کور / تازه خبرونه / لغمان : ځانمرګي تر ۵ زياتو ته مرګ ژوبله اړولې ده

لغمان : ځانمرګي تر ۵ زياتو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د راپورونوپراساس تېره ورځ دلغمان ولايت مركزمهترلام ښارجامع جومات مخته هغه وخت يوځانمرګى بريدرامنځته شوچې دافغانستان دملي امنيت عمومي مرستيال ډاكترعبدالله لغمانى اور ورسره پلاوى يې دنوموړي جومات دبيارغونې لپاره لغمان ولايت ته تللي و.


دعيني شاهدانوپه ويناكله چې ډاكترعبدالله لغمانى دجومات دبيارغونې دپرانېستې وروسته دوتلوپه حال كې وچې ځانمرګي خپل ځان لغماني ته ورنژدې كړچې له امله يې دډاكترعبدالله سربيره دلغمان ولايتي شوراى رئيس عمادالدين عبدالرحيم زى ،اجرائيوي رئيس ،اوحج اواوقافوپخوانى رئيس اوشاخواشل ملكي كسان ووژل شول اوتردېرشوزيات ټپيان شول .


دپېښې وروسته ټپيان دلغمان اوننګرهارروغتونونوته استول شوي دي ،او همدارازځينې ټپيان كابل ته هم ددرملنې لپار ه استول شوي دي . ياده دې وي چې دپيښې پړه دطالبانويوه وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي دي چې بريدددوي يوه ملګري دجبارخان په نامه رامنځته كړي چې يوزيات شميرحكومتي چارواكوته يې په كې مرګ ژوبله اړولې ده. دروژې مباركې مياشتې په درشل كې دادوهم ځل دى چې يوشميربې ګناه ملكي كسانوته پ كې مرګ ژوبله اوښتې ده.