کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په هندوستان کې دافغان سفارت نوم ولې واړول شو؟

په هندوستان کې دافغان سفارت نوم ولې واړول شو؟

په دې وروستيو کې داطلاعاتو او کولتور شړل شوي وزير چې اوس په هند
کې دافغانستان داستازي په توګه خپله دنده پر مخ بيايي، په دې هېواد کې يې
دافغانستان دلوى سفارت لوحه چې په پښتو پرې ليکل شوي و ((دافغانستان داسلامي
جمهوريت لوى سفارت)) په ((سفارت کبراى جمهورى اسلامى افغانستان)) اړولې ده .


رهين دخپل پخواني عادت له مخي يو ځل بيا په پښتو پسې را واخيسته او
دسفارت لوحه يې يې په فاړسو باندې واړاوله ددې تر څنګ يې دسفارت په کتابتون کې پښتو
کتابونه له منځه وړي دي او که يې څوک زبات غواړي نو دسفارت له پخوانيو مامورينو څخه
دې هم پوښتنه وشي او دکتابتون اوسنى حالت دې هم وکتل شي .


دا په داسې حال کې ده چې  له کومه وخته هند او افغانستان
دپلوماتيکي اړيکې سره ټينګې کړې دي او دسفارت په کچه استازي دفترونه يې پرانستي دي
نو دافغان سفارت  پر دروازه باندې ځوړنده لوحه به په پښتو ژبه وه  خو
ښاغلي رهين ونه شو زغملى او دا نوم يې واړاوه .


رهين له خپل تور شاليد سره سره تر اوسه لا هم دافغانستان دسياسي
ژوند او يا سياسي چاپېريال پر يوه برخه سترواکي چلوي او چې هر څه يې زړه وغواړي که
دملت  له ګټوسره سر خوري او کنه خو دى يې تر سره کوي .


له اميده رانيولې بيا چې داطلاعاتو او کولتور دوزير په توګه ټاکل
کېده ټول وخت يې هڅه داوه  چې خپله ستمي ايډيالوژۍ په يو ډول نه يو ډول پلي
کړي اودستم دمتعصبې ايډيالوژۍ جرړو ته دخپلو ايراني بادارانو په مرسته  اوبه
ورکړي .


درهين په اړه دډېر څلو ويلو لپاره اړتيا هم نشته ځکه په ملي راډيو
ټلوېزيون او داطلاعاتو او کولتور وزارت په نورو ادارو کې دده تورې کړنې  تر
اوسه پورې له هېچا څخه نه پټې اونه هېرې شوې  دي .


ددې وزارت په اړوندو ورځپاڼو کې دپښتو او ايراني فاړسو انډول له
هېچا څخه هم پټ نه دى، تل به يې دولتي ورځپاڼې  په ډېره سپين سترګې سره داسې
له پاړسو څخه ډکې کړې  ته به وايي چې دده دپلار په ځاني پانګه يې چاپوي او زړه
يې دى چې هر څه او په هره ژبه پکې خپروي .


خو دومره يادونه اړينه بولم چې افغان دولت بايد په بهر کې دخپلو
هېوادونو له نمايندګيو څخه ځان خبر کړي او پرې نه ږدي چې دستم متعصب پاتې شونې
دهېواد په وياړونو تاريخ او نورو ارزښتونو باندې لوبې وکړي .