کور / خبرتیا او پيغامونه / دجنازې خبرتيا

دجنازې خبرتيا

خزاندار محمد خان د مامور عبدالقدوس، ډګروال غلام روحاني، غلام جیلاني، محمد رحیم، نبي ساحل او محمد ولي پلار چې د وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ یو خیرخوا او د ولس په درد دردمن  سپین ږیری وو تل یې تر خپلې وسې د ولس په درد کې ځان شریک ګاڼه  او د خير په کارونو، د ښوونځی ، جومات اوروغتون ته ځمکې په وقف کولو اوجوړولو کې خپله مرسته له ولس نه وه سپمولې او په سیمه کې د نیک نوم او خیر خوا سپین ږیري په توګه پیژندل کیده .


دورپیښې ناروغۍ لامله د جمعې په ورځ په پیښور کې په حق ورسید ( انا لله وانا اليه راجعون ) د  ارواښاد د  جنازې لمونځ د یکشبنې په ورځ له غرمې وروسته یوه بجه د سید اباد ولسوالې دتکیې په حسن خیلو کې اداء کیږي د ارواښاد خپلوان ، دوستان او خواخوږي دې خبر وي.