کور / تازه خبرونه / زابل : د جلدك ابتدائيې ته ودانۍ جوړيږي

زابل : د جلدك ابتدائيې ته ودانۍ جوړيږي

د زابل ولایت : د زابل د شهرصفا ولسوالۍ په جلدك سيمه كې د د دغې سيمې د هغه ابتدائيه ښوونځي لپاره ودانۍ د بنسټ ډبره كيښودل شوه چې د روان كال په بهير كې د پوهنې وزارت لخوا نوى تاْسيس شوئ دئ .

د دغه ښوونځي ودانۍ د رغونې چارې نن د وږي په ۱۲مه رسماً د زابل د والي او پوهنې د رئيس په ګډون د ځايي خلكو لخوا پرانستل شوې او په پام كې ده چې په راتلونكو څلورو مياشتو كې به يې د رغونې كار تمام شي .

د غه ودانۍ په ۳ جريبه هغه ځمكه كې جوړيږي چې د سيمه ايزو خلكو لخوا وركړ شوى ده، د غه ودانۍ د يونيسف مؤسسی لخوا د ۵۰۰۰۰ امريكايي ډالرو په لګښت جوړيږي، چې پر ۴ درسي او يوه اداري خونه سربيره به يوه تحويلخانه او د څښاك د اوبو څاه هم ولري .

د جلدك ښوونځي دغه ودانۍ په يوه پوړ كې په پاخه او اساسي ډول جوړيږي او په يوه وخت كې به د دغه ښوونځي ټول ۲۰۰ زده كونكي ځايولي شي .