کور / تازه خبرونه / د کرکيټ د ۱۹ کلنو لوبغاړو ډله کاناډا ته ورسيده

د کرکيټ د ۱۹ کلنو لوبغاړو ډله کاناډا ته ورسيده

د افغانستان د کرکيټ د ۱۹ کلنو لوبغاړو ټېم پرون د کابل څخه د کاناډا ټورنتو ښار ته راورسېدل .

دافغانستان د کرکټ د ټیم د راتګ کاناډا ته د ویزی د ستونزو له امله یو څه وځنډیده چي په وروستیو شیبو کي یی دافغانستان د سفیر ښاغلی جاوید لودین په هلو ځلو سره ویزه تر لاسه کړه .

دافغانستان د کرکیت ملی لوبډله د ۲۰۱۰ نړیوالو کرکیټ لوبو د اتلوالی دپاره د کانادا ټورنتو ښار ته پرون راورسیدل او نن یی د ایرلیند د ټیم سره پیل کړی او دا لړی د سپتمبر د میاشتی تر ۱۳ پوری د کاناډا په ښارونو کی تر سره کیږی .

د کاناډا او په تیره بیا د ټورنټو ښار هغه محترم افغانانو څخه هیله کیږی چي د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډله د تشویق لپاره په پدې مسابقو کي برخه واخلی او د دوی هلی ځلی وستایی.

په کاناډا کي افغانی لوبډله د لاندو هیوادونو سره لوبی کوی :

پنجشنبه ــ ۳ سپتمبر ــ د ایرلیند د ټیم سره د کینګ په ښار کي د سهار پر لسو بجو

جمعـــــــه ــ ۴ سپتمبر ــ د هانګ کانګ د ټیم سره د ټورنټو په ښار کي د سهار پر لسو بجو

شنبــــــــه ــ ۵ سپتمبر ــ د وانیوتو د ټیم سره د کینګ په ښار کي د سهار پر لسو بجو

یکشنبــه ــ ۶ سپتمبر ــ د سیریلیون د ټیم سره

دوشنبــه ــ ۷ سپتمبر ــ د امریکا د متحده ایالاتو د ټیم سره د کینګ په ښار کي د سهار پر لسو بجو

سه شنبه ــ ۸ سپتمبر ــ د یوګنډا د ټیم سره د کینګ په ښار کي د سهار پر لسو بجو

پنجشنبه ــ ۱۰ سپتمبر ــ د نیدرلیند د ټیم سره د کینګ په ښار کي د سهار پر لسو بجو

جمعـــــه ــ ۱۱ سپتمبر ــ د پاپو نوی ګینو د ټیم سره د کینګ په ښار کي د سهار پر لسو بجو

یکشنبه ــ ۱۳ سپتمبر ــ د کاناډا د ټیم سره د کینګ په ښار کي د سهار پر لسو بجو

نور معلومات په وروسته پر لیکه سی.