کور / تازه خبرونه / د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډله نن کابل ته رارسيږي

د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډله نن کابل ته رارسيږي

د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډله چي لس ورځي مخکي هالنډ ته تللې وه پرون ماپښين له هالنډه د افغانستان پر خوا راروانه سوه ، زموږ ملي لوبډلي له هالنډ هيواد څخه څلور ورځنۍ لوبي او وروستۍ يوه ورځنۍ لوبه وګټله او په دې ډول يې د افغانستان نوم او نښان د هالنډ په پلازمېنه امستردام کي وځلاوه .



د کرکيټ ملي لوبډله پرون د امستردام له هوايي ډګره په داسي حال کي رخصت سوه چي يو شمېر مينه وال يې مخه ښې ته ورغلي وو او په هالنډ کي يې تر وروستۍ شېبې بدرګه کړه . نوموړې لوبډلي نن شپه په دوبی کي تيره کړه او نن د ورځي پر ۱۰:۳۰ بجې په د کام اير هوايي شرکت په الوتکه کي له دوبی څخه د کابل نړيوال هوايي ډګر ته راورسيږي .

د ملي لوبډلي ښوونکي ( کوچ ) د هالنډ په هوايي ډګر کي د لراوبر د هالنډ له مسول سره په خبرو کي له دې سفره ډيره خوښي څرګنده کړه او د هالنډ ميشتو افغانانو مينه او احساسات يې وستايل . نوموړي د راتلونکو لوبو د ځای او مهال په اړه وويل چي افغان ملي لوبډله به تر کوچني اختر وروسته له سريلانکا سره لوبي کوي .

ددې لوبډلي کفټان نوروز منګل لراوبر ته وويل چي د ډيري خوشالۍ احساس کوي چي د هالنډ هيواد د کرکيټ له ملي لوبډلي څخه يې سيالي وګټله . هغه د خپلو ملګرو لوبغاړو په اړه وويل چي زموږ ټيم ماشاالله ډير تکړه دی ، د هغه په وينا که د ولس تشويق او ملاتړ ورسره وو نو داسي ډيري سيالۍ به وګټي .

له هالنډ سره د افغانستان د کرکيټ څلور ورځنۍ او وروستۍ يوه ورځنۍ لوبه په داسي حال کي وسوه چي هم روژه وه او هم رسمي ورځي وې خو هالنډ ميشتو افغانانو نه يوازي په ټولو لوبو کي ګډون وکړ بلکي وخت په وخت يې د خپلو لوبغاړو پوښتنه او خدمت وکړ .

تکړه لوبغاړي ريس احمدزي له هالنډه د تګ پر مهال د لراوبر ويبپاڼي مسول عبدالله احسان ته خپل سپورټي لباس ډالۍ کړ په کوم کي چي يې له هالنډه لوبه ګټلې وه . دا ډالۍ د ملي لوبډلي د کفټان نوروزخان منګل په لاس احسان ته وړاندي سوه .



افغان ملي لوبډلي ته په هالنډ کي د يو شمير افغان ځوانانو لخوا د اګست پر ۲۹ نېټه يو ځانګړی پروګرام جوړ سوی و چي شاوخوا ۹۰ تنه ورته رابلل سويي وو ، ددې په زړه پوري ماښام تفصيلي راپور او ويډيوګاني ډير ژر خپريدو ته چمتو کيږي .

د لراوبر ويبپاڼي د هالنډ څانګي هالنډ ته دکرکيټ د افغان ملي لوبډلي د لوبو او تفريح  وختونو په لسګونو ويډيو کليپونه او تر زرو زيات په زړه پوري عکسونه چمتو کړي ، په راتلونکو ورځو کي يې ليدل مه هيروئ .