کور / تازه خبرونه / میدان وردګ : دملي پیوستون ۳۴ پروژې ګټې اخیستنې ته چمتوشوې

میدان وردګ : دملي پیوستون ۳۴ پروژې ګټې اخیستنې ته چمتوشوې

د میدان وردګ ولایت په لومړۍ بهسودو او مرکز بهسودو ولسوالیو کې دملي پیوستون د پروګرام له لارې څلوردیرش بېلابېلې پروژې د څه باندې (۲۷) میلیونه افغانیو په ارزښت دکلیو پراختیا اوبیارغاونې وزارت په مالي بودیجه ددې ولسوالۍ ولسوال او پرمختایي شوراګانو استازو لخوا د پټۍ په پریکلولو سره ګټې اخیستنې ته چمتو شوې.

د کلیو بیارغاونې او پراختیا ریس انجینیر جان محمد حکمت جو په وینا په دغو پروژو کېBHC کلینیک چې (۱۱) خونې لري،دمرک ښونځی چې (۱۱) خونې لري چې یو وخت کې (۴۸۰) زده کوونکي پکې درس لولي ،د رشک ښونځی (۱۱) خونې لري چې یو وخت کې به (۴۸۰) زده کوونکي پکې درس لولي،اوبو بریښنا پروژه د(۴۰) کیلو واټه بریښنا لري،لمریزې بریښنا ۱۲پروژې چې (۱۹۵) پایو سولرلري ،فرعي سړک جوړولو (۳) پروژې د(۱۸،۶۲۴) کیلومترو په اږدوالي دکانال پروژه د(۲۹۷) متروپه اوږدوالي او یونیم متر په پلنوالي،دپاکواوبو پروژې اوپه هغو دلاسي بمبو درول ،دغونډو تالار دوه پروژې ،دخیاطۍ دکورسونو درې پروژې ،دتشنابونو پروژې،د اوبو زیرمه کولو څلور پروژې،دکاریز کندولوپروژې، دپخلنځې دلوښوپروژې او دپلچکونو جوړولوپروژې شاملې دي چې د مرکزبهسودو او حصه اول بهسودو ولسوالیو د سرخ اباد،دانه مرک،دشت نودال،بیرمک،خارقول،پای نوچه،نورا،قول بنده،دوابي،کشک،چهارسربند،ناهورکفشک،بورتوپ،دهن ګرم اب،قل دیدار،شترمرده،قول کلان،پای نوقط،چهارپخسه،تالاسین،بوبک، دیوالی،شهرنیرو،دهیزوم قل او پای نوقط په کليو کې دکلیو دبیارغاونې وزارت له بودجې څخه د (۲۶۸۳۴۸۹۱) میلیونه افغانیو په لګښت اوخلکوپه سلوکې دلس فیصده ونډې اخیستنې سره دمرستندویه موسسی (سویډن کمیټې) او پراختیایي شوراګانو لخوا دملي پیوستون دپروګرام له لارې ګټې اخیستنې ته چمتو شوې، چې (۳۷۱۹) کورنۍ به ترې ګټه اخلي او تریوځایه به دسیمې دخلکو ستونزې هوارې او په راتلوونکی کې به دا ډول نورې پروژې هم دولایت په بېلابېلو ولسوالسوکې پلې شي.