کور / تازه خبرونه / ملي امنيت: ملامنصور ووژل شو

ملي امنيت: ملامنصور ووژل شو

دافغانستان ملي امنيت وايي چې دډيورنډ دكرښي په بله غاړه دوزيرستان په پاړه چنار سيمه كې دطالبانو مشهور قوماندان مولوي سيف الرحمان منصور ووژل شو . مولوي سيف الرحمن منصور دحرکت اسلامي ديوه پخواني مشر مولوي نصرالله منصور  زوى و، چې دطالبانو له ماتې وروسته يې دپکتيا او خوست په ولايتونو کې ددولت او بهرنيو ځواکونو پر ضد فعاليتونه کول .نوموړى دپخوانيو مجاهدينو دزاكمنۍ پر مهال دپکتياولايت د زغره والې لوا قوماندان  او دطالبانو پر مهال په کابل کې دقرغې دپلې فرقې قوماندان و، دىپه وارووارو ټپي شوى هم دى او په دې وروستيو کې يې څو واري دمرګ اوازې هم خپرې شوې .  دافغانستان استخباراتي سرچينې وايي چې ملامنصور دشيعه اوسني ډلو ترميانځ په نښته كې دسني ډلو په ننګه وژل شوى دى