کور / z_buitenland_news -- 5 / بوش: عربي هيوادونه دي په سوله كې رول ولوبوي

بوش: عربي هيوادونه دي په سوله كې رول ولوبوي

دامريكا ولسمشر بوش پر عربي هيوادونو غږ كړى چې داسرايلو اوپلسطين ترميانځ دسولي دتړون په اړه دي خپل رول ولوبه وي ، بوش وويل چې عربي هيوادونه دي دايسرايلو درياست په تسليمولو كې خپلي ذمه وارۍ پوره كړي . نوموړي داخبري په خپل اونېزه راديو يي وينا كې وكړې چې داځل له كويټ څخه خپره شوه . ده وويل چې داځل به دخپلې روانې دورې په ترڅ كې هم پر عربي هيوادونو زورواچوي. ده زياته كړه چې دهغو ټولو خبرو ملاتؤ كوي چې دايسرايلو او فلستين ترميانځ دسولي لار هواروي دبوش په وينا چې اميد لري سږ كال به داستونزه حل سي .