کور / کره کتنه / … دا صحافت او ژورناليزم دې ستا سر وخوري!!!

… دا صحافت او ژورناليزم دې ستا سر وخوري!!!


د پښتو نړيوال کنفرانس يو گډونوال
سيد نجيب سادات- کابل
برېښناليک:zhuand2580@gmail.com


Mogelijk ondersteunt de browser de weergave van deze afbeelding niet. د تېر په څېر مې نن هم د خپل کمپيوټر د چالانولو لپاره د برېښنا په تڼۍ زور وکړ، تر پيل وروسته مې غوښتل ټول افغان ويبپاڼه د نوي خبر د ليدو لپاره پرانيزم.


څه نوي او څه زاړه مطالب مې پکې وموندل، بيا د بلاگونو برخې ته ولاړم، د باز محمد عابد بلاگ ته ولاړم، هلته هم د ځينو نورو مطالبو تر څنگ د (پښتو نړيوال کنفرانس) په زړه پورې انځورونه خپاره شوي وو، خو يو انځور ډېر ژر زما پام راواړوه، هغه دا چې د يو انځور په پېژندنه کې ليکل شوي وو:


((اسرار کريمزى د حل لارې نوټ کوي))


ددې پر ځاى چې د کنفرانس د ځينو گډونوالو، کاري گروپونو او نورو مېلمنو انځورونه پکې خپاره شي، يوازې د (ژبې د ودې) له کاري گروپ څخه يې څو انځورونه خپاره کړي وو، لکه دا نور چې هېڅ نه په ورکشاپونو کې گډون لري او نه ورته راغلي دي، که چېرې د ذکر شوي انځور شاليد (Background) ته پام وکړو نو ښاغلى متوکل او نور پکې له ورايه ښکاري، کريمزى هم په دې نړيوال کنفرانس کې موجود وو خو د کاري گروپونو په برخه کې يې (نړيوال جال) سره همکاري درلوده، د (ژبې ودې) کاري گروپ ته يوازې د يو څو مخونو د چاپولو (پرنټ کولو) لپاره راغلى و چې تر چاپ وروسته بېرته ولاړ، همدا د دوه يا درې دقيقو پر مهال يې ښاغلي باز محمد عابد ژر ژر څو انځورونه اخيستي او پرته له پوښتنې يې په خپل بلاگ کې خپور کړي، او بيا يې ليکلي دي چې ((اسرار کريمزى د حل لارې نوټ کوي)).


حال دا چې د ستونزو او حل لارو نوټ د د کورنيو چارو له وزارت څخه يو ځوان ښاغلي محمد دين همدرد، ضياء الرحمن ضياء او يو بل ناپېژاندي ځوان تر غاړې وې، پرېکړه ليک هم همدغو ځوانانو وليکه.


که چېرې په يوه ډېره وړه خبره کې دومره غټه تېروتنه کېږي، او خلکو ته غلط خبر ورکول کېږي، نو په دې دومره سترو پېښو کې چې هره ورځ د هېواد هر ولايت، لويه ولسوالۍ، کلي او نور… ورسره مخ دي، د صحافت او ژورناليزم مانا او مفهوم به څه وي؟


عابد صېب ته د مطيع الله تراب دا بيت ورډالۍ کوم:


((دا صحافت او ژورناليزم دې ستا سر وخوري))

تبصره نسته

  1. تا هم د قلم سپېڅلتیا نه ده ساتلې که باز د هغو انځورونه نه دي راوړي لا بله نیمګړتیا لري بیا هم کورودانی ورته وایو چې تل یې دداسې غونډو انځورونه وړاندې کړي خو هغه ټولې هڅې یې تا هېرې کړې یواځې دیوه انځور پر سر دې د لر اوبر وېبپاڼه ډکه کړې
    په درنښت

  2. yaara daa no maozo shwa che taa warbande lekal kakrre ?? da quraan khater wakrra pakhtana la sa sara makh de ao taa sa sharo karre ?? walaka kho na da abed saeb hagha taswer pa leka kawal kom dard ta dawa kege ao na sta da be zaya lekana ao na kho zama daa tabsera.

  3. salam de abid saib de koor wadan ve che aksona kho khepera ve ta sa kawe she? allah ta wogore che dasi sa weleke che mong te sa faida wakhlo hasy pe awto bawto lagya yae, bas ke nore da fazol lekel ,,,,,,,,,,,,,

  4. زما په نظر خو دې ځوان ښه ليکلي، ځکه چې اوس بايد موږ څومره والى په پام کې ونه نيسو، بلکې څرنگوالى په پام کې ونيسو، که په هېواد کې ١٠ معياري ژورناليستان ولرو نو د ١٠٠ ژورناليستانو اړتيا پوره کولاى شي ولس به هم له حقايقو څخه خبرېږي، لکه څرنگه دې ځوان ذکر کړى دى په يوه ډېره وړه خبره کې که دومره غټه غلطي کېږي نو دا د ورځنيو پېښو په اړه هم همداسې وبوله چې که ١٠ مړه وي نو ولس له ٥ نه خبرېږي، آيا ښه نه ده چې تر دې وروسته د څومره والي پر ځاى څرنگوالى غوره وبولو؟
    پښتو ژبه اوس د څومره والي له معيار څخه وتې ده، که په هره مسئله کې څرنګوالى په پام کې ونه نيول شي، په چا نقد ونه شي نو هر سړى به د خپل سر پاچا وي، او هر څه چې يې زړه غواړي همغسې به کوي، که عابد صېب نن يو غلط انځور خپور کړى، خداى مه کړه سبا بله غلطي کوي او بله ورځ بله…

  5. سادات صیب ! که مونږ دومره وړو خبرو پسې وګرځو نو کیداﺉ شي هیڅ شی هم ترلاسه نکړو او تل به داسې خوار او زار ګرځو ، د انتقاد پرځآی که چیرې د اصلاح لپاره مو مستقیماْ له خپرونکو سره اړیکه نیولې وه او دهغو نظر مو پوښتی وای او بیا مو خپل تأثرات پدې اړه ورته ویلې وه ، نو زما په اند د هغه د استدلال په اوریدو به تاسې یو معقول ځواب او حل مو ترلاسه کړي…. نه د خپرونکې ….. تاسې خو شعر برابر راغلي او لیکلې مو دی …. مننه

  6. سلامونه سادات صاحب. ياره زما خيال ښه اوزګار يې. دا اوس موضوع ده چې تا پرې ليکل کړي.
    همدا اوس په لسګونو پښتانه هره ورځ خپل ژوند له لاسه ورکوي او ته په يو عکس ليکل کوي، افرينونه دې درباندې وي. لږ ځان خبر کړه او وګوره چې څه روان دي.

  7. ټولو محترمو وروڼو او خويندو ته سلام عليکم . د عابد صاحب هڅي د قدر وړ دي ، ددغه ورور ليکنه هم په دغه ډول چي ځينو دوستانو غندلې ده ، د غندلو وړ نه ده ، راځئ چي د سالمي نيوکي ( نقد) لوستلو ، اوريدلو او ليکلو وړتيا په ځانونو کي پيدا کړو ، دا چي نقد کوو سل ځله تر دې ښه دی چي يو بل ته سپکي سپوري وليکو ، له يو بل سره دښمني وکړو يا د يو بل د کار د لاري خنډ سو .
    باور لرم ټوله د ليکوالۍ ، خبريالۍ او ادب په برخه کي د لا ډيري اصلاح غوښتونکي يو ، چي داسي ده نو نيوکي زموږ ژبه ، زموږ هيواد او زموږ د وروڼو او خويندو هڅي لا اغيزمني کولای سي البته تر هغه چي د قلم عفت ته ضرر نه وي رسيدلی .
    بيا هم د عابد صاحب هڅي له هيڅ چا پټي نه دي ، خو ښه به وای که عابد صاحب د غونډي لا ډير عکسونه پرليکه کړي وای ، ځکه هسي هم په کنفرانس کي حاضر و ، هره خوا يي عکسونه واخيستل او د نيټ اسانتيا يې هم لرله .
    د دواړو د خوښيو په هيله .

  8. زما سلامونه او نيکي هيلي مي ومني زه له عابد صاحب نه مننه کوم چي دومره زحمت يي ويستلي ده يا لږ يا ډير تصويرونه يي په سايټ کي نشر کړي دي او سادات صاحب تا څه کړي دي دغه کوم تصويرونه چي له عابد صاحب نه پاتي دي هغه نور به تا نشر کړي وه چي دومره وخت دي په دي ليکنه ضايع کړ ي دي دي هغه پر ځاي به دي غونډي کوم راپور نشر کړي
    مننه