کور / تازه خبرونه / هلمند: د ښځو د چارو يوه مشره ووژل شوه

هلمند: د ښځو د چارو يوه مشره ووژل شوه

دهلمند په ګڼ مېشته ولسوالي ګريشك كې وسله والو كسانو دښځو ديوې ازادي نادولتي ټولني مشره نرګس ووژله او دهغې مېړه يې سخت ټپي كړ نرګس تېرماذديګر له خپله خاونده سره پرموټر سايكل كورته روانه وه چې وسله وال بريد ورباندي وشو .


دهلمند امنيتي چارواكي وايي چې دپېښي پلټنه يې پېل كړې او تراوسه يې لا په دې تور څوك نه دي نيولي . نرګس دښځو ديوې نادولتي ټولنې مشره وه او دښځو دحقوقو دپاره يې كار كاوه .


وړاندي تردې دكندهار دښځو دحكومتي ټولنې مشره صفيه امه جان وسله والو كسانو ووژله او وروسته دكندهار چارواكو خبر وركړ چې دصفيې وژونكي يې ونيول .