کور / ترخې خبري / ښاغلي احمدزي صاحب ته سرخلاصى ليك

ښاغلي احمدزي صاحب ته سرخلاصى ليك

خورا قدرمنه او ښاغلى د جمهوري رياست نوماند سرور احمد زى صاحب!


خوښ يم چې ستا د روغتيا احوال مې تر لاسه كړ، الله دې ښه تندرست لره.


ما مخكې دشپې لخوا ستا يوه مصاحبه له آشنا راډيو سره واوريده چې په هغه كې تا په ځينو نوماندانو باندې په ټولټاكنو كې ددرغلۍ او لاسوهنې تور ولګاوه ، چې كيدى ريښتيا وي او يا به نه وي….. ځكه پدې هكله زه قضاوت نشم كولاى ، خوتركومه بريده چې زما خپله رايه وه ، ما په خپله خوښه د جمهوري رياست او هم د ولايتي شورا خپل دخوښې نوماند ته پرته لدې چې ماته څوك څه ووايي نو ما رايه وركړه، او دغه رايه ما د كابل په پنځمه ناحيه د قلع واحد په جومات كې استعمال كړه. زما عقيده په حقيقت ده ، زه هغه شى منم چې ويې وينم، دا كه تاسې داسې درغلۍ ليدلې وي ، نو هغه ستاسې كار دى او په دغه هكله نور زما حق هم نه دى چې ويي وايم. خو زه په يوه ټكي له تا څخه ډير زيات خوابدى شوم هغه دا چې:
تا خپل ځان د افغانستان د جمهوري رياست مقام ته نوماند (كانديد) كړى ؤ، خو لاستا د برياليتوب او يا نه برياليتوب پړاو نه ؤ ښكاره شوې چې تاسې ځان له ګرد افغانستان څخه ګوښه او په يوه قوم پورې مو ځان وتاړه. هغه داسې چې تاسې پخپله وويل چې ماته په ازره ولسوالۍ كې ۱۰ زره رايې لويدلې دي ، ځكه زه يوازينى كوچى دكوچيانوكانديد يم… دا ستا دخپل بيان خبره ده، زه په دې خوابدى شوم چې ته خلكو په افغاني كچه پيژندلې خو ته پخپله غواړې چې لوى ونه اوسې او ملي څهره ونلرې اوبس يوه قوم يا يوې خاصې سيمې ته اړوند وې.
زما په خيال چې له تا څخه هيردي چې ښاغلى داكتر اشرف غني هم كوچى دى او له دې سره سره چې كوچى دى نوموړى له پيړيو د احمدزيو كوچيانو دخانانواو مشرانو په كورنى پورې تړلى دى، دوهم داچې هلته د كوچيانو يو بل مشر خان هم شته چې نعيم كوچى نوميږي او دخانۍ ټغر يې په ګرد احمدزي قوم كې پروت دى او هغه د ښاغلي حامد كرزي ترڅنګ ولاړ ؤ ، نو زما په اند ستا دغه دعوه هم دومره صدق نلري او ريښتيا نه راته ښكاري چې ته به كوچيانو هم داسې په ټينګه مشر بللى وې.
داچې تا ولې له ټول افغانستان څخه يوه د ازرې ولسوالي ځان ته غوره وبلله….؟ هغه په تاسې پورې اړه لري.
يوه بله ډيره په زړه پورې خبره د هم په هغه ورځ په خپلو خبرو كې وكړه!!!!!
تا ويل چې مونږ مظاهره يا جلوس كاوه ، چې د ۸۰۰ په شاوخوا كې سپين ږيري او مشران سره راغونډ شوي وو……….. ، خو زه له مظاهرې كولو څخه د امريكې سفير راستون كړم….. او هغو له ماسره ژمنه وكړه چې ستا په شكايتونو به غور كېږي…….. او همدا شان څه نور هم …………
نوښاغلى سرور احمد زى صاحب !!!
زه نور څه نه شم درته ويلى ، خو بس دومره درته وايم چې كه له چا نه د پخپل چاپيريال كې كيسې نه وي اوريدلې، نو يو ځل د غلام محمد غبار تاريخ چې په فارسي ژبه ليكل شوى او يو پښتون هم نه دى ليكلى، د دريو ساعتونو لپاره ځغلنده وګوره ، چې پښتانه څوك وو. كه چيرته كتاب نه شې لوستى نو يو ځل ورشه خپل كوچي ورورښاغلي داكتر اشرف غني او يا هم ښاغلي نعيم كوچي ته چې د كوچي او پښتانه او دافغانستان په تاريخ د لږغوندې پوه كاندي.
دريغى چې دا خبره ما ديوه پښتون له خولې څخه نه وى اوريدلې چې زه له خپل ورور سره په غليم جرګه كوم.
وروره ګله !!!
په افغانستان پاچاهي كول او يا جمهور رئيس كيدل داسې مثال لري لكه د ځنګل په زمري چې سپور شې.
نو كه ترې كوزيږې…خوري دي او كه پرې سپور ځې يوه تياره او له ډاره ډك ځنګل ته دې وړي.
تر كومه بريده چې ما ستاسې مصاحبه واوريده ، نو هغه علاقه چې ما مخكې ستا په مناظره كې درته درلوده ، ورباندې سخت پښيمانه يم.همدارنګه تا چې څومره خپل ځآن په مصاحبه كې خلكو ته وروپيژندو، نو زه دغه ټوپۍ ستا په سر كې ډيره ارته وينم. او په پاى كې به دا درته ووايم چې (اول زده كړه بيا كوزده كړه)
په كليوال احساس او مينه