کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / القاعده څنګه رامنځته شوه

القاعده څنګه رامنځته شوه

 


 


 


د یویشتمې پیړۍ پیل د نړیوال تاریخ تر ټولو لوی ترهګر برید سره غوټه شو . القاعده او بن لادن د وخت تر ټولو مشهور نومونه وګرځیدل او هیر شوی افغانستان یو ځل بیا دخبرونو د سر ټکی او د نوې نړیوالې لوبې ډګر وګرځید. د لوبې لوبغاړي که یوې خوا ته امریکا او ناټو دي نو بلې خوا ته القاعده او طالبان دي . القاعده داسې کوم سازمان نه دی،  چې د مرخیړي په څير په یوه شپه کې راټوکیدلی وي ، بلکې منځته راتګ یې خپل لاملونه او تاریخچه لري .
د 1986 ز په مى کې ډاکتر عبدالله عزام په افغانستان کې دننه عرب جنګیالو ته د عرین الاسد ( د زمري ځاله ) په نوم روزنتون پرانیست . عبدالله عزام د خپل عمر په پنځلس کلنۍ کې د ( اخوان المسلمین ) لیکو ته ورګډ شو او خپله ګوندي وړتیا یې همدلته وښودله . دحسن البناء د افکارو اغیز یې په شخصیت کې له ورایه ښکاریده ،عزام د اردن په پوهنتون کې د اخوان المسلمین لپاره فعالیت کاوه  . او په 1981 ز کې د اخوان المسلمین په سپارښتنه د ملک عبدالعزیز په پوهنتون کې استاد شو . ډاکتر عزام همدلته له کمال السنانیري سره وکتل ، نوموړی د اخوان المسلمین له لوري  په افغانستان کې د جهاد د دوسیې مسوول و ، سنانیري له عزام څخه وغوښتل ، چې د اخوان المسلمین په استازیتوب افغانستان ته سفر وکړي او هلته له فلسطین ، مصر ، سعودي عربستان ، اردن او نورو عربي او اسلامي هېوادو څخه ورتلونکي جنګیالي استقبال او سمبال کړي . عزام له تردد پرته ومنله او د 1981 ز په پای کې یې د پوهنتون له رئیسه وغوښتل ، چې نوموړی په اسلام اباد کې نړیوال اسلامي پوهنتون ته د استاد په توګه وروپیژني . د اخوان المسلمین له خوا د ګومارل شوي عزام دنده دا وه ، چې له بهره د ورتلونکو مسلمانو ځوانانو څخه یو فعال او اغیزمن سازمان جوړ کړي او که اړتیا پېښه شي د نړۍ په هرګوټ کې ورسپارل شوې دنده تر سره کړي .
کله ، چې ډاکتر عزام په 1986 ز کې خپل پلان عملي کاوه له ده سره د موجودو ځوانانو شمیر ایله د ګوتو په شمار و . په افغانستان کې عرب جنګیالو د لومړي ځل لپاره په 1987 ز کې په جګړه کې مخامخ ونډه واخیسته ،  دغه مهال یې شمیر په ناببره بڼه 120 ته ورسیده . ډاکتر عزام په خپله ټولې جګړې څارلې تر څو یې منفي اړخونه په ګوته کړي . عزام خپل پام نظامي روزنې ته واړوه او د همدغې چارې لپاره یې له نورې نړۍ څخه نظامي کارپوهان راوبلل .
کارپوهان ( 1984- 1992 ز ) د القاعدې د جوړښت لومړي کلونه شمیري دغه مهال ډاکتر عزام او اسامه بن لادن د روسانو په ضد په عملي جهاد کې په خپله ګډون وکړ . اسامه د بیت الانصار او ډاکتر عزام د مکتب الخدمات په نوم په پیښور کې دفترونه پرانیستل . ډاکتر عزام به د جهاد لپاره مطبوعاتي کمپاین كاوه او بسپنې راټولولې او د جهاد لپاره به یې عربان هڅول ، چې افغانستان ته سفر وکړي . بیت الانصار به دوی ته نظامي روزنه ورکوله او دجهاد جبهو ته به یې استول . اسامه د الجهاد مصري ګوند په مرسته په ځاځیو کې پوځي روزنتون پرانیست . له 1986 څخه تر 1992 ز پورې افغانستان ته د 40 زرو شاوخوا عرب جنګیالي راغلي و،  له لندن څخه خپریدونکې القدس مجلې یې اټکلي شمیرې داسې ښوولي  :
سعودي عربستان 20000
یمن 5000
مصر 4000
الجزایر 2000
له المغرب ، لیبیا ، فلسطین ، عربي متحده امارات، تونس ، عراق ، سوریه ، لبنان، موریتانیا او سومالیا څخه د راغلو عربانو شمیر د سلګونو په شاوخوا کې و . (۱)
او پردې سربیره د زرګونو په شاوخوا کې پاکستانیانو هم د افغانستان په جګړو کې ونډه اخیستې وه . له 1988 ز  کال راوروسته د جهاد د پراختیا فکر رامنځ ته شو .
د القاعدې نوم په دقیقه توګه په 1988 ز کې د ډاکتر عزام له ترور وروسته راڅرګند شو . ډاکتر عزام له اسامه بن لادن څخه وغوښتل ، چې د هغه کسانو لپاره د ثبت یوکتاب جوړ کړي ، چې افغانستان ته تګ و راتګ لري . ځکه دا د مکتب الخدمات لپاره د شرم خبره ده ، چې خپلو جنګیالو په اړه کره معلومات په لاس کې نه لري . (۲)
افغانستان ته د عربانو د راتګ لاملونه په دې ډول دي :
– له افغانانو سره د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې په جګړه کې مرسته . دغه لړۍ د تیرې پیړۍ له اویایمې لسیزې څخه پیل او په 1992 ز کې پای ته ورسیده.
– په افغانستان او پاکستان کې له افغانانو سره طبي او نورې لومړنۍ مرستې .
– له 1992 ز څخه راوروسته یې یوشمیر له نظامي کمپونوسره یو ځای شول .
– یو شمیر نورو په افغانستان کې استوګنه غوره کړله ځکه ، چې دوی له خپلو حکومتونوسره ستونزې درلودلې . (۳)
د شوروي اتحاد له ماتې او د ډاکتر عزام له ترور وروسته اسامه بن لادن خپل هېواد ته ستون شو خو ملګري یې په افغانستان کې پاتې شول او په کورنیو جګړو کې یې ونډه واخیستله او پاتې نور ، چې له افغانستان څخه ووتل په دریو برخو وویشل شول :
۱-  یو شمیر په ځینو اروپایي هېوادو کې د سیاسي پناه د غوښتلو پر هڅو لاس پورې کړ ( دا په عربي نړۍ کې د وسله والو اسلامي ګوندونو او ډلو مطبوعاتي کدرونه وو ) .
۲- یو شمیر نورو پریکړه وکړه ، چې بیرته خپلو هېوادو ته ستانه شي او هلته  د واکمنو د پښو لاندې ځمکه سره تبۍ کړي دغه ډول بیلګې په مصر او الجزایر کې ولیدل شوې .
۳- درېیمه برخه د خپل معنوي پلار ډاکتر عزام پروژې ته ژمن او مخلص وو دوی ، چې څه په افغانستان کې پیل کړي و هغه یې په نوروسیمو کې سرته رسول لکه بوسنیا ، فلپین ، افریقايي هېوادونه او…. اسامه بن لادن پر همدغه برخې ډیر باوري و.  کله ، چې عراق پر کویت یرغل وکړ او اسامه  له سعودي واکمنو سره مخالف شو نو یې پر همدغو جنګیالو غږ وکړ .
د ډاکتر نجیب الله د حکومت له سقوط وروسته افغانستان داسې یو ځواک ته اړتیا درلوده ، چې په سیمه کې امن  او هوساینې ته لار هواره کړي . هغه مهال خلکو پر طالبانو دغه ډول باور وکړ او په 1994 ز کې د طالبانو څرک ولګیده  او دتنظیمي ګډوډیو ټغر یې ورټول کړ . د طالبانو او القاعدې تر منځ دومره لوی  موضوعي نږدیوالى یوازې په فکري برخه کې و . که څه هم د القاعدې سازمان  د طالبانو په پرتله ډیر منظم و،  د وخت له غوښتنو څخه یې  ګټه اخیستلای شوه  او پرمختللې ټیکنالوجي یې کارولی شوه ، په افغانستان کې دننه یې د طالبانو له پوره ملاتړ څخه ګټه پورته کړه او د لاسته راوړنو او اوښتون نوی پړاو یې پیل کړ. امریکا دشلمې پیړۍ په وروستۍ لسیزه کې د نړیوالې ترهګرۍ پر ضد جګړه اعلان کړه او په 1995 زکې دغه جګړه سخته شوه .  دغه مهال افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ یو ځل بیا عرب جنګیالو ته خپله غیږ پرانیسته اود جهادي خوځښت غړو او کدرونو په افغانستان کې د ارام ساه واخیسته . دغه جنګیالي یویو ډلې ډلې افغانستان ته راننوتل د 1996 ز په دوهم نیمایي کې د دوهم ځل لپاره خپل فعالیتونه له سره پیل کړل طالبانو هم دغو ډلو ته خپلې غیږې پرانیستې . په 2000 ز کې د عربانو غونډونه اومیلمستونونه د پلازمینې سربیره د افغانستان په لویو ښارونو لکه کندهار ، خوست او جلال اباد کې رامنځ ته شول . د عربو نوو مهاجرینو او پخوانیو جنګیالیو د نورو جنګیالو د رابللو په موخه پر پراخه مطبوعاتي کمپاین لاس پورې کړ . د 1996 او 2001 ز تر منځ افغانستان ته د راغلو عربانو شمیر په زرګونو وو ، خو هغه کسان ، چې همدلته یې استوګنه غوره کړی وه نږدې 350 کورنۍ او 1400 عربان وو . پردې سربیره د منځنۍ اسیا په ځانګړې توګه د ازبکستان او تاجکستان یو څوکورنۍ هم وې . په 1998 ز کې نړۍ له یو ناببره اعلان سره مخ شوه.  وسله والو اسلامي ډلو د( الجبهه الاسلامیه العالمیه لقتال الیهود والنصاری ) اعلان وکړ، چې اسامه بن لادن ، ایمن الظواهري ، رفاعی طه احمد  په مصر کې د جماعت اسلامي د شورا رئیس  منیر حمزه جمعیت علماء اسلام  پاکستان سکرتر او د بنګلادیش د جمعیت علماء اسلام مشر پرې لاسلیکونه کړي وو .
پر افغانستان د امریکا له بریدونو څخه وړاندې په افغانستان کې د طالبانو د واک پر مهال 14 مستقلو حرکتونو شتون درلود،  ددغو ډلو نظامي غونډونه له دفاع  او کورنیو چارو وزارتونو او له اسختباراتو سره ثبت و او له طالبانو سره یې نږدې اړیکې درلودلې . کولای شو ، چې دغه ډلې په دوو برخو وویشو او د ځینو پیژندنه یې په لاندې ډول ده : 
عربي ډلې : 
– القاعده مشر یې اسامه بن لادن دی .
– الجماعه الاسلامیه المقاتله بلیبیا ، مشر یې ابو عبدالله الصادق ، چې اوس په زندان کې دی .
– الجماعه الاسلامیه المجاهده فی المغرب ( مراکش ) ، مشر یې ابو عبدالله الشریف
– جماعه الجهاد المصریه : دا یوه کوچنۍ ډله ده اکثره غړي یې په ایران کې استوګن وو ،چې وروسته بیا افغانستان ته ولیږدیدل .
– تجمع الجهاد الجزایرین .
– تجمع المجاهدین من تونس .
– تجمع المجاهدین من الاردن وفلسطین ، مشر یې ابو مصعب الزرقاوي و .
– خلدن روزنتون ( عام نظامي مرکز ) دا تر ټولو پخوانی مرکز دی ، چې د ډاکتر عبدالله عزام مکتب الخدمات د هڅو په پایله کې رامنځ ته شوی . مشر یې ابن الشیخ  صالح اللیبي او مرستیال یې ابو زبیده و  . له 1989 ز څخه رادیخوا په دغه مرکز کې 20000 جنګیالي روزل شوي دي .
– معسکر الشیخ ابو خباب المصري ، دا عام روزنیز مرکز دی ، چې د چاودیدونکو او کیماوي توکو د کارونې لارې چارې ښايي .
– مجموعه معسکر الغرباء ، دا له طالبانو سره تړلې ډله وه ، د څیړنو ، راپورونو او لیکچر څانګې یې هم درلودلې په 2000 ز کې رامنځ ته شوی .
عجمي ډلې
– ازبک مجاهدین ، دا د شمیر له پلوه ستره ډله وه ، موخه یې ازبکستان ته دجهاد د فکر لیږد و ترڅو هلته د اسلام کریموف حکومت ړنګ کړي . مشر یې محمد طاهر جان و او مشهور نظامي قومندان یې جمعه بای نومیده .
– د ختیځ ترکستان مجاهدین : دا یوه وړه ډله وه ، چې له چین څخه په پټه راتښتیدلې و .
– ترکي مجاهدین : دا د ترکانو او کردانو څخه جوړه شوې ډله وه ، ډیری فعالیتونه یې پټ و .
په اسلامي نړۍ کې یو شمیر ډلې او تنظیمونه شته ، چې له القاعده سره خواخوږي لري او ملاتړ ورڅخه کوي لکه د عراق قاعده الجهاد ، د اندونیزیا جماعت اسلامي – د همدې ګوند پر یو غړي د بالي چاودنو تور ولګید – جیش عدن ، له اسامه بن لادن سره یې په 1998  زکې بیعت کړی او په 2000ز کې پرې د (کول)  بیړۍ د ویجاړولو تور پورې شو . د الجزائر الجماعه السلفیه والقتال ، د عراق په کردستان کې د انصار الاسلام الکردیه ، د لیبیا الجماعه الاسلامیه المقاتله ،  په سومالیا کې د المحاکم الاسلامیه ملیشې ، په ایران کې د سني عربانو جند الشام او جند الاسلام ، د اخوان المسلمین ، حماس ، جهاد الاسلامي  او په دې وروستیو کې د افغانستان د حکمتیار د اسلامي حزب غړي پردغو ډلو او تنظیمونو ورزیات شوي . (۴)
د القاعدې تنظيمي ترکيب
دنړۍ د نورو تنظیمونو او ګوندونو په پرتله د القاعدې د تنظیم تشکیلات ډیر پیچلي دي . نزار عبدالمعطی الطحاوي د القاعدې د تشکیلاتو په اړه په الاهرام کې د ( القاعده په سعودي عربستان …. ګډوډ ګواښونه او اسلامي بنسټپالان ) تر سرلیک لاندې القاعده داسې راپیژندلی ده : 
– مشورتي  کمیسون ( سلاکاره ډله ) ، دا اسامه بن لادن ته نږدې کړۍده ، چې له تشریعي او سیاسي کمیسونو څخه جوړه ده او د فتوا چارې هم په خپله ترسره کوي .
–  نظامي کمیسون : دغه کمیسون په نړۍ کې د القاعده لپاره نښې ټاکي او عملیاتي چارو ته بسپنه وررسوي .
– مالي کمیسون : دا کمیسون د مرستو او بسپنو راټولول په غاړه لري او د روزنیزو غونډونو بودیجه تنظیموي .
– امنیت کمیسون :  دا کمیسون د القاعده د غړو ساتنه ، د معلوماتو د راټولولو او د اسختباراتو څارل په غاړه لري .
– د خبري رسنیو( میډیا ) : کمیسون دنده یې د معلوماتو خپرول او دمطبوعاتي کمپاین له لارې د خواخوږو او ملاتړو پیدا کول دي . القاعده له خبري رسنیو څخه وړ او پر ځای ګټه پورته کړې ده  . د القاعده مطبوعاتي څانګې السحاب تراوسه 74  ویدیويي کیسټونه د روان کال په ترڅ کې را ایستلي ،  په 2005 ز کې د کیسټو شمیر 16  ، او په 2006 ز کې 58 وو ،  دغه شمیرې د انټر سنټر خپرې کړي ، چې د القاعده نشرات څاري . څارونکي وايي ، چې  په دې وروستیو کلونو کې فکري جګړه ډیره مهمه او پریکنده ده (۵)
د القاعدې د سر سړي
له 1994 ز څخه رادیخوا القاعده د هر چا د ژبې په سر ده خو تر اوسه یې د نورو تنظیمونو او ګوندونو په پرتله غړي او تشکیلات   ډیر پیچلي دي ، تر اوسه یې څو دګوتو په شمار مشران په خبري رسنیو کې راڅرګندیږي . کولای شو ، چې د القاعده د سر سړي په دریو برخو وویشو :
د 2001 سپټمبر له یولسم وروسته امریکا د القاعده د تنظیم د هغو غړو نومونه خپاره کړل ، چې ددغه بریدونو تور پرې لګیدلی و ،  وروسته بیا دغه لست ته نور نومونه هم ورزیات کړل شول موږ کولای شو ، چې همدغه نومونه په دریو برخو وویشو :
۱- ازاد ( هغه مشران ، چې تر اوسه ازادګرځي )
۲- بندیان / یا نیول شوي
۳- وژل شوي
۱- ازاد ( هغه مشران ، چې تر اوسه ازاد ګرځي ) :
۱- اسامه بن لادن : د یولسم سپټمبر له پېښو راوروسته امریکا د هغه کسانو لست خپور کړ ، چې ددغو چاودنو ګومان پرې کیدای شو یو څه یې امریکا ته په لاس ورغلي ، خو د القاعده د سر سړی اسامه تر اوسه ازاد ګرځي . پرنوموړي څو تورونه لګیدلي ، لکه په 1998 ز کې په تانزانیا او کینیا کې د امریکا د سفارت الوزول او په 2000 ز کې په یمن کې د (کول) امریکايي بیړۍ  ویجاړول  . اسامه بن لادن په 1377 هـ ( 1957 ز) کې له سوري الاصل مور څخه زیږیدلی،  د ورووڼو او خویندو تر منځ درې څلویښتم ،  د ورورڼو تر منځ بیا یوویشتم او د مشهور ټیکه دار محمد عوض بن لادن له لمسیانو څخه دی . نیکه یې په 1930 ز کې له حضرموت څخه جدې ته راغلی . اسامه خپلې زده کړې په سعودي عربستان کې دادارې په څانګه کې تر سره کړي . په پوهنتون کې د زده کړې پرمهال د اسلامي خوځښتونو له یو شمیر فعالیتونو څخه خبر او له یو شمیر مشهورو څیرو څخه اغیزمن شو،  لکه د سید قطب ورور محمد قطب او … اسامه بن لادن د لومړي ځل لپاره کراچۍ ته راغی او له دغه ځایه د جماعت اسلامي  پاکستان په مرسته پیښور ته راوروسید او دلته یې له یو شمیر تنظیمي مشرانو، لکه سیاف او رباني سره ولیدل . او په پیښور کې یې یوه میاشت تیره کړه .  اسامه هڅه کوله ، چې دغه سفر او لیدنه همداسې پټه پاتې شي ، ځکه هغه د سعودي حکومت په فکر نه پوهیده . کله ، چې له سعودي څخه راوګرځید . په 1982 ز کې افغانستان ته ننوت ،  په جهاد کې یې ونډه واخیسته او په 1984 ز کې یې د عرب جنګیالو لپاره په پیښور کې بیت الانصار جوړ کړ . په 1986 ز کې اسامه پریکړه وکړه ، چې د جهاد مفکوره یو څه پراخه کړي او پردې وتوانیده ، چې شپږ نظامي روزنیز غونډونه پرانیزي . په 1988ز کې ورسره د القاعدې د جوړولو فکر پیدا شو . له 1986 څخه تر 1989 ز پورې عرب جنګیالو په افغانستان کې په پنځو سترو جګړو کې ونډه واخیسته . کله ، چې په 1989 ز کې پخوانی شوروي اتحاد له افغانستان څخه په شاشو اسامه بیرته سعودي عربستان ته وګرځید . هلته یو څه وخت ارام واوسیده خو کله ، چې عراق پر کویټ برید وکړ له دې وروسته د اسامه او  سعودي حکومت تر منځ اړیکې خرابې شوې  . حکومت نوموړی له سفر څخه منع کړ او په کور کې یې نظر بند کړ خو اسامه وتوانیده ، چې د خپل ورور له لارې د سعودي دکورنیو چارو مرستیال وزیر احمد بن عبدالعزیز قانع کړي په دې دلیل  ، چې اسامه ته اجازه ورکړي ځکه ، چې نوموړی په پاکستان او نورو سیمو کې پیسې او نور حسابونه لري او باید ولاړ شي او دا مسلې حل کړي . مرستیال وزیر ده ته اجازه ورکړه او خپلو امنیتي ارګانونو ته یې دنده ورکړه ، چې نوموړی وڅاري . اسامه په دغه پلمه له سعودي څخه ووت .  کله ، چې پاکستان ته ورسید ، ورور ته یې لیک ولیکه   ، چې زه نور نه شم کولای بیرته دروګرځم . اسامه په پاکستان کې د ډیرې مودې لپاره پاتې نه شو اوبیا  افغانستان ته ننوت خو په افغانستان کې د خپلې میشتیدنې کومه عملي ګټه نه لیده نو ځکه په 1991 ز کې په یوې ځانګړې الوتکه  کې په پټه سوډان ته ولاړ . د سوډان له حکومت سره یې اړیکې ډیرې ښې  وې او تر دغه مهاله یې پانګه په واک کې وه . په 1992 ز کې ورته د نړیوالو پام ورواوښت او د همدغه کال په پای کې یې پانګه ګنګل شوه . کله ، چې د سعودي حکومت نور نهیلی شو ،چې اسامه نه شي نیولای ،  د1994 ز په پیل  کې پاچا فهد امر وکړ او له اسامه څخه یې دسعودي تابعیت سلب کړ، ځکه اسامه د1994 ز په پیل کې د سعودي حکومت په ضد ښکاره فعالیتونه پیل کړل
په سوډان کې د اسامه شپې نورې ترخې کیدلې نو ځکه یې په 1996 ز کې پریکړه وکړه ،چې بیرته افغانستان ته راوګرځي .  له پخوانیو مجاهدینو څخه یې له مولوي محمدیونس خالص او مولوي جلال الدین حقاني سره اړیکې ونیوې او دخپل راتګ خبره یې ورسره شریکه کړه هغوی ورسره ومنله او دغه دواړه مشران یې د جلال اباد هوايي ډګر ته د هرکلی لپاره ورغلل . په اسلام اباد کې د سعودي سفیر له مولوي خالص او حقاني څخه وغوښتل ، چې نوموړی ورتسلیم کړي خو دوی دواړو انکار وکړ . د 1996 په پای او د 1997 ز په پیل کې اسامه وتوانیده ، چې یو شمیر افغاني او پاکستاني علماء دې ته چمتو کړي ، چې له عربي نړۍ څخه د امریکایانو د وتو فتوا ورکړي  . اسامه بن لادن اوس هم ازاد ګرځي داسې ویل کیږي ، چې نوموړی دافغانستان پولو ته څيرمه د ډیورنډ کرښې ها غاړه په قبایلي سیمو کې دی .
۲- ډاکتر ایمن الظواهري : 
  ایمن الظواهري په 1951 / 6/19 نېټه د مصر د البحیره ولایت په کفرالدوار نومى ښار ګوټي کې نړۍ ته سترګې پرانیستي ، د القاعده د سر سړیو په لیکه کې راځي او د منظمه الجهاد الاسلامی العسکریه مشر و . پلار یې محمد الظواهري د مصرله مشهورو ډاکترانو څخه و ، د پلار له اړخه یې نیکه د محمد الظواهري د الازهر له شیخانو څخه دی ، د مور له اړخه یې نیکه د مصر نامتو لیکوال او ادیب عبدالوهاب عزام دی ، نوموړی دوه ماماګان لري یو یې سالم عزام د اروپايي اسلامي ټولنې مشر او بل یې محفوظ عزام د مصر د کارګر ګوند مرستیال دی . ظواهري په 1979 ز کې واده وکړ او په 1978 ز کې یې د قاهرې له پوهنتون څخه په جراحۍ کې تخصص واخیست او وروسته یې بیا خپلې زده کړې په پاکستان کې بشپړې کړې او دوکتورا یې تر لاسه کړه . په 1981 / 10/23 نېټه  د حرکه الجهاد والجماعه مشرۍ ورتر غاړې وه . کله ، چې خالد الاسلامبولي دمصر ولسمشرانور السادات وواژه دغه مهال الظواهري هم دهغه کسانو په لست کې ونیول شو ، چې د ولسمشر په وژنه کې یې لاس درلود خو وروسته بیا معلومه شوه ، چې ظواهري په دغه ډله کې نه و . خو د ناقانونه وسلې د ساتنې لامله زندان ته واستول شو . په 1985 ز کې له بنده خوشی شو او سعودي عربستان ته د کار لپاره ولاړ خو هلته یې ‌ډډه ونه لګیده ، لومړی پاکستان او بیا افغانستان ته راغی ،  د نوي یمو کلونو تر پیله دلته و وروسته بیا سوډان ته ولاړ،  نوموړی دیوشمیر کتابو لیکوال هم دی . د مصر سترې محکمې په غیاب کې پرده د اعدام حکم کړی . (۶)
 ۳- سیف العدل :
داسې ویل کیږي ،چې د سیف العدل اصلي نوم محمد ابراهیم مکاوي دی او په القاعده کې د اسامه د ساتونکې  ډلې مشر دی . د خپل عمر په دیرش کلنۍ کې له القاعده سره یو ځای شو . نوموړی پخوا د مصر په پوځ کې ضابط و له پخواني شوروي اتحاد سره دجهاد په نیت افغانستان ته راغی . په 1998 ز کې په کینیا او تانزانیا کې د امریکا د سفارت د الوزولو په پېښه کې ګرم وپیژندل شو،  امریکا  پرې  دهغه سومالیایانو د روزنې پړه هم وراچوي ، چې په 1993 ز کې یې 18 امریکايي سرتیري وژلي.
۴- شیخ سعید :
 شیخ سعید د بن لادن زوم او د القاعده د مالي څانګې مسوول کس دی . د نوي یمو کلونو په پای کې له اسامه سره په سوډان کې یو ځای شو . امریکايي څیړونکي په دې باور دي ، چې همده محمد عطا ته پیسې استولي دي ، تر څو د یولسم سپټمبر د پېښو لپاره تیاری ونیسي .
۵- ابو محمد المصري :
اصلي نوم یې  عبدالله احمد عبدالله دی ، څلویښت کلن دی او په افغانستان کې د القاعده د نظامي روزنې مسوول کس دی .  او کندهار ته څیرمه د الفاروق نظامي روزنځای مسولیت ورترغاړې و . په افریقا کې یې د امریکا د سفارتونو په الوزولو کې لاس درلود .
۶- سلیمان آبو غیث :
د القاعده د ویاند په توګه رسنیو پیژندلی ، دیرش کلن دی ، هغه مهال کویت ورڅخه خپل تابعیت سلب کړ چې په الجزیره تلویزوني کانال کې یې افغانستان ته د امریکا راتګ د تیري په توګه وغنده  . پخوا په کویت کې د اسلامي تعلیماتو ښوونکى و،    او په 2000 ز کې یې کویټ پریښی .
۷- ثروت صلاح شحاته :
ثروت د مصر دی ، په جماعه الجهاد المصریه کې د ایمن الظواهري مرستیال و ، د مصر سترې محکمې دوه ځلې دده په غیاب کې دترهګرو فعالیتونو له امله د اعدام حکم پرې کړی .
۲- د القاعده هغه غړي ،چې نیول شوي :
۱- ابو فرج اللیبي :
ابو فرج په القاعده کې له اسامه او ایمن الظواهري څخه وروسته دریم کس دی کله ، چې خالد شیخ په 2003 ز کې ونیول شو نوموړی یې پر ځای وټاکل شو.  دده په اړه ویل کیږي ، چې دا په القاعده کې تر ټولو ښه پلان جوړونکی دی ، دوه ځلې د پرویز مشرف د ترور پر هڅه تورن شوی . ابو الفرج په 2005  د می پر 4 مه دیکشنبې په ورځ په وزیرستان کې ونیول شو .
۲- خالد شیخ محمد :
خالد شیخ محمد له اصله پاکستانی دی ، اوه دیرش کاله عمر لري او د القاعدې په مشرانو کې راځي . د یولسم سپټمبر د پېښو پلان همده جوړ کړی و . امریکا یې پردې تورنوي ، چې ده له رمزي احمدیوسف سره په 1993 ز د سوداګرۍ د نړیوال مرکز په الوزولو کې مرسته کړې . نوموړی په 2003 ز د مارچ پر لومړۍ نیټه په روالپنډۍ کې ونیول شو .
۳- ابوزبیده :
ابو زبیده دفلسطین دی او په دوو نومونو مشهور شوی زین العابدین محمد  حسین او عبدالهادي  عبدالوهاب  .  په سعودي کې زیږیدلی ، نوموړی په لسګونو نور نومونه هم کاروي . امریکایان اټکل کوي ، چې دی په القاعده کې د ترهګرو د راټولولو مسوول او اسامه ته له نږدې کسانو څخه دی . په پاریس او سرایوو کې د امریکا پر سفارت د برید تور هم پرده پورې شوی . ابوزبیده د 2002 ز په مارچ کې په پاکستان کې نیول شوی .
۴- رمزي بن الشیبه :
رمزي بن الشیبه د یمن دی ، نوموړی د آلمان په همبورګ کې د القاعده د ډلې فعاله غړی شو ده د نوي یمو کلونو په پای کې هلته سیاسي پناه اخیستې وه اوپه 1997 ز کې په یو سیمه ییز جومات کې يې له محمد عطا سره لیده کاته شوي و.  رمزي د (کول) بیړۍ او په تونس کې د یهودي عبادت ځای په ویجاړونې تورن شوی . رمزي په 2002 ز کې په کراچۍ کې د پولیسو لاس ته ورغی .
۵- محمد حیدر زمار :
محمد حیدر دسوریې دی ، دا د هغې ډلې مشر دی ، چې د یولسم سپټمبر بریدونه یې تر سره کړل . نوموړی د المان تابعیت لري او په المغرب کې ونیول شو . دا  په المان کې د محمد عطا ، مروان الشیحي او زیاد الجراح د ډلې ملګری و .
۶- علي عبدالرحمن الغامدي :
الغامدي په 1947 ز کې زیږیدلی ، په افغانستان او چیچنیا کې یې د جګړې مهارتونه زده کړي ، په سعودی عربستان کې د چاودنو مسول بلل شوی او په 2003 ز کې نیول شوی .
۶- عبدالرحیم الناشري :
الناشري په خلیج کې د القاعده فعال غړی دی . امریکايي سرچینې وایي : چې دوی په 2002 ز ک