کور / تازه خبرونه / اروزګان:دوه هالينډي سرتېري ووژل شول

اروزګان:دوه هالينډي سرتېري ووژل شول

دهالينډ ددفاع وزارت  وايي چې دافغانستان په جنوب كې دوه پوځيان وژل شوي دي ، ددغې سېچينې په وينا  چې وژل سوي پوځيان له افغان ځواكونو سره اوږه پراوږه دطالبانو په خلاف جنګېدل چې پېښه رامنځ ته شوه ، په اروزګان كې دهالينډ هيواد ګڼ سرتېري مېشت دي او په افغانستان كې دسولي دټينګښت او په سيمه كې دترهه ګرو په خلاف فعاليت كوي . ددواړو پوځيانو وژنه دهالينډ ددفاع وزارت رسنيو ته تاييد كړې خو تردم ګړيه افغان چارواكو او په افغانستان كې مېشتو نړۍ والو ځواكونو په دې اړه څه نه دي ويلي.