کور / تازه خبرونه / سوات : پوځ تر۱۰۰ زيات كسان ونيول

سوات : پوځ تر۱۰۰ زيات كسان ونيول

دشمالي پښتونخوا په سوات نومې سيمه كې دپاكستاني پوځ پلټنيز عمليات دوام لري او تر دامهاله يې دسلو كسانو دنيول كېدو راپونه وركړل شوي دي .


هلته پاكستاني امنيتي ساتونكو كور په كور پلتنې پېل كړې او دچارواكو په قول ځيني هغه كسان يې هم نيولي چې دوى يې دنيولو په موخه هلته تللي وو .


دغه عمليات اوس مهال دسوات په په كوزه بانډه كې دوام لري او راپورونه وايي چې په مټه سيمه كې هم 11كسان نيول سوي دي . حايي اوسېدونكو لراوبر ويبپاڼي ته وويل چې پاكستانى پوځ دي په سيمه كې له عملياتو لاس واخلي كنه ښې پايلي به ونه لري.