په کابل کي خپريدونکو ورځپاڼو ته لنډه کتنه
په كابل كې خپريدونكو ورځپاڼو نن تر ډيره خپل مطلب هغو هڅو ته ځانګړي، چې په افغانستان كې د يو ائيتلافي حكومت د جوړولو لپاره روان دي.
په كابل كې د ازادۍ راډيو خبريال حميد مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندني مطلب كې يى رانغاړلي دي.
ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې له شويو انتخاباتو سره كيدونكي چلند او دوهم پړاو ته د انتخاباتو د راښكلو لپاره د ځينو كړيو هڅو ته په اشارې ليكلي، چې نړيوالې ټولنې پدې دريځ سره په افغانستان كې خپل باور ته سخت زيان اړولې دې.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې اوس د نړيوالې ټولنې ټول زور پر دې دې، چې كرزى بايد ډاكټر عبداله او ځينې نور لوري په راتلونكې حكومت كې شريك كړي، خو د ورځپاڼې په وينا دا غوښتنه له افغان ولس سره ستره جفا او عملا د انتخاباتو پر بهير ملنډې وهل دي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د فرانسې د بهرنيو چارو د وزير په حواله ليكلي، كه انتخابات دوهم پړاو ته ولاړ شي نو د شتو مخالفتونو له كبله ممكن ستونزې وزيږوي.
ورځپاڼې په يو بل ځاې كې د انتخاباتو د وروستيو نتايجو په اعلان كې د ځنډ مساله راخستې او د هغې اصلي لامل يى په افغانستان كې د يو ولسي حكومت د جوړيدو مخنيوې ښودلې دې.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د ائيتلافي د جوړولو لپاره روانو هڅو ته په اشارې دا پوښتنه كړې، چې ايا دا ديموكراسي ده، چې د خلكو راى تر پوښتنې لاندې راشي او په ولس يو ائيتلافي حكومت وتپلې شي؟
ورځپاڼې په يو بل مطلب كې په پاكستان كې د افغان كډوالو د زورولو مساله راخستې او ليكلي، چې د بهرنيو چارو وزارت په كابل كې د پاكستان سفير احضار او پدې اړه يى ورته خپله انديښنه څرګنده كړه.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې بيا هم په خصوصي ټلويزيوني شبكو كې د مبتزله سريالونو د خپرولو مساله راخستې او ليكلي، چې پدې اړه له شوي شكايت نه يو نيم كال تير شوې خو لا هم ددغو سريالونو برخه ليك ندې روښانه.
اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې هم په يو مطلب كې د انتخاباتو د نتايجو د اعلان په اړه روان بحثونه څيړلې او په افغانستان كې روانې وضعې ته په پام سره، چې د ورځپاڼې په وينا كړكيچن دي د وروستيو نتايجو پريكړه خورا ستونزمنه بللې ده.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا هغو بحثونو ته كتنه كړې، چې د پردې ترشا د انتخاباتو د نتايجو په سر روان دي او هغه يى له نتايجو سره نوې سياسي لوبې بللې دي.
ورځپاڼې په دوام ليكلي، چې دا لوبې بايد پاى ته ورسولې شي، كه نه نو داسې به و انګيرلې شي، چې د افغانستان د انتخاباتو وروستي نتايج د خلكو د رايو نه بلكه د بهرنيانو د ناروا سازشونو محصول دې.
ورځپاڼې په يو بل ځاې كې په واشنگټن كې د افغانستان د ستراتيژۍ په سر روانو بحثونو ته په اشارې د امريكا د ولسمشر دا څرګندونې هم راخستي، چې د افغانستان حالا خورا كړكيچن او پيچلي دي او ددغه هيواد په اړه هيڅ بشپړ ځواب ندې موجود.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلا بيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلې دي.
انيس پخپله سرمقاله كې د انتخاباتو د وروستيو نتايجو په اعلان كې ځنډ ته په اشارې ليكلي، چې خلك د وروستيو پايلو په تمه دي.
خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې د افغانستان د شمالي ولايتونو د امنيت په اړه پورته شويو انديښنو ته په اشارې ليكلي، چې دې ستونزې ته بايد جدي پاملرنه وشي.
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا هغه فشارونه څيړلې، چې د انتخاباتو د نتايجو په اړه له بهرنه موجود دي او ليكلي، چې د انتخاباتو د برخه ليك په اړه نړيوال فشارونه ډير او ډاګيز كيږي.
ورځپاڼې دې موضوع ته پخپله سرمقاله كې دوام وركړې او پوښتلې دي، چې په انتخاباتو كې د خلكو له غوښتنې سره به دا لوبه تركومه روانه وي.
ورځپاڼې په يو بل مطلب كې د افغانستان په اوسنيو شرايطو كې دغه هيواد ته د نورو سرتيرو د استولو په اړه د امريكايي سناتور جان كيري څرګندونې راخستي او ليكلي، چې اوس به دا پريكړه له وخت نه مخكې وي.
ورځپاڼې د افغانستان په بازارونو كې د افغانۍ د بيى د ثابت ساتلو لپاره د افغانستان بانك لخوا د بهرنيو اثارو ليلام يو ناسم سياست بللې دي.
هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د شويو انتخاباتو د نتايجو په اړه پر بهرنيو فشارونو تبصره كړې او هغه زيان اړوونكي بللي دي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې بيا په ايران كې پرونۍ ځان وژونكې حملې ته په اشارې ليكلي، چې كه ترورزم په افغانستان كې له منځه يو نه وړلې شي هيڅ يو هيواد به په امان كې پاتې نشي.
ورځپاڼې په دوام كې په افغانستان كې د روانو پيښو په اړه د ايران لا پروايي ته په اشارې ليكلي، چې دا پيښې اوس د ايران په څير نور هيوادونه هم له ګواښ سره مخ كولې شي.
په ورځپاڼه كې د پاكستان په قبايلي سيمه وزيرستان كې د پاكستاني ځواكونو روانو پوځي عملياتو ته كتنه كړې او د افغانستان په امنيت يى د هغو اغيزې څيړلي دي.