کور / تازه خبرونه / افغان چارواكي دكوكناروكرته جدي شول

افغان چارواكي دكوكناروكرته جدي شول

د هغو ولايتونو واليان چې پکې د کوکنارو کښت په لوړه کچه شوی دی، کابل ته راغلي دي چې خپل د کوکنارو د له منځه وړلو پلانونو د نشه يي توکو پرضد د مبارزې او کورنيو چارو له وزارتونو او د سيمه ييزو ارګانونو مستقل رياست سره نهايي کړي. دغه خبرې د وزيرانو او دولس واليانو( هلمند، کندهار، ارزګان، نيمروز، ننګرهار، فراه، بادغيس، بدخشان، سرپل، لغمان، کنړ، هرات، بغلان او کابل) تر منځ  ترسره کېږي. دوی ددې ژمنه کوي چې د تېر کال په پرتله به د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو کمپاين په لا اغېزمنه توګه سرته  ورسوي.


لراوبر ويپاڼي ته رالېږل شوې خبرپاڼه وايي په نننۍ غونډه کې دولت په دې ټينګار وکړ چې واليان د افغان ځواک په ملتيا د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو اصلي مسووليت په غاړه لري. د نشه يي توکو پرضد د مبارزې سرپرست وزير جلالتمآب جنرال خدايداد وويل: ((د نشه يي توکو د غيرقانوني کاروبار د فعاليتونو څخه د مخنيونکيو هڅو ترڅنګ،  د کوکنارو د کښت له منځه وړل د نشه يي توکو د کنترول د ملي ستراتيژۍ يوه برخه ده  چې  د کوکنارو د غيرقانوني کښت د اوږد مهاله  له منځه وړلو، د نشه يي توکو د غوښتنې د راکمولو او د نشه يي توکو پرضد د مبارزې  د ارګانونو د ټينګښت په موخه  ترسره کيږي. همدارنګه ددې ترڅنګ د کليو د پراختيا په برخه کې نورې داسې د پام وړ پانګونې هم پر مخ ځي، چې دا به د نشه يي توکو د بزګرانو په ګډون ټولو افغانانو سره د کاري چانسونو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي)).
 
په ۲۰۰۷م کال کې ۱۵۸۹۸ هکتاره ځمکه له ټولې ۱۹۳۰۰۰ هکتاره ځمکې څخه د کوکنارو له کښته څخه پاکه شوې وه. د تېر کال په نسبت د کوکنارو په ټول کښت کې د ۱۷٪ فيصده په زياتوالي سره دولت دې ته وهڅوه چې په ۲۰۰۸م کال کې به خپلې هڅې نورې هم زياتوي. د کورنيو چارو په وزارت کې د نشه يي توکو پرضد دمبارزې مرستيال جلالتمآب جنرال داود داود وويل: (( د قانون نافذولو د هڅو ترڅنګ، دولت خپل ظرفيت  د کوکنارو د له منځه وړلو او د ترياکو  د کاروبار پر ضد د مبارزې په موخه چی زموږ هېواد  ويجاړوي ، پراخوي.))


هغه زياته کړه: (( دولت به د کوکنارو د له منځه وړلو پروسه په ټول هېواد کې د پرمخ تللې ټکنالوجۍ په کارولو او د ځمکنۍ د تاييد او تصديق له مخې څاري. موږ به د هغو عملونو په مقابل کې عکس العمل ښيوو چې ددوی لخوا څرګندېږي.))


د سيمه ييزو ارګانو لوی مشر ښاغلي جيلاني پوپل  د واليانو د دفترونو پرټينګښت باندې د يو نه بېلېدونکې برخې په توګه ټينګار وکړ، چې دا به له دوی سره په ټولو خارجي تخنيکي او مالي چارو کې د يوې حساب ورکونکې طريقې په توګه د همغږۍ په رامنځته کولوکې مرسته وکړي. ښاغلي پوپل په ولاياتو کې د يوې شفافې او حساب ورکونکې ادارې د ميکانيزمونو په رامنځته کولو کې د واليانو د رول په اهميت باندې د ټينګار په ترڅ کې وويل: (( د سيمه ييزو ارګانونو لوی رياست دداسې پاليسيو په رامنځته کولو باندې کار کوي چې واليانو ته به په مرکز او ولاياتو کې پاملرنه وشي او د خدمت کولو په لاره کې به د هغوی د ظرفيتونو په لوړولو کې موثرې واوسي. دا به همدارنګه د نشه يي توکو پرضد دمبارزې په برخه کې په ځانګړې توګه د کوکنارو د کښت په له منځه وړلو کې په موفقانه توګه اغېز ولري.)) نوموړي زياته کړه:  (( د سيمې په کچه خبرې اترې به په دې موخه تر سره شي چې بزګران به د کوکنارو له کښت څخه منع او هغوی ته به د معيشت بديل دمنابعو په رامنځته کولو کې رغنده رول ولوبوي.))


داسې اختارونه ورکړل شول چې که چېرې د دولتي چارواکيو په اړه کوم ثبوت پيدا شي چې دوی د کوکنارو د کښت په له منځه وړلو کې په رشوت اخيستنه کې لاس ولري، نو دوی به له خپلو دندو څخه ګوښه شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي. د کورنيو چارو وزارت په دې اړه مخکې هم ځينې چارواکي په ځينو ولايتونو کې چې د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو له کمپاين  څخه  د ملاتړ او  بزګران د کوکنارو له کښت څخه د منع کولو په برخه کې پاتي راغلي ، له دندو څخه ګوښه کړي دي. نن ورځ په ټول هېواد کې واليان دا ژمنه وکړه چې دوی به د کوکنارو د کښت له منځه وړل د افغانستان نشه يي توکو پرضد جګړه کې له بنسټيزو عناصرو څخه وګڼي.


په دې کمپاين کې به بزګرانو ته اختارونه ورکړل شي چې د کوکنارو د کښت له منځه وړل به صورت نيسي او د دوی پانګونې به له منځه يوړل شي، که چېرې دوی قانوني فصلونه ونه کري.دواړو وزيرانو پدې ټينګار وکړ ، چې د هغو بزګرانو لپاره به هيڅ معاوضه  نه ورکول کېږي چې د کوکنارو کښت يې له منځه تللی وي، او ټول غېرقانوني کښتونه به په څو راتلونکيو مياشتو کې له منځه يوړل شي. د کوکنارو کښت د افغانستان د اساسي قانون، د رييس جمهور د فرمان، د نشه يي توکو پرضد دمبارزې قانون او په ټول هېواد کې د علماوو لخوا د ورکړل شوې فتوی له مخې غېرقانوني ګڼل کېږي.