کور / تازه خبرونه / غور : د پولیسو او ملکي خلګو تر مینځ شخړه شوې ده

غور : د پولیسو او ملکي خلګو تر مینځ شخړه شوې ده

په غور ولایت کی دملکی وګرو او پولیسو ترمینځ په یو شخړه کی یو ملکی وګری مړ او دری پولیس ژوبل شول.

دغه پیښه تیر ماښام ددغه ولایت په دولتیار ولسوالی کی هغه محال رامینځ ته شوی ده چی ددغه ولسوالی اوسیدونکی دپولیسو له خوا احضار شوی ول.

پولیس وای چی دغه کسانو قومی شخړی خپل په مینڅ کی درلودی چی پولیس یی دحل لپاره و دی ولسوالی ته ستون شوی وو.

دغور ولایت امنیه قومندان مل پاسوال عبدالباقی نورستانی وای: ( په دغه مینځ کی ملکی وګرو پر پولیسو باندی برید وکر او دری تنه سرتیری یی تپیان کړل.)

نورستانی زیاتوی که څه هم په دغه نښته کی دوسلی نه کار ندی اخیستل شوې خو په نامعلوم لامل یو ملکی وګری ټپې شو چې دروغتون په لاره کی یه سا ور کړی ده .

دم ګری ویل کیږی چی یو دولتی پلاوی ددغه پیښې د څیړولو لپار ودولتیار ولسوالی ته ستون شوی دی څو ددغی پیښی مسوول ونیسی.

کارپوهان وای قومی شخرې په هیواد کی دامنیت دټینګښټ په مخ کی لوی ننګونی دی چی دغور هم ددغه ستونزو ندی بی برخی.

تیر هم کال په دی ولایت کی په یوی قومی مظاهری کی دپولیسو او ملکی وګرو په نښته کی یو شمیر پولیس او ملکی وګری مړه او ټپیان شوی ول.