کور / خبرتیا او پيغامونه / په ګرمو سيمو كې د تعليمي كال د پېل په مناسبت پيغام

په ګرمو سيمو كې د تعليمي كال د پېل په مناسبت پيغام

د هیواد په ګرمو سيمو كې د پيليدونكي تعليمي كال په مناسبت د پوهنې د وزير پيغام

د پالونكي خداى(ج) په سپيڅلي نامه

السلام عليكم ورحمت الله وبركاته!

 وياړم چې د افغانستان اسلامي جمهوريت، د پوهنې وزارت د مشرتابه هيئت په استازيتوب، تاسې ټولو درنو هيوادوالو، ښوونكو او زده كونكو ته د هيواد په ګرمو سيمو كې د نوي پيليدونكي تعليمي كال د را رسيدو له امله مباركي دركوم.

څيړنو او تجربو ښودلې ده چې د يوه هيواد پرمختګ، سوكالي او ښې رازي يوازې په ولس كې د باسواده او تعليم يافته وګړو تر موجوديت پورې پييلې ده او له دې پرته هيڅ مملكت نه دى توانيدلى چې د پر مختللو هيوادونو په ليكه كې ودريږي.

د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې وزارت چې د يوه متوازن معارف د رامنځ ته كولو په برخه كې يې خپله ملي او ديني وجيبه درك كړې ده، روان ۱۳۸۸ كال ته يې د پوهنې د كيفيت د بهبود نوم وركړى او له خپلو ټولو درنو، علماء كرامو، قومي مخورو او هيوادوالو څخه غوښتنه كوي تر څو په خپل سر او مال سره له ښوونكو، زده كونكو او د ښوونځيو د حريم ساتنه وكړي او په دې توګه خپل اسلامي مكلفيت ترسره كړي.

هيله ده چې د هيواد په ګرمو سيمو كې به په دغه تعليمي كال كې ترسره كيدونكي پوهنيز فعاليتونه د ګران افغانستان، هر اړخيزې سوكالۍ، پرمختك او ښې رازۍ ته زمينه برابره كړي.

په احترام