کور / تازه خبرونه / کندوز: د ناټو الوتکو ۹۹ کسان وژلي او يو شمير نور ژوبل کړيدي

کندوز: د ناټو الوتکو ۹۹ کسان وژلي او يو شمير نور ژوبل کړيدي

د ناټوهوايي ځواکونو تيره شپه دوې بجې کندوز ته نژدې د بمباريو له امله ۹۹ تنه وژلي او يو نامعلوم شمير نور زخميان کړي دي . د ناټو لخوا په خپره سوې اعلاميه کي د وژل سوي کسان ۵۶ او ټوله طالبان بلل سوي دي ، ځايي اوسيدونکي وايي چي طالبانو تيره شپه د ناټو ځواکونو لپاره د تيلو لېږدوونکي ټانکرونه ونيول ، چلوونکي يې ووژل او کله چي يې غوښتل ټانکرونه له سيند څخه واړوي ، يو ټانکر په سيند کي بند سو ، طالبانو د کلي پر خلکو دبند سوي ټانکر تيل وېشل چي د ناټو الوتکو بمونه وغورځول .

د کورنيو چارو وزارت وياند زمری بشري وايي چي د څارني اوپراتيفي ډله يې هستولې ده چي د پېښي په اړه پلټني وکړي .د کورنيو چارو وزارت د پلټنو خبره په داسي حال کي کوي چي په تير و څو کلونو کي د هيڅ يوې ورته پېښو د پلټنو پايله نه ده اعلان سوې او نه يې مجرمينو ته سزا ورکړه سوې ده .