کور / z_buitenland_news -- 5 / هانګ كانګ: د كښتيو ټكر ۱۳۳ ټپيان كړل

هانګ كانګ: د كښتيو ټكر ۱۳۳ ټپيان كړل

په هانګ كانګ كې ددوو كښتيو ترميانځ دټكر له كبله لږ ترلږه ۱۳۳ كسان ټپيان شول او په هغوى كې د۱۹ كسانو روغتيايي حالت داندېښنې وړبلل شوى دى .


دراپورونو له مخي تېره شپه دمكاو په نوم جزيرې څخه يوه كښتۍ دهانګ كانګ لورته روانه وه چې دمخالف لوري راتلونكې كښتۍ سره ټكرسوه او په پايله كې ۱۳۳كسان ټپيان شول.


دمكاو جزيرې چارواكو ترپېښه سمدستي وروسته دمرستي په موخه هلته لس كښتۍ استولې دي . چارواكي دپېښي علت دګرز دټېټېدو له كبله بولي او وايي چې كښتۍ ناپامه ټكر سوې دي.