د لاسونو پرېكونكو دېكتاتوران

د لراوبر اداره | سپتمبر 3rd, 2009


په دې وختو كې په رسينو كې د افغانستان د ټولټاكنو د رسوائي په باب سياستوال او قلم وال ليكنې كوي او هر ېو دا ټاكنې له خپلې زاويی نه ګوري په مسكو كې د ( افغانستان .رو ) ويبپاڼه كې د ټولټاكنو په هكله يوه مقاله چې سر ليك ېې ( په افغانستان كې د ائتلافي حكومت او د لاسونو د پرېكونكو دېكتاتورانو بحران )په نامه ليكنه كړې ده ژباړه ېې د هيوادوالو مخې ته ږدم

ټولټاكنې پاي ته ورسېدې او د پردې شاته د حامد كرزي او عبدالله عبدالله د پلويانو تر منځ مزاكرات په زور كې دي ، داسې اټكل كېږي كه چېرې دواړه خواوې په مزاكراتو كې كومې نتيجې ته ونه رسيږې په افغانستان كې به څپ څپانده سياسي حالات د سخت بحران سره مخامخ شي امكان ېې شته چې له ادارې اووځي او ستونزې نورې لا زياتې شي ، ددې بحران نښې نښانې همدا اوس تر سترګو كيږي .
د ټولټاكنوحالت( ديناميك): ( جريان)
.
ترننه په افغانستان كې د اګست د ۲۰ نېټې د ټولټاكنو د راېوشمېرنې روانې دي، د انتخاباتو خپلواك كميسون د وركړل شو ارقامو نه داسې بريښي چې حامد كرزې ۵۰ جمع ۱% راې چې په لمړي تور كې ګټونكې راووزي په لاس راوړي دي، او د هغه سيال عبدالله عبدالله د افغانستان په جنوبي ولاېتونو كې چېرې چې ګڼ پوښتانه قومونه مېشت دي د كرزي نه په سېالې كې پاتې راغلې دې او هغه شمېرنه چې تر اوسه د ټولټاكنو خپلواك كمېسون د افغانستا په شمالي ولاېتونوكې كړې ده د كرزي سيال عبدالله عبدالله ۴۰% راې ګټلي دي.
د انتخاباتو د خپلواك كمېسون د وركړل شوو ارقامو په حواله د اګست د ۲۷ نېټې پورې حامد كرزي ۴۴% او ډاكتر عبدالله ۳۵% راې ګټلي دي ، كه چېرته د انتخاباتو نتيجې په همدې شان په مخكې لاړې شي او( ۱۰۰ په۱۰۰كې) اوټونه شمېر شي (كېداې شي داسې ونه شې او نتيجه بدله شي) كرزې ۶۰% او ډاكتر عبدالله د شلو څخه تر ۲۵% راې په لاس راوړي ، وېل كيږي چې حامد كرزې په ټولټاكنو كې د نورو كاندېدانو په پرتله ډېرې رائې وړي دي خو كله چې ټولې رائې حساب شي بيا به د ټاكونو كمېسون په اول تور كې د كرزي برياليتوب اعلان وي ، داچې د ټاكونو خپلواك كمېسون څومره د انتخاباتوپه نتايجو ډاډمن دې نن سبا د افغانستان په سياسي حالاتو پورې تړلې دى چې عام افغانان ترې نه خبريږي
اساسي لوبغاړي( نور، اتمراو صالح)
.
داسې وېل كيږي چې ډاكترعبدالله او ټېم ېې د اګست د ۲۰ نېټې د ټاكنوڅخه لاس ته راغلو نتايجو په باره كې تدابيراو تصميم نيسي د (افغانستان . رو) دمعلوماتو په اساس د عبدالله عبدالله په ټېم كې د بلخ والي عطامحمد نور په نني سياسي ډګر كر كې اساسي او ټاكونكې رول لري، نور د افغانستان په شمالي ولايت بلخ كې د عبدالله د انتخاباتو د كمپاېن مشري په غاړه لرله او په دې ولاېت كې د شمالي ټلوالې په مرسته او د خپلې دندې نه په ګټی سره د ډاكتر عبدالله عبدالله لپاره په ټولټاكنو كې ۲۰% رائې ګټلې دي.
.

داسې ښكاري چې عطا نور د عبدالله عبدالله په ټېم كې مركزي رول لوبوي اوهر څه چې عبدالله ته وواي هغه ېې مني كه دا نن نور وغواړي چې عبدالله د كرزي سره كېني او مصالحه وكړي كېدونكې ده ، نور دا هم وايی چې د مصالحي شراېط باېد روښانه وي..

د حامد كرزي په ټېم كې عمده سياسي لوبغاړي د كورنېو چارو وزير حنيف اتمر او دملي امنيت ريس امرالله صالح دي
پښتون حنيف اتمر د كرزي په ټېم كې جدي كس او د جدي برخورد خاوند دى ، د كورنېو چارو وزير حنيف اتمرپه ۲۷ د اګست په يوه خاَ ص مجلس كې په ښكاره ګواښ وكړه او وې وېل كه چېرې څوك وغواړي چې د ارګ په وړاندې خلك بلواوو ته وهڅوي، كوڅواوواټونو ته ېې را وباسي د سلاح په زور به ورسره خبرې وكړي ، د اتمر توندوڅرګندونو د افغانستان په پارلمان كې ځيني وكيلان داسې په غصه كړل چې تصميم ېې ونيو چې مظاهروته سازمان وركړي(( او وګوري چې اتمرېې څنګه مقابلې ته راوزي)
په مقابل لوري كې بيا د ملي امنيت ريس تاجك امرالله د كرزي او عبدالله په منځ كې جرګماردې او ددواړو تر منځ د جوړ جارې لارې چارې لټوي ، د كابل څخه د معلوماتو په اساس امرالله د بلخ د والي عطا نور سره په جوړ جاري كې ټاكونكې رول لوبوي، څو ورځې مخكې د حامد كرزي په لارښونه بلخ ته تللې وو او د عطا نور سره ېې ليدنه كتنه كړې ده وېل كېږي چې امرالله ته ېې د ولسمشر حامد كرزي خط وركړې، واي چې دا خط د شمال پاچا نور ته كوم تصادفي خبره نه وه :او دا اول وار نه دې چې امرالله د كرزي او عطا نور په منځ كې منډې رامنډې وهي ، د كابل څخه د معلوماتو په تكيه امرالله باېد د بلخ والي عطا نور ته زېمه واري وركړي چې د بلخ د والي په توګه به پاتې وي ، واې كله چې د اوړي په سر كې د عطا نور او حامد كرزي تر منځ خبرې تاو راتاو شوې هلته نور خپل دريځ بدل كړه او د شمالي ټلوالې مشر عبدالله په خوا ودرېده په هغه وخت كې هم امرالله د حامد كرزي او نور تر منځ جرګه شوې وواو حامد كرزې ېې اړيست چې نور ته ګوتې ور نه وړي، دا د امرالله هلې ځلې وې چې نور د بلخ د والي په توګه پاتې شو ، په كابل كې څېړونكي واي چې نن د شمالي ټلوالې په سياسي ډګر كې امرالله وتلې كس دې او د اګست د ټولټاكنو وروسته به خپل سياسي موقف په كابل كې لا ځواكمن كړي
دا واربه د امرالله منځګړيتوب په بلخ كې د نور او كرزي تر منځ كومې لاسته راوړنې ولري او كه نه،مخکی ویل( پيشګوي كول) ېې ګران دي خو ېو څه چې روښانه دي هغه دادي چې عطا نور د اګست په ۲۷ اعلان کړه چی ټولټاكنو ته د شك په سترګه ګوري او واي كه دوهم ځل له پاره ټولټاكنې وشي بيا به هم شفافې نه وي ، اړينه ده چې د۲۰ داګست ټولټاكنو ته د سياسي تور لګولو په سترګه وګورو،د معلوماتو په اساس وېل كيږې چې عطا نور د حامد كرزي سره د مصالحې طرفدار دې.
د امريكا منډې رامنډې:
.
باېد ووېل شي چې د نور سره د امرالله د ليدونو كتنو د مخه په بلخ كې د امريكا استازود تړلو دروازو ترشا ليده كاته كړي دي، امريكا ارزو لري چې د كرزي اوعبدالله تر منځ حالات خړ پړ نه وي ، د افغانستان په پلازمينه كابل كې د معاصر افغانستان د څېړنې مركز خبر وركوي چې په دې شپو ورځو كې د امريكايي استازو منډې رامنډې ډېرې تودي دي.
د اګست په ۲۴ نېټۀ د افغانستان او پاكستان له پاره د اوباما خاص استازې (رېچرد هالبروك) بلخ ته تللې وه او د بلخ والې نور سره ېې خبري كړي وي، په دې خبرو اترو كې د بلخ والي عطا نور د اوباما استازې ته د افغانستان په جنوب كې د اګست د شلمی نېټې دټولټاكنود پراخو درغلېو رسمي راپورونه وركړه چې د اوباما خاص استازې ورته حېران پاتې وو ، كله چې رېچارد هالبروك كابل ته راستون شو بيا ېې د حامد كرزي سره وكتل او د ټولټاكنو د درغلېو په هكله ېې خپله اندېښنه وښودله (( واي د حامد كرزي او هالبرك خبرې دومره توندې وې چې د وتلو په وخت كې دروازه په جړق راپورې كړه))
د كرزي او امريكايي دېپلومات د تندو خبرو اوازه په ۲۷ د اګست د افغانستان په رسينو كې سر را ښكاره كړه، داسې هم وېل كيږي چې د امريكا دېپلومات د بلخ د والي عطا نور سره په خبرو كې ددې وعده وركړې چې د شمالي ولاېت بلخ سره به مالي مرستې دوه برابره زياتې كړي
د هالبروك نه وروسته بيا په افغانستان كې د امريكا سفير(جنرال كارل ائې كېنبورګ) د بلخ د والې عطا نور سره خبرې وكړې.
ددرېم ځل له پاره څرنګه چې د عطا نور طرفدارانو خبر وركړې د امريكا ېو بل دېپلومات ورسره هم ليدنه كړې ده
.
د څلورو ورځو په جريان كې درې امريكايي لوړ پوړي او د افغانستان د ملي امنيت ريس د بلخ د والي عطا نور چې د عبدالله په ټېم كې وتلې سياسي كس دې ليدنه كتنه كړې ده، دا ددې معنې لري چې امريكا غواړي د حامد كرزي او عبدالله سره را ټوكول شوې كړكېچونه د صلحې له لارې حل كړي خو( په كابل كې بيا ځيني كسان واي چې عبدالله عبدالله د امريكا سړې دي او د امرېكا په ګټه سياسي لوبه كوي)

داسې هم وېل كيږي چې امريكا تر اوسه په عطا نور تاثيرات لري اوپه دې باوري دي چې را ټوكېدلي كړكېچونه به هوارشي په دې شرط چې امريكا د نوري ځينو غوښتونو ته غاړه كېدي ( په بلخ كې والي پاتې شي او هم د بلخ ولاېت سره مالي كومكونه دوه برابره زيات شي ) په هغه صورت كې به عطآ نور داكټر عبدالله مجبوروي چې د كرزي سره روغه جوړه وكړي
جنرال دوستم بيا د لاس اله ده :

د بلخ پاچا(نور) د كرزي سره د پخلاكېدو بله لاره داده چې حامد كرزې دعبدالرشيد دوستم نه ځان خلاص كړي دوستم په شمال كې د هغه سياسي لوبغاړو څخه دي چې د بلخ والي نور سره ېې مناسبات كړكېچن او نه پخلاكېدونكي دي، او څو ورځې مخكې حامد كرزي دوستم چې تركيه ته مهاجر شوې وه بېرته افغانستان ته راوست او ورسره ېې سياسې متحده جبهه جوړه كړه او د عطا نور د ( شمال پاچا ) قهر ېې را پارولې دې،

كه چېري ټولټاكنې دوهم پړاو ته و نه وځي دلته جنرال دوستم د كرزي سياسي ملاتړ په ځاې سياسي پېټې دې، كه چېرې ددوستم ستونزه له مینځه لاړه شي د دوهم پړاو د ټولټاكنو ستونزه هم له مینځه ځي اوكرزې دوستم ته اړتيا هم نه پېداكوي. د(افغانستان . رو) په ويبپانه كې د اګست په ۲۶ خبر خپورشوو چې دوستم بيا افغانستان ترك كړې او مهاجر شوې دې كه چېرته دا خبر ريښتيا وي په دې صورت كې عطا نور د حامد كرزي سره د همكارې كولو ته تېار دې ،او ددوهم ځل د ټولټاكنو څخه لاس اخلي كه دا كاروشي له يوې خوا د كرزې اوږې له دوستم څخه سپكيږي او له بلې خوا نور د غښتلي سياسي سيال دوستم څخه خلاصون مومي ا وپه شمالي ولاېتو كې دوهم پاچا ته ضرورت نه پاتې كېږي ، او د نور د كومك نه په غېر ددې امكان هم نه شته چې عبدالله دې په انتخاباتو كې بريالې شي ولو كه دوهم ځل هم ټولټاكنې وشي
هزاره پركټي :
.
د معلوماتو په اساس د كرزي او عبدالله ترمنځ مناقشه د كرزي د نژدي كسانو څخه رازېږيدلي ده د كرزي نژدې كسان نه غواړي چې روغه جوړه وشي، د هغه كسانو له جملې نه ېومارشال فهيم دې چې دعبدالله سره د افغانستان د ملي جبهې په مشرې ددولت په جوړښت كې خوښ نه دې او نه غواړي ورسره سازش وكړي `

همدا نظر د شيه ګانو مشران محقق او كريم خليلي هم لري( ډاكتر بشر دوست چې د ولسمشرې ټولټاكنو ته ځان كانديدكړې وه او په ټولټاكنو كې ېې درېم ځاې نيولې) . سره له دې چې د هزارګانو مشران خليلي او محقېق په ټولټاكنو كې د حامد كرزي سره ولاړ وه خود هزاره قوم خپلې رائې ډاكتر بشردوست ته وركړې ،ېعنې د هغه راېو فېصدي چې خليلي او محقق د كرزي سره زميه واری کړی وه پوره نه كړې نو دلته هغه وعدې چې كرزي د شيه وو د مشرانو سره كړې وې چې څو وزارتونه به وركوي نه شي تر لاسه كولاې اوس ددې چوكېو د لاس ته راوړلو له پاره د عبدالله ټېم خپل كانيدان ورپه ګوته كوي ، دا چې خليلي واې چې رائې حامد كرزي ته وركړي ددې اسناد هم شته ، كه چېرې د هزارګانو قوم د ډاكتر بشردوست د راېو څخه كمه رائې هم كرزي ته وركړي واې ، په هغه صورت كې به د كرزي صاحب موقف د نن په پرتله كوټلې واې.
له دې نه معلوميږي چې خليلي او محقېق په خپل قوم كې نه محبوبيت لري او نه پری كنترول لري په ټوله كې ننې سياسي بحران د همدې خليلي او محقق د بې كفاېتې نتيجه ده
زمونږ په نظر په راتلونكو نږدې وختوكې په كابل كې د هزاره قوم لېډرشيپ بشر دوست نيسي ېعنې(لمړې درجه هزاره) او زاړه سياسي د ( سور ګارد ) مشران كريمي او محقېق به ېې دوهمه درجه رهبران وي ، دا په حقيقت كې د ولسمشرې ته د ټولټاكنو د سياسي بحران ېوه بله سياسي تحفه ده
. له دې نه برېښي چې د هزارګانو زاړه مشران به د بشردوست برياليتوب نفې كوي او خپل سياسي لورې به د راتلونكې حكومت سره كلكوي چې سياسي او اقتصادي زیرمی په راتلونكې ایتلافي حكومت كې تر لاسه كړي

د ايران لاس:
.
كوټلي اسناد شته چې ځيني ګاونډي هيوادونه د خپلو ګټو د لاس ته راوړلو په خاطر نه غواړي چې كرزې او عبدالله سره نژدې وي ،ېو د هغه هيوادونو نه ايران دې چه په افغانستان كې د سياسي بحران سره دلچسپي لري
د اطلاعاتواوشواهدو په اساس د ايران دولت په انتخاباتوكې د كرزي د سياسي دريز نه ملاتړ كاوه اومالي مرستې ېې د عبدالله سره كولې.
وېل كيږي چې ايران په عبدالله او د هغه په پلويانو زور راوړې چې د ټولټاكنود نتيجې نه وروسته خپل پلويان واټونوته راوباسي او بلوا وكړي ، ايران غواړي په دې شكل د امريكا نه دهغه كړونو بدل واخلي چې څو وخته وړاندې په اېران كې د ټولټاكنونه وروسته دامريكا په ملاتړ خلك لارو كوڅو ته راويستل شو په دې خاطراوس ايران غواړي حالات كړكيچن او امريكا ته په افغانستان كې پاڼډونه جوړ كړي،او رقيبې ډلې دا هم واي چې د ايران مشاورين په افغانستان كې دشمنانه او نه پخلاكېدونكې سياست په وړاندې بيايي او عبدالله او د هغه نژدي ملګري استعمالوي او حق ناحق ېې دې ته تشويقوي چې ووايی چی په ټولټاكنو كې درغلي شوې د ه .

د ايران دا عمل د اوباما استازې رېچرد هالبروك او نور سياسي دېپلوماتان د كرزي په مقابل كې تحريك بولي: د ايران دولت په ټولټاكنوكې د كرزي او دهغه د ټېم نه سياسي ملاترپه دې خاطر كاوه چې په افغانستان كې سياسي اور بل وساتي اود امريكا موخو ته په افغانستان كې ستونزې جوړكړي.
د كرزي او عبدالله تر منځ د روغی جوړی خبرې د امريكا له پاره لمړيتوب لري ځكه يواځې قوي سازش كولاې شي چې د افغانستان په سياسي چارو كې د ايران ددولت لاس وهنه چې د امريكا له پاره په زړه پورې نه ده مخه ېې ونيسي او راپېدا شوي ستونزې هواري كړي

زمونږ په نظر د پورتنېو سناريو په شان درې نورې سنارېو د افغانستان په سياسي لوبه كې مخ په زېاتېدو دي

.
اول: د اائتلافي حكومت جوړول،دا سناريو په هغه صورت كې د پلي كېدو امكانات لري چې كرزي او عبدالله دواړه ېوې موافقې ته سره ورسيږي، دا په دې شرط كېداې شي چې عبدالله ته د خپلې خوښې پوست وركړاې شي،( ېو د هغې جملې نه امكان لري چې د افغانستا د بهرنیو چارو وزارت وي او په دوهمه قدمه كې د صدرعظمې مقام چې په نظر كې دې او لوېه جرګه به ېې منظوروي په ګوته شوې دى، نظر په اطلاعاتوسره نن امريكا په افغانستان كې د ائتلافي حكومت په جوړولو بوخته ده چې د عمل جامه ورواغوندي، د معاصر افغانستان د اطلاعاتو په بنسټ نن بيا ېو وار په افغانستا كې د امريكا پخوانې سفير زلمې خليل زاد د كرزي او عبدالله تر منځ خبروته رالویدلې دې، د اطلاعاتو دا سرچينه واي كه چېرې دوې نتيجې ته سره رسږې لمړې به د انتخاباتو په اول پړاو كې د كرزي برياليتوب اعلانوي او بيا به عبدالله د ټولټاكنو د خپلواك كمېسون پرېكړې مني( باېد ووېل شي چې سره د زياتودرغلېودوې باېد وښاېی چې د افغانستان د امنيت او سولې په خاطر هرې قربانې ته تېار دي) په درېم قدم كې به په افغانستان كې ائتلافي حكومت اعلانوي او ډاكتر عبدالله ته به د پورته مهمو پوستونو نه ېو پوست قاېل كېږي او نور مهم پوستونه به د خپلو ملګرو په منځ كې ويشي، په څلورم قدم كې به لوېه جرګه را غواړي چې د افغانستان په قانون كې بدلون راولي او د صدرعظم چوكې چې په قانون كې نه شته ورزياته كړي او صلاحيت به ېې هم د ريس جمهورسره د ده د واك تر پاېه پورې وي
.
دوهم :د ايران نقشه : عبدالله عبدالله او كرزې موافقې ته سره نه رسيږي، پس له هغې چې په اول پړاو كې د حامد كزې برياليتوب اعلانيږي، د شمالي ټلوالې مشر عبدالله به خپل پلويان لارو كوڅو ته راباسي او په مظاهرو به لاس پورې كوي، د امريكا او ناتو قواوې به په كې مداخله نه كوي كه چېرې د افغانستان وسلوال ځواكونه ددې توان ولري چې بلوا كونكي وټكوي رهبران او سازمان وركونكي ېې ونيسي ، په دې صورت كې په هيواد كې به اصطراري حالت اعلانوي او كه چېرې وسلوال ځواكونه ونه كړاې شي چې د بلوا كونكو مخه ونيسي بيا به كرزې ظآلم او غاصب اعلانوي كه ښه ورسره وشي هيواد به پریږدي او مهاجر كيږي به او ډاكتر عبدالله به د افغانستا واكمن اعلانيږي او د افغانستان نوې سياسي جوړښت چې توازن به ېې د ايران سپونسران (تمویلوونکی)چې د مظاهرو سازمان وركونكې وه او د امريكا د عنعنوي سياسي فلم اخستونكي چې د غربي هيوادونوپه وسلوالو ځواكونوتكېه لري جوړوي، ددې ضرورت نه شته چې ووېل شي چې د امريكا او ناټو وسلوال ځواكونه په افغانستان كې د داسې حالاتو سره مخا مخ شي چې سياسي محاصره كې به قرار ولري ،او د افغانستان راتلونكې به بحراني او نا معلومه وي: ډاكتر عبدالله چې د خپلو وعدو برمته دې مجبور به وي چې د كرزي لاره ونيسي او د دولت مركزي اداره د جنګي قومانداناوپه لاس كې وركړي، په دې صورت كې بيا د افغانستان شړېدل او ټوته كېدل د وخت خبره ده
درېم پړاو :كه چېرې عبدالله او كرزې د بعضې عواملوپه اساس موافقې ته ونه رسيږي او د حامد كرزې برياليتوب په اول پړاو كې اعلان نه شي په دې صورت كې د انتخاباتو كمېسون د ټولټاكنو دوهم دور اعلانوي ، همدا اوس نه روښانه ده چې په ټولټاكنوكې به كم خلك ګډون كوي او فېصدي به ېې ډېره كمه وي
.
(د طلبانو د وېرې چې واي د اګست د ۲۰ نېټې نه وروسته هغه چا چې په ټولټاكنو كې ګډون كړې طالبان ېې په لټه كې دي چې د چانه پزې له چانه غوږونه او له چا نه ګوتې پرې كوي ) كه انتخابات هم وشي د منلو نه دي( ځكه د خلكو ګډون به پكې ډېر كم وي) چې د كمو خلكو ګډون د انتخاباتو مشروعېت زيانمن كوي او هغه څوك چې په دوهم دوریاپړاو كې ټاكنو كې ناكام راوځي بيا به هم په ټاكنو قناعت نه كوي، د كرزي او عبدالله پلويانو تر منځ به سياسي بحران دوام لري او كه دا بحران دوامداره شي په دې صورت كې قدرت پارلمان او يا نظامي شورا ته وركول كيږي او وروسته به اضطراري حالات اعلانيږي او موقته اداره به جوړيږي او قدرت به د نامعلوم وخت له پاره د موقتي ادارې سره وي
.
د لاسونو د پرې كونكو د دېكتاتورانو سېورې:

ډېر څېړونكې نن په افغانستانكې د څلورمې سناريو پېشګوي كوي چې هغه په كابل كې د طآلبانوقدرت ته رسول دي چې دا سناريو زمونږ له نظره پلې كېدونكې نه ده( به دې دليل چې په افغانستان كې بهرني وسلوال ځواكونه پراته دي) .

نن په افغانستان كې سياسي طبقات د سياسي جوړښت له پاره داسې ېو مېکانيزم چې راټوكېدلي ستونزې هوارې كړي نه لري همدا علت دې چې دولتي اداره او ملي سياسي سيستم كمزورې كېږي ،او برعكس مخالفين غښتلې او په پښو ودرېږي او ټولنه اړه ده چې د ځان د نجات له پاره د ظالموطالبانو اوتوند رو ملاېانولوري ته ورشي
داسې نقشه چې راتلونكې نه لري نه د كرزي ، او نه د عبدالله په ګټه ده.
سره له دې چې طالبانو اخطار وركړې وه چې ټولټاكنو ته مه ځې خو هغوې لاړل او رائې وركړې ، دوې چې تحصیلات لرل او دنورو افغانانو په شان ېې ګوتې په رنګونو ككړې نه كړې او د رائېو په كارتونو ېې لاس ليك وكړه بيا هم ددوې د ګوتو ، غوږنو او سرونو په ارمان طالبان چاړه په لاس ګرزي ، كرزې او عبدالله په دې ساده مفكوره باېد پوه شي چې د لاسونو د پرېكولو د دېكتاتورې نه نيمګړې ډېموكراسي بهتره ده، كرزې او عبدالله مجبور دي چې په خپل سياسي دريځ كې اصلاحات راولي .

Copyright Larawbar 2007-2024