځې داسې اعلان كړي چې بايد په دې ورځو كې هېڅ ډول رسنۍ هېڅ ډول پېښه خپره نه كړي، كه هغه پېښه هر څومره مهمه هم وي. تر دې چې پر هغو رسنيو دې جرېمه وضع شي چې په دې دريو ورځو كې خپرونه ولري.

له چارواكو او په جګړه كې له ښكېلو طالبانو څخه مو غوښتنه داده، چې خبريالان په حقيقتونو خبر كړي او هغوى ونه ترټي. د وهلو ترټلو او ښكنځلو پېښي اوس هره ورځ له خبريالانو سره پېښېږي خو د زورواكو ظالمانو زړونه بيا هم ساړه نه شول او اوس يې دخبريالانو په ژوند پسې راواخيسته .

خبريالانو وروڼو كه چېرته سره يو نشئ دا نامراده دښمن به مو د هر يوه د كور دروازه جلا جلا وټكوي.

د جان الله د شهادت په اړه غږ اوچت كړئ او ټوله نړۍ په دې وپوهوئ چې ستاسو دكورنۍ يو بل غړى يې شهيد كړ.

نو اې واكمنانو د خپلو مرستندويو او خپلو خدمت كوونكو خبريالانو ژوند وژغورئ، د هغوى د ژوند لپاره هر ډول هڅې وكړئ، څو د خپلو بې وزلو، كډوالو، جګړه ځپلو، يتيمانو، كونډو، بې كوره شوو، او مظلومو انسانانو هر ډول خدمت وكړي. له چارواكو څخه په جدي توګه غواړو چې د خبريالانو وژنې يوازې په غندنو پاى ته ونه رسوي بلكې په جدي توګه دې د دوى د وژلو لامل وڅېړي.