کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې بيا هم هغو هڅو ته كتنه كړې، چې د ورځپاڼې په وينا د ولسمشر كرزي د رايو د فيصدي د كمولو لپاره د ځينو بهرنيو كړيو لخوا روانې دي.

ورځپانې په دوام كې د مشكوكو رايو د څيړونكو په حواله ليكلي، چې تخنيكي ستونزې او درغلۍ دومره هم ندي، چې د ولسمشر كرزي د رايو فصدي راكمه كړي، خو ځينې بهرنيان پدې ټينګار كوي، چې د رايو فيصدي له پنځوسو نه بايد كمه شي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د مصطفى باركزي پر استعفا تبصره كړې او ليكلي، چې دې كار هغه توطعې رسوا كړې، چې د انتخاباتي شكايتونو په كمسيون كې د بهرنيو لخوا د ولسمشر كرزي پر ضد روانې دي.

ورځپاڼې دې مسالې او د انتخاباتو په اړه د ځينو هيوادونو دريځ ته په پام سره ليكلي، چې نړيواله ټولنه په دا ډول ملنډو سره په افغانستان كې د پښو ځاى نشي موندلې.

په ورځپاڼه كې د افغانستان د شمالي ولايتونو د امنيتي وضعې په اړه د ولسي جرګې پروني بحث ته هم كتنه شوې، پكې ددې وضعې د څيړلو سپارښتنه شوې.

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې د انتخاباتي شكايتونو د پخواني غړي مصطفى باركزي په پرونيو څرګندونو تبصره كړې، چې د خپلې استعفى د اعلانولو په مهال يى كړې وې او ليكلي، چې دا څومره ستره بې انصافي ده،چې انتخابات د افغانستان خو پريكړه يى بهرنيان كوي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې بيا ليكلي، چې افغان كابينې پخپله پرونۍ غونډه كې د انتخاباتو د وروستيو نتايجو په اعلان كې پر ځنډ انديښنه څرګنده كړې.

ورځپاڼې په شمال كې روانې امنيتي وضعې ته هم كتنه كړې او دا خبر يى وركړې،چې ايغوري جګړه مارانو په فارياب كې پوځي اډه جوړه كړې ده.

هشت صبح:

دې نادولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرليك د انتخاباتي شكايتونو د كمسيون د غړي استعفې ته ځانګړې كړې او هغه يې د انتخاباتو پس لرزه بللې ده.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، كه څه هم ښاغلي باركزي د استعفې دلايل د بهرنيو لاس وهنه بللې خو د ورځپاڼې په وينا دا استعفې تر ډيره سياسي اړخ لري.

دې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې د شمال د امنيتي وضعې په اړه د ولسي جرګې بحث څيړلې او پوښتلي دي، چې ايا ولسي جرګه د امنيتي چارواكو د احضار او د هغوې د رپورټونو له اوريدو پرته بل څه هم كولې شي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د جرمني د يوې ورځپاڼې په حواله ليكلي، چې هغه جرمني وسلې، چې افغان پوليسو ته وركړاى شوې وې اوس په غير قانوني توګه په بازارونو كې پلورل كيږي.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلا بيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلي دي.

انيس بيا پخپله سرمقاله كې د مصطفى باركزي پرونيو څرګندونو ته په اشارې ليكلي، چې بهرني دوستان بايد دخلكو ارادې او د قانون حكم ته درناوې وكړي.

خو اصلاح بيا په افغانستان كې د يو ائيتلافي حكومت د جوړولو لپاره روانو هڅو ته كتنه كړې او ليكلي، چې افغانان نه غواړي، چې د ائيتلافي حكومت تر سيوري لاندې يو ځل بيا د ډول ډول توطعو ښكار شي.

افغانستان ټايمز:

دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې په يو مطلب كې د كابينې د پرونۍ غونډې دا انديښنه راخستې، چې ممكن د انتخاباتو د وروستيو نتايجو په اعلان كې ځنډ د هيواد امنيتي وضع او اقتصاد لا زيانمن كړي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په پاكستان كې ددغه هيواد په پوځي مركز شوې حملې ته په اشارې ليكلي،چې له دې وروسته د پاكستان د اټومي وسلو خونديتوب په يوې سترې انديښنې بدل شوې.

ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې يو ځلې بيا د افغانستان امنيتي وضع انځور كړې او پكې ښودل شوي، چې امنيتي ځواكونه ويده دي.