پښتون زرغون : دوه تنه وسله وال ونيول شول

د لراوبر اداره | سپتمبر 3rd, 2009


دوتنه ددولت ضد وسله وال کسان په هرات ولایت کی په يو لړ پلټونکو عملياتو کې ونیول شول .

دهرات لایت امنتی چارواکی وای دغه کسانو هوډ درلود چی یو لړ تخریبی بریدونه ‍په دی ولایت کی تر سره کری .

دامنیه قومندانی ویندوی سمونوال نورخان نیکزاد وای دغه دو کسان تېره شپه دهرات ولایت په ختیځ پښتون زرغون ولسوالی کی ديو لړ چاڼيزو عملياتو په ترڅ کی ونیول شول.

نیکزداد وای د نيول شويو وسله والو سره يوه اندازه وسله هم نيول شوې او د ځواکونو لاسته یی ورغلې دی.

طالبانو تر اوسه پورې ددغو رپوټونو په اړه څه نه دي ويلي .

پښتون زرغون چی دهرات ولایت په جنوب لویدیځو کی پرته ده ددی ولایت د نسبتاْ نا ناامنه ولسوالی په کتار کی ده.

Copyright Larawbar 2007-2024