کور / تازه خبرونه / پكتيا:شاوخوا۴۴۰كيلومتره سړكړنه به له واوروپاك شي

پكتيا:شاوخوا۴۴۰كيلومتره سړكړنه به له واوروپاك شي

دپكتيا حكومتي مسؤلين وايي چې دمركز ګردېزښاراو شاوخوا اتو ولسواليو شپږ دېرش ۳۶ اومه سړكونه به له واوروڅخه پاك كړي او په دغه كار به دهغه ولايت اته زره۸۰۰۰اوسېدونكو ته دكار زمينه برابره شي . ددغه كار دكېدو په موخه دوه نيم ميليونه افغانۍ ځانګړې شوي دي .


چې ډېره برخه يې  د جرمن دتخنيکي موسسې جي، ټي زيډ له لوري وركول كېږي او پاتي نوري يې دپكتيا دكليو دپراختيا درياست له لوري چمتو شوي دي  دهغه ولايت دكليو دپراختيا رياست مشر انجينرطاهرشفيق وويل چې په دغو پيسو به ترراروان پسرلي پوري داتو ولسواليو او دګردېزښار سړكونه پاك كړل شي چې دواورو دنه اورېدو په صورت كې دغه پيسې پرنورو بيارغنيزو كارونو لګېدلاى شي.