کور / تازه خبرونه / په هرات کی خبریالانو دجان الله هاشم زاده وژنه وغنله

په هرات کی خبریالانو دجان الله هاشم زاده وژنه وغنله

په هرات ولایت کی دسیمیزو، ملی او بین المللی رسنیو خبریالانو نن په یوی ځانګری ناستی کی د دافغان خبریال جان الله هاشم زاده وژنه غندله .

دغو ناسته دهرات ولایت داطلاعات اوکلتور مخی ته دسفما دڅوان خبریالانو دمرکز، دمتخصصانو دشورا د ژورنالیستانود انجمن او دهرات پوهنتون دژورنالیستانو دټولنی له خوا په لاره اچول شول وو.

دغو ټولنو د افغانستان او پاکستان له حکومتونو غوښتي چې د دغه خبريال د وژنې په اړه پلټنې وکړي او دهغه قاتل دی محاکمه کری .

جان الله هاشمزاده چې د يو شمېر افغان او نړيوالو رسنيو لپاره يې کار کاوه، چی تیر اونی له پېښور سره نژدې د نامعلومو وسله والو له لوري په دزو ووژل شو .

خبریالانو نن په هرات ولایت کی وویل چی د جان الله وژنه دا جوتيوی چې افغان خبريالان د افغانستان او پاکستان په هره سيمه کې تر گواښ لاندې دي .

دغه خبریالانو ده یو اعلامیی په خپرولو سره له افغان حکومته غوښتي چې په دې اړه په پېښور کې له افغان او پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي، څو دده قاتلین پیدا او محاکمه شی .

تر اوسه هېڅ يوې ډلې د جان الله هاشمزاده د وژنې پړه نه ده منلې او نه يې لا د وژلو لامل مالوم دى .

ولسمشر حامد کرزی هم ددغه افغان خبریال وژنه غندلی وو او دجمهوری ریاست دفتره په یوی خپره شوې ويناپاڼه کې راغليو چې د دا ډول حقيقت په ډاګه کوونکو خبريالانو وژل کېدل يو نه بښونکی کار دی .

هاشمزاده چی د شمشاد تلوېزيون خبریال وو د څو کاله را پدی خوا دیولړ نورو رسنیو لکه دآریان تلویزیون، د پژواک خبري اژانس، اسوشيتد پرس، افغربیه او په پاکستان کی دوحت او سهار په نام ورځپانو کی یی کار کاوو.