کور / تازه خبرونه / فارياب : د نويو ښوونکو د استخدام په موخه آزاده سيالي وشوه

فارياب : د نويو ښوونکو د استخدام په موخه آزاده سيالي وشوه

د نوو ښوونکو داستخدام په موخه آزاده سيالي ترسره شوه .

دفارياب ولایت: د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې نن د چهارشنبې په ورځ دروان کال دوږى دمياشتی په ۱۱ نيټه، د فارياب ولايت دپوهنی دریاست په تالارکی۱۹۶ تنو ددولسمو ټولګيو ذكور او اناث فارغانو دنوموړی ولايت په اړونده ښوونځيو كې د تدريس په موخه د آزموينې په يوه سيالۍ كې برخه واخيستله.

ياده دی وی چی نوموړی کسان به دآزموينی دنتيجی نه وروسته دفارياب ولايت دګرمسيرو ولسواليو په ښوونځيو کی درسمی ښوونکو په حيث په ډنده وګمارل شی.

د يادونې وړده چې د پوهنې وزارت روان تعليمي كال ته د پوهنې د كيفيت د ښه والي نوم وركړي او هڅه كوي په هيواد كې د ښوونې او روزنې روان بهير د كيفيت له مخې هم غښتلى كړي چې په ښوونځيوكې د تدريس كولو په موخه يې د دا ډول آزادو سياليو ترسره كيدل يې يوه برخه ګڼلاى شو.